کور / راپور / د سترجنرال عبدالرازق خان د شهادت لومړی تلين

د سترجنرال عبدالرازق خان د شهادت لومړی تلين

اجمل حکيمي

نن د ستر جنرال عبدالرازق خان د شهادت لومړی تلين دی، شهيد جنرال د افغانستان يو له هغه وتلو کسانو وو، چي په پوره ميړاني او شهامت ئې د خپلي خاوري دفاع وکړه.

شهيد جنرال د وطن سره د ليونۍ ميني لرلو له امله زيات شهرت درلود، هغه د ظالم پر وړاندي سپر او دمظلوم کلک مدافع وو.

د هغه متواضع ژوند، د مظلومانو مرسته، د ظلم پر وړاندي سخت درېځ، د وطن دفاع او د خلګو ساتنه هغه څه وه چي د خلګو په زړونو کي ئې ځای نيولی وو.

ارواښادعبدالرازق خان د هيواد د دښمنانو لخوا د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر پر  ۱۸ نېټه د وطن د دښمنانو لخوا شهيد سو، خو د هغه ياد او فکر به تلپاتي وي.

روح ئې ښاد