کور / راپور / د کابل څخه خوست ته الوتني پيل سوې

د کابل څخه خوست ته الوتني پيل سوې

په لومړي ځل د خوست ـ کابل تر منځ د کام ایر شرکت لخوا له خوست ملکي نړیوال هوايي ډکر څخه د  پروازونو لړۍ د ځانګړو مراسمو پر مهال پیل سوه.

د کابل ـ خوست تر منځ د الوتنو لومړۍ الوتکه تېره ورځ په هوايي ډګر کښته سوه، چي د خوستوالو له تود هرکلي سره مخامخ سوه.

په دې هکله په خوست کي ځانګړي مراسم جوړ سوي وه، چي د والي ګډون چارواکو او د خصوصي شرکتونو استازو پکي ګډون کړی وو.

په دغه مراسمو کي د خوست والي حليم فدايي وويل، ‎چي د هوايي ډګر اړوند ټولې ټولنیزې او امنیتي ستونزې هوارې سوي اود مهال په هوايي ډګر کي د لوی ټرمېنل چارې روانې چي ۳۰ سلنه کار یې بشپړ سوی او دا به د افغانستان په کچه لوی ټرمېنل وي.

ښاغلي فدايي زیاته کړه هوايي ډګر د خوست لپاره اقتصادي، ټولنیزې، فرهنګي، امنیتي او نورې ګڼې ګټې لري او دا یوازې د الوتکو تګ راتګ نه دی او دا به د بې کارۍ په لمنځه وړلو کي موثر تمام سي او د خوستوالو لپاره به اقتصادي فرصتونه برابر کړي.