کور / نوميالي / صوفي باران يو انقلابي ملنګ و

صوفي باران يو انقلابي ملنګ و

ليکوال:   بشرمل ناصر،

دانسان په ژوندکې ځانګړې ارزوګانې وي او غواړي چې ددې ترسرکېدو له پاره هلې ځلې وکړي د مالي ، فکري او هرډول قرباني ته ځان چمتوکړي چې خپل ارمانونه پوره کړي کيني دژوند ارمانونه تراوسه دچا ترسره شوي نه دي ـ دانقلابي ملنګ دژوندپه اړه به يوڅوکرښې توري کړم ـ
دانقلابي فکرخاوند علي باران دبهاول خان زوى چې شهرت
يې په  بابۍ  لالا درلود دغفارخان  لسمى و   په خټه ناصر او په ناصر کې مهټى ، متخېل او ګلاب خېل له کهاله و ـ چې په 1958م کال کې يې سترګې روڼې کړې وې ، په صوفي باران باندې به ملګرو باله چې يو ملنګ رنګه طبعيت يې و ـ له هرچاسره يې په مينه ناسته ولاړه وه ـ ديوې غريبي کورنۍ  څخه و ـ چې پلار يې د دو لاسو مزدوري کوله او يو تره يې و ـ  هغه اميرجان نومېده دځوانى په وخت کې ومړ ـ دصوفي باران څلور وروڼه دي چې درې يې سکني او يويې ناسکه ورور دى ـ حبيب الله ، فيض الله ، عبدالرحمن او نجيب الله دى ـ چې ډېره ښه تربيه يې ورکړې ده ـ علي باران په ځان زحمتونه تېر کړ په 1980م کې مې ليدلى و ـ چې کالي به يې په رنګ و او دخلکو په کورونو کې رنګ کاوه چې يو مشر ورسره و ـ دين محمد چې خلک ورته دينک لالا وايي دواړه سره ملګري و او خواري يې کښله په وروڼو تعليم کاوه دادبخت کارونه دي چې هرچاته خپله برخه رسېږي يواري يې حبيب الله مدرسې کې شامل کړ او دکلي په جومات کې يې ديني درسونه ويل او هغه ترنيمه درسونه وويل بيا يې پرېښود او نورو وروڼويې تعليم نيمګړى شو ـ او صوفي باران په خپله تر اتم ټولګۍ پوري زده کړي کړې وې او دناصراباد په ښوونځى کې لومړۍ زده کړي ترسره کړې دکورنۍ ستونزو له کبله يې زده کړي نيمګړې شوې او خوارۍ ته لاس واچاوه  ددې ترڅنګ ېې سياسې ګوند کې هم برخه واخيسته چې دباچاخان دګوندفعاله غړى و ـ دکتاب سره يې بې کچه مينه درلوده په کورکې شخصي کتابتون جوړ کړى و ـچې دلاس په مزودرۍ يې کتابونه اخيستل دروح له پاره يې غذا وه چې کله به دي ديوه کتاب نوم ورواخيست هغه به يې مطالعه کړى و ـ مذهبي او صوفيانه مطالعه يې ډېره درلوده ـ دباچاخان له شخصيت څخه ډېر متاثر و او کله چې دضياوالحق دمارشلاء په خلاف جلسه وه په 1985م کال کې وهغې جلسې ته ولاړ دريکل هوټل سره و ـ چې په دې جلسه کې دقامي سياست مخور سياسي ميراخا مندوخېل ، امان بازى ، عبدالرحمن ايسوټ و او دوى خبرې اورېدلې نږدې ورته ولاړ و ـ چې دتورپنجاب له خوا ونيول شو او صوفي باران يې زندان ته يووړ ـ دسياست په ډکرکې يې خپل نوم درلود د ږوب په ښار کې ژوند کاوه د هغه ځاى څخه يې کور و کچلاغ ته کډه شوه چې هلته يې له نورو تربورو سره ځمکه واخيسته د جيلاني ناصر په نامه يې کلى جوړ کړ ـ په کلي کې يې له خپلوانوسره فکرجلا و ـ چې دى دکتاب سړى و او قامي سياست يې کاوه او هغوى ځانته خپله لاره غوره کړې وه چې دخان عزت به يې کاوه ـ صوفي باران د خانانو او ملکانو پرضد سياست کاوه چې دجبر په خلاف يې جنګ ته ملاتړلې وه د پښتانه په درد ځورېدلى ـ د افغان او افغانستان له خاورې سره يې ځانکړې مينه وه چې دافغانستان په يوه لوټه يې زړه بدېدلى چې کله به چا افغانستان په سکروټو کې اچولاى و ـ اودى  به  خپه و او  تل  به يې دنېکمرغه ژوند په هيله و ـ او  ورسته  يې  سياسي لاره  بيل کړه د پپلزګوندته  ولاړاوتراخره يې په  دې  ګوندکې ژوند تېرکړ  د  سياست سره ادبي ذوق هم درلود په هره ادبي غونډه کې به يې ګډون کاوه او ځان به يې غلى کړى و ـ اکثره وخت به يې بغل کې کتاب و ـ دکتابو په دوکان به ګرځېدو ـ له هغو خلکوسره اړيکه وه چې دقلم او کتاب خلک و ـ د پښتو ادبي غورځنګ دفترکې يې ناسته کوله چې هغه يو علمي او ادبي مرکز و ـ چې له ازاد افغانستان څخه به ليکوال او شاعران ورته راتلو ـ په خپله شاعر نه و خو شاعرانو کې يې اجمل خټک او سليمان لايق صاحب ډېر خوښېده د ناولونو دلوست شوقين و ـ د نورمحمد تره کي ناولونه يې و او هرهغه ناول يې لوستى چې يو انساني پيغام يې درلود ـ  صوفي باران يوازينى هغه کس و چې ماته يې په خپلوانوکې ډاډ راکاوه چې ته ښه کار کوې دکتاب اودقلم سره دي کاردى او شاعري کوې زموږ نورو عزيزانو د ډم په نامه راته ويل او تراوسه لا دشاعري او ليکوالي په ارزښت نه پوهېږي خو کله چې به زموږ کور ته راغى او دکتاب بخث به يې راسره کاوه ـ
صوفي باران ـ
زامن حبیب الرحمان فضل الرحمان عطإالرحمان رحمت اللہ شمس اللہ او نصیب اللہ و ـ چې دوو زامنويې ايم فل کړى دى او نور زامنو يې هم په بشپړه ډول له دتعليم له خوږې مېوې برخمن دي په کورکې يې غټ کتابتون ورته جوړ کړى دى چې ټوله دمطالعې له پاره ګټه ځينې اخلي ـ
دووې يې لوڼه وې او هغو تعليم نه دى کړى چې هغه وخت دنجو تعليم پېغور ښکارېدو او ډېر خنډونه و ـ
موږ علي باران کاکا ورته ويل چې زما نږدې تربور و او زما د ماما لور ورته ناسته وه او کورنى اړيکې مو سره درلودې ـ اخري ليدنه مې هغه وخت ورسره وشوه چې زما تره غلام جان له نړۍ سترګې پټې کړې وې او دى فاتا ته راغلى و او کله چې زموږ له کوره را روانېدو زه هم ورسره شوم چې يو زما ترور زى فيض محمد هم و ـ او ماته يې وويل چې کتابونه راکړه بيا مې ورکړل او موټر حرکت وکړ د کوټې په لور  روان شو ـ په لاره يو ځاى موټر ودرېدو ـ  ماته يې ويل چې افغاني چاى به وکړو او شين چاى به وي او فيض محمد دشيدو چاى وکړې او حاجي الله نور هم راسره و ـ هغه چاى نه وکړې ـ د ژوند اخري ليدنه وه چې 20ستمبر 2016م کال و ـ کاش چې انسان خبر واى بيابه يې ډېر څه کړي واى ـ يووخت مې فېسبوک پاڼه خلاصه کړه ـ چې دمرک خبريې چا خپور کړى و ـ دنصيب خان داودخېل فاتا ته له ډاکټر محمد صادق ژړک صاحب سره تللى  ـ او ږوب ته نږدې په  لاره کې يې موټر واړولى او موټر ژړک صاحب چلولى هغه وخت ژړک صاحب زخمي شو او صوفي باران دتل له پاره يه 23اکتړبر 2016م کال کې له دې نړۍ سترګې پټې کړې الله ج دي جنتونه ورکړي او يادونه يې تلپاتې.
—=———–=========================–
معلومات ـ  حيات خان ناصر
ـ     فضل الرحمن  د صوف