کور / راپور / اشرف غني عارف علوي ته: د ډيورنډ پوري غاړه د طالبانو ازادانه فعاليتونه د اندېښنې وړ دي

اشرف غني عارف علوي ته: د ډيورنډ پوري غاړه د طالبانو ازادانه فعاليتونه د اندېښنې وړ دي

 

افغان ولسمشر اشرف غني ويلي، چي په پاکستان کي د طالب مشرانو ازادانه فعاليتونه د اندېښنې وړ دي.

له ارګ څخه خپره سوې خبرپاڼه وايي، چي ولسمشر غني دا خبره تېره ورځ په ازربايجان کي د پاکستان ولسمشر عارف علوي ته کړې.

خبرپاڼه زياتوي چي ولسمشر غني عارف علوي ته ويلي، چي پاکستان بايد د طالبانو پرضد ګامونه اوچت کړي او د هغوی د فعاليتونو مخه ونيسي. او پاکستان بايد د افغانستان په سوله کی رښتونی رول ولوبوي.

افغان او پاکستاني ولسمشران د غیر منسلکو هېوادونو د مشرانو په غونډه کي د ګډون لپاره اذربایجان ته تللي دي.