کور / تازه خبرونه / برتانيه: جنرال مشرف د قرار پر ځاى فرار غوره كړ

برتانيه: جنرال مشرف د قرار پر ځاى فرار غوره كړ


د برتانيې د فاننشل ټايمز ورځپاڼي خبر وركړ چي د پاكستان جمهور رئيس پروېز مشرف پتيېلې چي پارلمان ته د اعتماد رايو له ترلاسه كولو دمخه استعفا وركړي.
ورځپاڼه د يوه لوړ پوړي پاكستاني چارواكي له خولې دا خبر خپروي او وايي چي جنرال مشرف مخكي له دې چي پارلمان پر نوموړي باندي ځيني تورونه ولګوي له هغو څخه د تېښتې په خاطر دا ګام پورته كوي.
تېره اونۍ د پاكستان د حاكمو ګوندونو اتحاد پرېكړه وكړه چي جمهور رئيس مشرف دي له پارلمان څخه د اعتماد رايي ترلاسه كړي، خو اد سياسي چارو د څارونكو په وينا اوضاع ته په كتلو داسي ښكاري چي مشرف هم په دې پوهېدلى چي نور يې ولسي او نړيوال ملاتړ له لاسه وركړى، نو ځكه يې پارلمان ته ترتګ دمخه لا د استعفا پرېكړه كړې ده.
خو بلي خواته مشرف ته نيژدې كسان د نوموړي په باب د استعفا خبرونه ردوي او وايي چي هغه پخوا هم د پاكستان ولسمسشر