کور / تازه خبرونه / ګرجستان: روسان قتل عام كوي، دنيا لا ورته ګورئ!

ګرجستان: روسان قتل عام كوي، دنيا لا ورته ګورئ!


د ګرجستان جمهور رئيس ((ساكاش ويلي)) روسان په قتل عام باندي تورن كړل.
ښاغلي ساكاش په خپله تلوېزوني وينا كي وويل روسانو په ډېره سپين سترګي د ټولي دنيا په مخ كي د ګرجستان پر خاوره تېرى كړى او دلته يې په قتل عام لاس پوري كړى دئ، نوموړي د نړۍ له سترو هيوادونو څخه د مرستي غوښتنه وكړه او زياتوي چي د روسانو د قتل عام په اړه كوټلي شواهد لري..
بلي خواته د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي د ګرجستان او روسيې ترمنځ پر روان كړكېچ باندي خواشيني ښوولې او وايي د ګرجستان حالت د ژوري اندېښنې وړ دئ.
ښاغلى مون وايي روسي ټانكونو ګرجستانيانو ته ځاني او مالي تاوانونه اړولي دي او له روسانو څخه يې هيله وكړه چي ګرجستانيانو ته د ملګرو ملتونو د مرستو رسوونكو ادارو په مخ كي خنډ نسي.