کور / تازه خبرونه / پكتيا – ۵ تنه شكمن له وسلو سره ونيول شول

پكتيا – ۵ تنه شكمن له وسلو سره ونيول شول

نن په يوه ځانګړي عملياتو كي چي د پكتيا ولايت د ملي پوليسو لخوا تر سره شول د پكتيا ولايت د احمد ابا ولسوالۍ  د محمود كلا په سيمه كي پنځه تنه شكمن له وسلو سره ونيول شول.

په دي وسلو كي كلاشينكوف ، كربين او چره دار شامل دي همدا رنګه يو شمير مواد هم له دوي سره نيول شوي چي په هغه كي ۶۰۰ فيره د پيكه مرمۍ ، يوه د راكيټ چانټه او د راكيټ بارود پكي شامل دي ، 

ويل كيږي چي دا كسان له هغي سيمي نيول شوي چي تيره ورځ د همدي سيمي دوه تنه د خپل ماين ښكار شول چي په ترڅ كي يي يو تن مړ او بل سخت ټپي شو. د پيښي په تړاو له دي شكمنو پوښتني ګرويږني رواني دي.