کور / اسلامي / ستا کور، په زړونو کې دی!

ستا کور، په زړونو کې دی!

 ليکنه: ولي الله ملکزی

 

د سپیرو غرونو، شګلنو دښتو او وچو ناوونو په متن کې، د تهذیب، مدني ژوند او اخلاقي معیارونو په نوم څه نه وو. ولی کیږدۍ په کیږدۍ د میکدو، ساقي او کړنګیدلو جامونو راج وو. د بدلمنو ښځو په جونګړو به سرې جنډې رپیدې، خاوندانو به خپلې ښځې له یارانو سره د یوې اونۍ او حتی یوې شپې لپاره یو بل ته لیږلې را لیږلې. د خلیل په سپینه ږیزه او د ذبیح په نازکو لاسونو جوړه کعبه د هُبَل په ګډون له لس ګونو بتانو ډکه وه. ګوټ په ګوټ بتکدې وې، وړو وړو خدایګوټو ته به سجدې کیدلې او د سُواع او نسر په نومونو به نذرانې منل کیدې.

کونډې به د حیواناتو په څیر په میراث کې اخیستل کیدې او میرمنې به د حیض او نفاس په ورځو کې له کورونو د باندی په پنغالو کې ساتل کیدې. د انساني تاریخ تر ټولو ستر جاهلیت همدلته وزرې غوړولې وې، داسی تورې لړې خپرې وې چې پلرونو به خپلې تنکۍ لوڼې ژوندۍ په خاورو کې خښلولې او د عاطفې او عدل له مفهوم سره خلک نا اشناوو. عربي ټاپو وزمې په یمن کې د مأرب له بند، د إمرؤ القيس له اشعارو او بړ بړي اوښانو پرته، بل هیڅ نه درلودل چې دوئ ورباندی راټول شي او یا پری و ویاړي.

د زمانې په همدې خوړین، بد رنګه او زبیښلي پیر کې چې د حضرت مسیح د پیداښت ۵۷۱ کال وو، د اپریل په ۲۲مه د دوشنبې په ورځ، د بني هاشمو په قبیله کې یو ماشوم وزیږید. پلار یی له پیدایښت څخه وړاندی په حق رسیدلی او په شپږ کلنې کې یی مور وفات شوه. کله چې دولس کلن شو نو نیکه یی مړ او د خپلو ترونو اسرې ته پاتې شو. د ځوانۍ په پیل کې یی میږې او د اوښانو رمې ساتلې او په پنځه ویشت کلنۍ کې یی تجارت او سیاحت ته مخه شوه.

خو کله چې څلویښت کلن شو نو د حراء د سمڅې دننه یی د جبرائیل داسی ملکوتي غږ واورید چې خولې یی ورباندی را ماتې کړې. د لیک، معرفت او وحدانیت دغه لمړني فرمان، نه یواځې د یو ناغیړه قوم تقدیر بدل کړ، بلکې په قبیلو او قومونو ویشل شوې ولسونه یی د یوې عقیدې، یو بیرغ، یو فکر، یو قانون او یو حکومت لاندې را ټول کړل. عربانو ته د نوي هویت  ورکولو ترڅنګ یی د دوئ په ژوند او لیدلوري کې ستر بدلون را ووست او هم یې پراخه بشري پرګنې د غلامۍ، بدمرغۍ او نیستۍ څخه د بادارۍ، واکمنۍ او بیدارۍ په لیکه سیده کړې.

په پیل کې، دا هر څه د قریشو سرتمبه او سرکښو مشرانو ته د منلو وړ نه وو. د مکې خاوره یی ورباندی سره بټۍ وګرځوله، پرله پسې دری کاله یی محاصره او هر ډول مړی ژوندی یی ورسره پریښود. حتی دیته یی اړویست چې د خپلې لور په ګډون یو شمیر نژدی یاران د سور سمندر هغې خوا، د نن ورځې اریتریا او اتیوپیا ته واستوي. د طائف لیونو پری د لیوني ګمان وکړ او په ډبرو یی وویشت، خو هغه نه پښیمانه شو، نه ستومانه. نه یی خپل دعوت پریښود او نه له خپل هوډ څخه یوه لویشت په شا شو.

له خورو ورو عربي قبیلو څخه یی یو ستر أمت جوړ کړ او مازی د څلورو لسیزو په موده کې یی د واکمنۍ لمن له جبل طارق رانیولې د هند، بخارا او قسطنطنیې پورې ورسیده او د هر چا حد او برید معلوم شو. د میرمن لپاره میراث او نفقه، د لور او خور لپاره مهر او ولور و ټاکل شو. د ښځو بدل او بدلک منع شو، ځوانان نکاح او تعلیم ته تشویق شول او د بوډاګانو درناوې د عبادت برخه شوه. قومنده ورکړ ل شوه چې په جنګ کې به له ماشوم، سپین ږیړي، تورسرې او بی وسلې سره څوک غرض نکوي. شنه بوټي به هم څوک نه پریکوي او د هر چا مال، ناموس، دین، نظر او کلتور به خوندي وي.

پداسی حال کې چې ډیر غټ غټ صحابه ورته پسخیدل، د تبعیض او آپارتاید په خلاف یی د مکې د فتحې په ورځ یو تور پوستي حبشي ته د کعبې په سر د ختلو او آذان کولو امر وکړ تر څو د سپین او تور، کمزوري او زورور او هستمند او نیستمند تر منځ توپیر ورک شي. د عرفات په غونډۍ یی یو لک او لسو زرو اصحابو ته وویل: ای خلکو تاسو ټول له آدم څخه پیدا یاست،‌ هغه له خاورې او خټې څخه جوړ وو، عرب له عجم څخه غوره ندی او په تاسو کې ښاغلی او منلی هغه څوک دی چې ډیره تقوی او ښه انسانیت ولري.

آیرلنډی مستشرق، هربرټ وایل پخپل کتاب (ستر ښوونکي) کې کاږي: (محمد خپله عربي ټولنه او اسلامي أمت له وهمونو او ګمانونو څخه د حقیقت په لور او له بت پرستۍ څخه د خدای پرستۍ لور ته را وبللو او یوه جاهله ټولنه یی د مدنیت او سړیتوب په لاره روانه کړه).

حضرت پیغمبر(ص) به هیڅکله د مجلس په بر سر کی نه کښیناسته، لږې او په ټیټ غږ به یی خبرې کولې. مځکې ته به یی کتل، د هیڅ چا خبره به یی نه پریکوله او د هر چا بلنه به یی منله. په جنګ او سوله کې یی له خپلو یارانو سره مشوره کوله او د روغې جوړې هر وړاندیز یی غوره بللو. رښتیا، حیا او موسکا ورته د انسانیت معراجونه ښکاریدل او توهین، دوکه او افراط یی ګناه او ناځواني ګڼله. ډیر کله به یی د ورځو ورځو لپاره له نغري څخه لوګی نه پورته کیده، نه یی درهم او دینار تر شا پریښودل او نه یی څوک ولیعهد وټاکه.

یا رسول الله! نن ستا أمت د جهل، ځانځانۍ او ورور وژنۍ تورې بلا څټلی او د خړ سیلاب د ځګ په څیر، په نړیوال سټیج دوه توتې ارزښت هم نلري. پرته له شک شبهې، ټول هغه وګړي چې په تا ایمان لري، په مطلق ډول پدی باور دي چې ته د رحمت سمبول، د تسل ډیوه او د هیلو څرک یی او ستا د شفاعت ارزومند دي. خو په ډیر ادب سره، آیا هغه چا چې تیره میاشت د جمعې په لمانځه ولاړ ستا ۷۴ تنه امتیان په بمونو والوزول او هغه قاتل چې تیره اونۍ یی ستا بل امتي د خپلې څلور کلنې مومنې لور په وړاندی په ګولیو غلبیل کړ،‌ بیا به هم ستا د شفاعت مستحق وي؟؟

نن د محمد بن عبد الله (صلی الله علیه وسلم) یو زرو څلور سوه څلور نوي یمه کلیزه ده او هغه دی ټول أمت ته مبارکه وي. دا صادق، امین او وروستنی نبي د ۶۳ کلنۍ په عمر، د هجرت په یولسم کال (۶۳۲ م) د دوشنبې په ګهیځ وفات او د سبانۍ ورځې په مازیګر د خپلې میرمنې، عائشې (رض) په خونه کې خاورو ته وسپارل شو. مګر د قیامت تر ورځې به د خپلو امتیانو په زړونو کې اوسیږي، ځکه چې هغه د انسانیت، اعتدال، مینې او سولې پیغمبر وو!!