… ولي پښتونستان له مسلمانه، ونه غواړو ؟
اکسفورډ،اګست08
د دينپوهاندسيد حسين هاشمي
د يوه غبرګون پخلی او شننه:
که فلسطين له کافره غواړو،
ولي پښتونستان له مسلمانه، ونه غواړو ؟
((په ملايانو کښي هم يو نيم مسلمان پيداکېدائ شي)) متل له پخوانه دود وو، خو له پرونيو جهادي ملايانو(خالص، نبي، رباني، سياف، فهيمه… ) يي نيولي تر نننيو طالبي ( ملا عمر،حقاني، فضل اله …) دوی له انساني- اسلامي ضد نادودو سره يي کارونګ نور هم زيات شوئ دئ. خو ما پکي خپل کليوال دينپوهاند پاچا سيدحسين هاشمي په رښتينه مانا د ((يونيم مسلمان)) غوره بېلګه نومېرلئ چي د جهاد له تورو بوړو، يا د ستر حمزه په وينا((د کثرت له بتکدي نه))، يوازي مسلمان نه، چي پر((حب الوطن)) ټينګ پښتون هم راوتلئ دئ. دا دئ دلته يي د زباد لپاره دهغي ليکني يو غورچاڼ او شننه ګرانو هېوادوالو ته وړاندي کوم چي د يوه((مسافر)) نومي طالب پلوه نيمچه ملا په غبرګون کښي يي کښلي او پوره او وېړه بڼه يي ((ټول افغان)) ته د خپراوي په موخه سپارلئ وه.
د ده د غبرګون پلمه د ښاغلي قريب الرحمن سعيد له خوا((د سلطان صلاح الدين ايوبي د وخت رښتيني پېښې)) ژباړه وه او داچي مخاطب يي خبره پر عثماني خلافت، عربو او فلسطين او بيا اوسنيو شخړو راڅرخولي وه، نو ده ورته د يوه تاريخي- منطقي تړاو او پرتلي له مخي پښتونستان هم د يوي ورته ربړي او مسألي په توګه په سترګو کښي ننه اېستئ او مايي هم د پخلي او شنني په ترځ کښي د يوي نيمي سموني او بشپړوني هڅه کړي ده، په دي لاندي ډول:
1- د دي لپاره پوره او نټه نه منونکي تاريخي لاسوندونه شته چي تورکو په خپل شپږ- اووه سوه کلن سياسي تېر مهال کښي دوه درغلي يا غلط شهرتونه ترلاسه کړي دي:
ـ يو داچي له خپل ژيړ توکميز، په بله وينا، تورکمغوليز رغښت او بڼې(قوارې) سره د سيمي دکلاسيکو شاعرانو له خوا تر جګړه مارۍ او تالانګرۍ ((ترکتازی)) څخه د ښايست د سېمبول په توګه ډېر ستايل شوي دي. دي انګېرني او تېروتني له يوه ورانپوهاوي اَره او سرچينه اخېستي او هغه دا چي کله دغه ځوځ ماځوځ له التای غرونو څخه منځنۍ اسياته را خپاره شول، تر هند و اوسنۍ تورکيي پوري په پارسي او پښتني دربارونو کښي له مرييتوب او سپاهيتوبه سترو سترو ټولواکمنيو (اېمپېراتوريو) ته ورسېدل او تر اَرياني ځمکو وروسته يي اروپايي هغه هم لاندي کړې، نو ډېر سپين تو کمي اَريايان او اروپايان پکي راګډ شول او د دغه سېمبولايزېشن جوګه شول(د پوره څرګندتيا لپاره: زيار،از غلطيهای مشهور ديرين تا واقعيت های علمی امروزين. اَريانای برونمرزی، شمارۀ تابستاني 1381).
ـ دويم درغلي اوڅارتيا(شهرت) يي د ((عثماني خلافت)) او بيا(( اسلامي خلافت)) ډنډوره ده چي له بده مرغه په دغه ډنډوره کښي ډېرۍ برخه عجمي مسلمانانو اخېستي وه. هېښنده يي بيا لا داچي د هغه د بيا راژوندي کولو او نړيوالولو خوب خيال اوسنۍ ترهګره بنسټپالنه رازېږولي ده!
کوم پت پرسستيژ د رښتتينو اسلامي خلافتونو، له خلفای راشده رانيولي تر امويانو(661-749ز) او عباسيانو(750-1258ز)پوري د اسلام او مسلمانانو د ټولي نړۍ او په ځانګړي ډول د عيسايي اروپا پر وړاندي ګټلئ وو، تورکانو (1285- 1918) پر ځمکه وويشت. همد غو تورکانو د اسلام هماغه رښتيني مجاهد سلطان صلاح الدين هم پسي واخېست چي د عيسايانو له خوا پر مسلمانانو راتپليو دوه سوه کلنو بلوسګرانه(تعرضي) صليبي جنګونو(1095-1270ز) ته يي پای ټکی کېښووه او هسي په ناببره ډول تري په توره تېښته بريالۍ شو. که پرکورنۍ يي چي د سويس په لوزان کښي اوسي، لاس نه دئ برشوی، خو په غچ کښي يي لاتراوسه د ګرد کوردي ټبر له ځپلو او تري د اړوندو ځمکو له پرله پسي بلوسلو نه لاس پر سر شوي نه دي.
که تورکانو په خپل وحشت اوبربريت يو خوا اسلام او اسلامي خلافت
سپکه وړۍ کړي، نو بلخوا يي د عيسايي نړۍ تر څنګه د خلافت تر پردي لاندي ښکېللي اسلامي نړۍ ، په تېره عربي هغي کرکه هم ځانته پوره را پارولي ده.
داچي پاچاصاحب ليکي:
(( انګرېزي حکومت له عثماني خلافت څخه غوښتنه وکړه چي د يوه يهودي دولت لپاره دي ورته په فلسطيني خاوره کښي اجازه ورکړ ي او هغوی دا کار ونه کړ)).
مګر، ترکوم ځايه چي را وروسته پېښو وښووله، دانټه(انکار) يي د فلسطينيانو او ياد((قدس شريف)) په پار نه، بلکي له دي وېري وکړ چي عربي خاوره يي د خلافت يا په سهي مانا، د ښکېلاک له ولکي و نه وځي. له دي خبري يي چي انګرېزانو د تورکانو پر ضد عربان راوپارول، هم داسي برېښي چي عربي ولسونو تر هغه مهاله ارام ناست ول. حال داچي له کلونو کلونو راهيسي د تورکانو د نازغموړ وحشيانه چال چلن او ظلم و زور پر وړاندي په عربو کښي ازاديپال غورځنګ را پيل شوئ وو. نړيوال شيطان يي هم ديهودي نيواک او راتلونکو نورو ګټو په موخه ملا ور وتړله، هغه هم د يوه شيطان ا لشياطين په بولندويۍ(قومانانۍ) چي تر تش په نامه خپلواکۍ پوري يي د((عربي لارنس)) په نامه د عربي جنګيالانو څرګنده لاربني او بولندويي کوله. هماغه نومور عربي لارنس وو چي را وروسته د پښتنو ازاديپالو پاڅونونو د ځپلو او بياد هند د ازاديپال غورځنګ په اوږدو کښي د خپلو لاسپوڅولپاره د يهودي هغه غوندي د يوه بل مصنوعي دولت د رغاوني په موخه پښتونخوا ته راغی، خو دغلته د نويو او بيا پټوڅارګري دندو له کبله د عربي چلتار او جامو پر ځای د پښتني پير او ستانه له جامو او نوي نامه ((پير کرمشاه)) سره.
د عثماني خلافت پر وړاندي يي خواره واره عربي ازاديپال جنګيالي سره يولاس کړل، خو له تور کانو ګټلي خپلواکي يي پر خپلو نيوکلونيالېستي موخو راوڅرخوله او د اَرو او رښتينو ازاديپالو ګټندويانو پرځای يي پر بېلابېلو شاه مېشتيو او شيخ مېشتيو(شاهيو او شيخ نشينيو) او اميرانو وېشلي خاوره خپلو لاسپوڅو لوړپاړکيزوکورنيو ته ډالۍ کړه او پاچاصاحب هغه ډالۍ داسي راتعبيروي او ليکي: په بدل کښي يي د يوه تلپاتي صيهونستي دولت دروند بار پر اوږو ورکېښووه چي نن يي ناوړي پايلي موږ ټول په غړولو سترګو ګورو( هو موږ عجميان اوفلسطيني او نورو عادي عربي ولسونه، نه شاهان، اميران او شيخان)!
زموږ دينپوهاند د مسافرخان په غبرګون کښي دي پايلي ته رسېدلي چي تر يوي هسي تش په نامه ازادۍ څخه، هماغه (تش په نامه) خلافت غوره وو:
((لنډه داچي چي موږ مسلمانانو پخپله خپل مسلمان ورور او خپل اسلامي خلافت راپرځولی، نه نورو. انګرېز خو راته د خير پر غونډۍ ارام ناست وو لکه نن سباچي راته ناست دئ او سيل مو کوي. ته دا راته ووايه چي زموږ دغه عربي ورونو هېوادونو ته خو کتاب الله او سنت رسول الله او نور ټول اسلامي اصول او مقررات مخ ته پراته ول، نو ولي يي تري مخ وګرځاوه او د يو غير مسلم پر خوله يي باور وکړ او د هغوی په خولي پسي ولاړل چي اوس پري ټول مسلمانان روحاً ځورېږي. دا خو داسي يوه د نفاق مساله مينځته راغله چي په پايله کښي مو له خپله لاسه خپلي پښي او لاسونه غوڅ کړل…)).
له فلسطينه تر پښتونستانه
پاچاصاحب د دغو دواړو ښکارندو(پديدو) تر منځ يوه منطقي تړاو ته د نوموړي پام داسي را ګرځوي:
(( اوس راځو دېته چي کومه جبري او ناروا پرېکړه هماغوانګرېزانو له نن څخه نژدي څه د پاسه يوه پېړۍ ترمخه پر موږ هم را تحميل کړه. نو که ته وايې، هلته کار په شيطاني توګه ترسره شو او له خپلي بي اتفاقۍ موخپله اسلامي خاوره له لاسه ورکړه، مګر دلته خو راباندي په زور او جبر فيصله شوې. هلته خو عربي ورونه هېوادونه راپورته شول او له خپل اسلامي خلافت نه يي ځانونه بيل کړل. ليکن پر ما خو خپله د زبرځواک او ښکېلاکګر له خوا فيصله تحميل شوي ده. بيا هم زما معامله او فيصله پخپله د هغه وخت له زبرځواک سره شوې، نه د بل چا سره او پخپله يي هرڅه کړي دي. دا خو داسي مانا لري، لکه په قضا کښي چي محکمه متهم ته بي له مدافع وکيله فيصله واوروي. اوس چي دوی په افغانستان کښي پراته دي، نو د نړيوالو قوانينو له مخي چي همدوی جوړ کړي او زموږ هوايي او ځمکنی قلمرو د همدوی په کنترول کښي دئ، نو دا د دوی يو اخلاقي مسؤوليت هم دئ چي د افغانستان خپلواکي او ځمکنۍ بشپړتيا تامين کړي…)).
ګوره کله چي غازي امان الله مصر الازهر ته ولاړ او هغه وخت ټوله اسلامي نړۍ د انګرېزانو له خوا ترګواښ او تهديد لاندي وه لکه څنګه چي نن ده. نو هغه هم د سيد جمال الدين غوندي وېره لرله چي څنګه له دغي راروان سېلاب څخه ځان او هم اسلامي نړۍ بچ کړو. هلته تري د محصلينو له خوا يوه پوښتنه دا هم وشوه چي ستاسو په غاړه کښي خو دا لباس اسلامي نه دی، نو هغه ورته خپل ځواب ورکړ. مګر دا يي هم ورته وويل چي دا ستا په جيب کښي دي دغه پيسه هم خپله نه ده چي بيا په دي سره د مصر الازهر کښي يو ټکان راغئ او د غفلت له خوبه راوېښ شول …او دا فکر له خلکو سره پيدا شو چي څنګه له دغه راروان سېلاب څخه خپل ځانونه بچ کړو. له بده مرغه چي نن ورځ موږ د غازي امان الله خان او د سيد جمال الدين غوندي کسان پخپل مينځ کښي نه لرو چي يو جامع او نړيوال فکر وکړي. او يا په ملګرو ملتونو کښي د عبدالرحمن پژواک غوندي يو وطنپال او پرخاوره مين انسان هم نه لرو چي له ديپلوما تيکو لارو دا مساله هلته د ملګرو ملتونو په مقر کښي راولاړه کړي او په صافو سپينو ټکو کښي پري غوروشي)).
بيا هماغي پاسنۍ پرتله داسي ورغځوي او په سترګو کښي يي ورننه باسي:
((که بيت المقدس او نورو اماکن مقدسه له فلسطيني خاوري لري کړې، نو زموږ او د هغي خاوري څه فرق دئ. ټوله يوه د خدای مځکه ده او خدای ته به پاته وي. که خبره د اشغال او د ښکېلاک وي، خو هغه دئ چي هلته هم راڅخه اخېستل شوي او دلته هم راڅخه اخېستل شوې. هلته خو بيا د فلسطين د يو څه نسبي هويت خو شته، ولي زما د ګواښ سره مخ دئ او ولي مخ شي؟ هلته خو که په رښتياوو وي او که پر دروغو يو نړيوال خوځښت خو شته او هم عربي نړۍ چي اوس ټول په دي سره قانع دي چي بايد دواړه جلا او مستقل حکومتونه شي، نو ولي بيا له ما څخه خپله خپلواکي اخېستل کېږي او دا راڅخه د خپل مسلمان ورور له لاسه اخېستل کېږي چي په پټه او ښکاره ورسره همدوی ملګري دي. که ملګرتوب او يارانه يي ورسره نه پايللائ، نو سپينه به يي ورته ويلائ وائ، خو ورته نه يي وايی. په دي کښي يي هم منافقت دئ چي نه غواړي اصل حقيقت رابرسېره کړي ځکه چي بيا ورته په سيمه کښي د خپل هر ډول نفوذ لپاره پلمه نه پاته کېږي.
بله دا چي ته د يهودي دولت يا اسرائيلو پوري نښتئ يې، نو ولي دي خپلي مسالي ته دي توجه نشته. داسي فکر کېږي چي دا کار به موږ ته الويت هم ولري نسبت هغه ځای ته. که متوجه شې، نو هلته هم د يو ظالم حکومت بنسټ همدوی اېښئ دئ او دلته يي هم اېښئ چي خپله د آی ايس آی اداره د يو انګرېزي جنرال په ذريعه تاسيس شوي چي هم پري لېري ختيځ تر استراليا پوري دا ټوله سيمه وڅاري او هم پري د روسيي تزاري امپراتورۍ مخه ډب کړي او افغانستان يي لا په هغه وخت کښي د يو حايل دېوال په توګه پرېښووه. د دي په څنګ کښي يي داسي يو ناروا وېش وکړ چي بنګال يي پاکستان او کشمير يي هندوستان ته حواله کړ او زموږ شا رګ يي هم راپري کړ. دا خو د يو نړيوال ظالم سياست نتېجه ده چي نژدي څه د پاسه يوه پېړۍ کېږي چي انګرېزان عملاً په سيمه کښي نشته، مګر سياسي، اقتصادي، نظامي او هر اړخېزه نفوذ يي تراوسه هم په ټوله منطقه او سيمه پروت دئ. داسي د سرطان يوه دانه يي راته پرېښي چي که جراحي عمليات يي کوې، نو د دي وېره شته چي هرڅه فلج شي او که يي نه کوې، نو ترڅو چي ژوندي يو نو دا کړښت به مو تر پايه وي. همداسي د پاکستان او هندوستان ترمينځ د کشمير په مساله کې. د عراق، ترکيه او ايران ترمينځ د کردستان مساله همداسي د عراق و کويټ او همداسي ورپسي نوري درواخله.
ته څه فکر کوي هغه کس چي هلته يي درباندي يهودي دولت دروتپه او دلته يي راباندي دا اداره، نو دوی خپله اوس په يو جنجال کښي اخته دي. که له مينځه يي وړي، ممکن چي دوی ورته ووايئ چي موږ وړي بايد چي اسرائيل هم له مينځه ولاړ شي او دا کار خو هغوی نه کوي. نو چي هغه نه کوي، نو دا هم نه کوي. خو منافقانه خصلت يي دا دئ چي دوی اوس هغه د حق خبره نه کوي چي معاهده خوڅه د پاسه يوه سليزه وړاندي پوره شوې، نو اوس دي مسالي ته ولي طوالت ورکول کېږي او همسايه ورور مو هم کله يوه پلمه او کله بله پلمه راولاړوي؟
له چين نه يي چي سترګه سوځېده، نو هغه دئ ،همداسي په پټه خوله يي ورسره د هانګ کانګ خبره خلاصه کړه او زموږ او هغه مساله خو سره ورته والئ لري. هلته هم د انګرېزانو له خوا د هغوی پر برخليک چاړه راکښل شوي وه او پر ما هم، نو کله چي وخت يي پوره شو، بس خبره خلاصه شوه. څوک چي تلل هغه دئ چي ولاړل او چي څوک نه تلل هغه دئ پاتي شول او هانګ کانګ چين ته وروسپارل شو، نو ما ته ولي څوک خپل حق نه راکوي؟)).
بيا ورته د هانکانګ بېلګه مخي ته ږدي او ليکي:
((که خبره د ميراث د پاتي کېدو وي، نو هانګ کانګ هم دا حق درلود چي موږ ته دغه خپله خاوره د انګرېزانو له خوا په ميراث کښي راپاتي ده او موږ يي اوس ميراثخواره يو، ولي له چين سره اصلاً په دي خبره هېڅ يوياد هومره هم ونه شو، نو له ما سره ولي بيا دا ګوتي ماتوي. حال دا چي د وراثت دعوه يي زموږ حق دی، نه د دوی. دوی دي خپل حق يعني کشمير لومړی له انګرېزانو او بيا دي له هند څخه وغواړي، نو چي خپل حق له هندو او له انګرېزه غوښتئ نه شي، نو ولي دا زور يي اوس له ما وباسي که څنګه؟))
زه پور غواړم، ته نور غواړې؟
زموږ ستانه او دينپوه ليکوال دېته هېښ پاتي دئ چي پاکستان مو له خپل منځته راتګ او بيا له جهادي پېر راهيسي په کورنيو چارو کښي لاسوهنه خپل ابدي حق ګڼي. د دي پرځای چي د انګرېزي بادارانو له خواور بېله کړي ځمکه مو بيرته راپرېږدي، هغه غير قانوني استعماري کښلي بريد ليکه راباندي اوس په خپل زور قانوني کول غواړي. لکه چي ليکي:
((ډېره شرموونکي خو لا داوه چي زموږ ځينو جهادي مشرانو خو له ډېري خوشا مندۍ نه خپله خاوره د پاکستان پنځمه صوبه ګرځوله. بيا چي دا کار ورته ګران برېښېده، نو د يوه کنفدرېشن نظر يي ور وړاندي کړئ وو او حال دا چي موجوده کشمير خو د يو کنفدرېشن شکل لري. موږ چي له يوي خوا د خپل هويت پنځه زره کلنه دعوه کوو او له بلي خوا مجاهدين ځانونه بولو، نو دا زموږ ايمان وغيرت وشهامت او دا في سبيل الله او اعلاء کلمة الله مجاهده اوس د دي اجازه راکوي چي بېموجبه او وړيا پر وړيا خپله خاوره بل چا ته وروسپاري او دا خو د يو کس کار نه دئ. هر بچی د دي خاوري حق لري او نظر ته يي بايد درناوئ وشي. که څه هم د پاکستان د حکومت يوه جګپوړي چارواکي، خورشيد قصوري دا خبره په هالينډ کښي کړي وه چي که افغانستان له موږ سره د ډېورند مساله يوي خوا ته کړي، نو موږ به يي په امنيت کښي مرسته وکړو او بيا يي د اغزن تار وړانديزکړئ وو او همداسي ورته نظر مولانا صاحب فضل الرحمن هم درلود چي افغانستان بايد د ډيورنډ مساله له پاکستان سره يوي خوا ته کړي، موږ به يي هله د امنيت تضمين وکړو.
له حقوقي پلوه خو هېڅوک د چا حق بل چا ته نه شي ورکولای، دا چي مولانا صاحب يي کويړ البته له کومي مرجع به ورته يو څه په غوږ کښي څڅول شوي، که نه، نو ولي د خپلي بښتونخوا له نورو پارټيو سره ټولپوښتني يارېفرېنډم ته زړه نه ښه کوي. يو کار چي په سوله ييزه توګه کېږي،خدای دي حاجت دېته پاتي نه کړي چي په وينو تويولو ختمه شي. يوخوا وايی چي په افغانستان کښي آيين نشته او بلخوا پخپله تراوسه د يو ور تپل شوي حکومت تر انګرېزي واکمن قانون لاندي شپي او ورځي تېروي. افسوس چي زما اسلامي قانون يي قانون نه باله او خپل انګرېزي قانون ته يي هغه مهال د مشروعيت حق ورکاوه چي طالبانو د باميانو بوتان ويشتل.
لکه څنګه چي ورته تا اشاره کړې، دا به ډېره هېښنده وي چي خپل حق له خپل يو مسلمان ورور څخه نه شي غوښتلائ او نه يي درکوي او لاپه ټوله سپين سترګۍ زموږ په کورنيو چاروکي لاسوهنه کوي او خپل مسلمان ورور پر بل مسلمان ورور وژنې، نو موږ به څنګه وکړائ شو چي له يو ظالم زبرځواک څخه خپل حق (فلسطين) وغواړو؟
که دي اوسني تاوتريخوالي سوچه اسلامي بڼه لرلای، نو پوځي يا څارګري (استخباراتي) اداري خو له ډېرو مشرانو څخه څه سندونه هم اخېستئ ول، مګر هغوی پوهېدل چي دا کار کوم قانوني مشروعيت نه لري، خو بيايي هم د د خپلو راتپلو طالبانو په ملتيا زړه وار ونه کړ او له بندي ډاکټر نجيب الله څخه يي پري له وخته مخکي لاسليک اخېسته چي په نتېجه کښي هغه هم ووژل شو. والله اعلم، دا مسايل به پخپله وخت وزمان روښانه کړي. تا ته خو پته ده چي په حدودي قضاياوو کښي چي شکوک پيدا شي، نو حدود نه شي اجراء کېدای، نو زموږ په دغه ناسور زخم کښي چي دغسي شک وشبه پرته ده، نو دا اجتهادي قضاياوي او مسايل به څنګه شي؟ دلته خو بيا د سياسي اواسلامي مسايلو ټکر راغی. نو په داسي يوي پېچلي موضوع کښي به له يوي سياسي مسالي څخه ناوړه اسلامي ګټه پورته کول هم درسته نه وي. مشروعيت او نامشروعيت يي ته پرتله کړه!))
بيا يي همدا نن سبا داسلامي نړۍ ترمنځ. روان خپلمنځي اړپېچونه او کړ کيچونه مخي ته ږدي چي ورځ پر ورځ پسي زور اخلي او نوي نوي برېدونه او بعدونه راخپلوي:
((… پاکستان خپل ځانته مثلث غواړي او ايران خپل ځانته د خپلي خوښي مثلث غواړي. د پاکستان مثلث پاکستان، افغانستان او ايران رانغاړي. مرحوم ضياء الحق خو دا ارمان ګور ته يووړ او د ايران په مثلث کښي بيا خپله ايران، افغانستان او تاجکستان پراته دي. چي ښايي وروسته وروسته تر آذربايجان، عراق او نوري عربي نړۍ ته هم وروغځېږي.
که ترکيه دا خوبونه ګوري چي ځانته يو پخوانی ترکمنستان راژوندئ کړي، نو بيا خو هغوی ستاسو پرځای دوستم ته ترجيح ورکوي چي په ښکاره يي ملاتړ کوي. نو دا به بيا څنګه شي چي د يو اسلامي خلافت د بيا راژوندي کېدو په موخه دي د يو کمونيست جنرال ملاتړ وکړي؟
…که لږ ورپسي وړاندي ولاړ شو، ستا څه خيال دئ چي د سعودي عربستان او ايران ترمنځ او ورپسي همداسي نور اسلامي هېوادونه به له ايران سره د يوي اسلامي نړۍ د رامنځته کولو لپاره څومره همغږي ولري؟
له بده مرغه زموږ مذهبي اختلافات دومره ارت و بيرت دي چي په سر سر کښي يي د سلفېزم او شيعېزم غوندي د نفاق يو ډېر بد تخم يي را کښي شيندلئ دئ، نور ملي، سياسي او اقتصادي مسايل لا پرځای پرېږده!
پر وړاندي يي هلته وينو چي اروپاييان سره پرله پسي نژدي کېږي او سره ازاد تګ را تګ کوي، حال داچي ته خپلي کعبي ابراهيمي ته هم بي وېزي او بي پاسپورټه نه شي ورتللای!…)).
طالبي بنسټپالي هم ورته په علمي او شرعي دک و دليل ور ردوي او اسلامي ضد پايلي يي په سترګو کښي ور ننباسي:
((… داچي وايې، په سوات کښي به شريعت نافذوو او په ميرانشاه کښي به يي نافذوو، نو دا اسلامي شريعت ولي په مرکز کښي نه نافذېږي؟ نافذه قانون خو له مرکز څخه صادرېږي نه له سرحداتو. ټوله د خدای مځکه ده او هغه حقيقي وارث دی، نه بل څوک، نو بيا ولي دغومره لوی سماوي دين چي د ټول عالم بشريت دين دی، خپلي پولي برېدونه سره تر يوي محدودي ساحي پوري ولي منحصروې؟ ته څومره ساده فکر کوي چي ګوندي خدای يوازي په پېښور او پاکستان کښي دئ او بل چېرته نشته؟ کنه همدا مدارس خو د انګرېزانو د واکمنۍ پر وخت په سرحد، بنګال او هندوستان کښي هم وې، نو خدای مکړه چا چي په هغه وخت کښي علم کړئ نو اوس به ورته په سپکه سترګه ګورو. کله چي انګرېزان پر برتانيي هند لاسبري ول، نو د ديوبند او لکهنوو غوندي مدارس هم ول، مګر انګرېزانو هلته کومه څرګنده لاسوهنه نه کوله او که په پټه يي څه کړي وي، نو خدای ته به ښکاره وي، همداسي الازهر هم درواخله.
دا يو نړيوال پېچلئ سياست دئ چي له ځان سره سياسي، اجتماعي او اقتصادي موخي او ورسره ورسره نظامي پراختيا غوښتنه او پر نړېوالو زېرمو خېټه اچول دي، خو بده دا ده چي د داسي ناولو شومو موخو په برخه کښي ورسره زموږ ځينو ملايانو مذهب يوځای کړئ او په دي پلمه له مذهبه يوه ناروا او نامشروعه سياسي ګټه پورته کوي!
دا چي تاسو ما ته د التمش د ليکني په اړه يادونه کړې، خو زه به هم تاته د رفيق افغان د ليکني د لوستلو سپارښت وکړم چي د ١٩٩٥ کال د مارچ پر دويمه په تکبير اوونيزه ١٧ – ٢٠ مخونو کښي خپره شوي او همدارنګه زموږ د وفا د انګرېزي خپروني د ١٩٩٥ کال د اپريل مياشتي په څلورمه ګڼه کښي د طالبانو د راپورته کولو The Rise of Taliban تر سرليک لاندي خپره شوي زه به يي درته د ١٥ مخ يو پاراګراف دلته کټ مټ په هماغه انګرېزي بڼه مخي ته کښېږدم:
Rafiq Afghan has come out with detailed arguments with his own viewpoint which appeared in weekly Takbeer of March 02, 1995 (Pp. 17-20). Resume of his article is produced here-in-under:
“The America CIA is involved in raising the Taliban through the British diplomats who have good knowledge about the people of Afghanistan against whom they had fought three wars. The British diplomats selected two Maulvis of JUI (F) who had strong links across the border. Beside financial assistance they were given such vehicles which were equipped with most modern communication system. After that they were noticed on regular errands to Kandahar. For one year they struggled constantly, contacted pro-Zahir commanders of Kandahar, assuring them necessary assistance, and met regularly the Maulvis of the madrassas along the border. Then it was decided to raise the Taliban force.”
نور نو په دي مساله کښي به مولانا فضل ا لرحمان ښه پوهېږي چي هغه دوه برتانيي ديپلوماتان څوک ول او CIA ولي ورسره لېوالتيا وښووله چي دي کار ته يي راودانګل. که تاسو خپل هغه اسلامي او ايماني رسالت ترسره کړئ او دا جوته کړئ چي هغه خبري په کومو ټکو مشتملي وې؟ خير که ته نه پوهېږې، نو نوري نړۍ ته خو معلومات شته چي هغه څوک ول؟ ويل کېږي چي يو يي د هغه وخت د بهرنيو چارو د وزارت يو عالي رتبه افسر هم وو، نو ته چي ما ته دا وايي چي ته د اسلام د دښمنانو په وطن کښي درس وايې، نو بيا قراني قانون نه شي نافذولاې، نو دا پاراګراف څه وايی:
ايا د يو مجاهد په صفت ستا ايماني او اسلامي اخلاق د دي اجازه درکوي چي ته دي د يو انګرېز پر خوله راپورته شې، نو که تري منکر يې، نو دا خپرونه خو دروغ نه وايی.
زه حيران دېته يم چي يوخوا دا وايي چي انګرېز مي اسلامي عثماني خلافت راونړاوه او بلخوا يي راباندي صيهونيستي دولت راوتپه، او بيا يي هم تر قوماندي لاندي ځې، بلکي د همدوی د مالي او نظامي مرستو په ملاتړ راوزېږېدې!
دا خو بيا منافقت دی، نه اسلاميت. دا خو څه ساده او ملايي خبره نه ده. دا جنګ دئ او جنګ د ماشين غوندي اباتي واعاشې، لوژيستيکي، نظامي او طبي مرستو ته اړتيا لري او دا درته له کومه برابرېږي؟ هماغه يوه مرجع ده چي يوي لوري ته يي لاس پر لاس او بلي لوري ته يي د بل په لاس برابروي چي دا هم له امکانه لري نه برېښي چي اصل مقدار شايد طالبانو ته هم ونه رسي. همداسي نوري ډېري مسالي شته، خو ولي زموږ ننني ياران پري پټه خوله دي. که څه وايې، يارانه خرابېږي او که څه نه وايې، نو ناسور تري نور هم شړېږي!
ته چي ما ته (ولن ترضی عنک اليهود الخ) رامخته کوې، نو دا ولي له مولانا صاحب نه نه پوښتي چي کله ورسره انګرېزي ديپلوماتانو خبري کولې، نو خدای مکړه ګوندي دا ايات يي له ياده وتلئ وو او که څنګه او که خدای مکړه د بلعم بن باعوری غوندي په ابتلاء کښي واقع شوئ وو. که د دي ايات کريمه حکم هغه ته په هغه وخت کښي متوجه نه وو او که څنګه؟ ايا تا ته هم متوجه نه دئ که څنګه؟ دغه مشکوکي خبري خو ترننه همداسي لاينحله پاتي دي. خير که موږ يي پټي کړو الله به يي راښکاره کړي ځکه چي الله جل جلاله هېڅکله حق نه پټوي. دا د تاريخ جبر دئ چي د هېټلر په مقابل کښي يهود ونازول شول او يو صيهونيستي دولت يي راباندي راوتپل شو، مګر له بده مرغه زموږ د وينو په بدله کښي هغه خپل روا او مشروع حق هم څوک نه راکوي چي کله راته طالب، کله راته اغزن تار و سپوږمکۍ پلمه او مشمشه کوي، کله يوڅه او کله بل څه. د ډېري خواشينۍخبره ده چي له خپل مسلمان او همسايه ورور څخه مي خپل روا او مشروع حق نه شم غوښتلائ او چي څه وايم، نو د کفر ټاپه را باندي لګېږي، نو له انګرېز او امريکايي نه به څه ګيله وکړم؟
زه چي اوس له دئ ځايه فلسطين ته لاس وراوږدوم، نو ايا دا به ښه نه وي چي له (وانذر عشيرتک الاقربين)نه يي را شروع کړو. ډېره د افسوس وړ خبره ده چي نيکونو مي خلکو ته د عبرت او ان مسلمانۍ درس ورکړئ او خلکو ته يي د حکومتونو چلونه ورښوولي، ولي نن يي بچيان د نورو په اشاره د دنيا دا او هغه سر سره ګزوي چي دا يي هم له موږ سره يوه منافقانه عمل دئ. له خپل روا او مشروع حق نه مي محروموي. کله راته يو څه او کله راته بل څه په خوله کښي ږدي او له خپل حق نه يي د اسلام په پلمه محرومه کړئ يم. الله جل جلاله دي لږ څه سياسي شعور موږ کښي هم را پيدا کړي. زه خپلي خبري نوري د ١٩ سيپاري د سورة الفرقان په ٦٣ ايات پای ته رسوم:
وافوض امری الی الله ان الله بصير بالعباد.))
داوه، زموږ د ټولمنلي هېواد پال دينښوواند او دينپوهاند د هر اړخيزي ليکني يوه لنډه شننه چي هيله ده، د درنو اسلام مينو او پښتو مينو د لوستني جوګه شي.
په درناوي