کور / راپور / مولانافضل الرحمن: د پاکستان موجوده حکومت د خدای عذاب دی

مولانافضل الرحمن: د پاکستان موجوده حکومت د خدای عذاب دی

 

مولانا فضل الرحمن ويلي، چي د تحريک انصاف په مشرۍ حکومت ناجائز دی او د چا پلار به يې هم پرې جائز ونه مني.

نوموړي تېره ورځ په اسلام اباد کي خپلو پلويانو ته په وينا کي وويل، چي اوس ددې وخت رارسېدلی چي د ملک د ناجائز حکمرانانو سره حساب وکتاب وسي.

هغه وويل، ددې ناجائز حکومت څخه د خلاصون وخت رارسېدلی دی او ددې واکمنانو راتګ د خدای يو عذاب دی او ددې عذاب څخه د خلاصون لپاره به خپلي هلي ځلي جاري ساتي.

په پاکستان کي دا مهال د موجوده حکومت ضد د (ازادۍ مارچ) په نوم لاريونونه راپيل سوي دي او غوښتنه کوي چي د عمران خان دي استعفا ورکړي او بياځل دي انتخابات وسي.