کور / راپور / چارواکي: په هلمند کي د طالبانو ۱۵ پټنځايونه له منځه تللي دي

چارواکي: په هلمند کي د طالبانو ۱۵ پټنځايونه له منځه تللي دي

دهلمند ولايت  چارواکي وايي، چي د نهرسراج ولسوالۍ په مهاجر بازار سيمه کي دافغان ځواکونو لخوا تصفیوي عملیات پای ته رسېدلي دي او ددغه عملياتو پرمهال دوسلوالو مخالفينو ۱۵ پټنځايونه له منځه وړل سوي دي.

د هلمند ولايت امنيه قومنداني وايي، چي د عملیاتو پرمهال يې ګڼ ماينونه هم کشف او شنډ کړي چي وسلوالو پر عمومي لارو  ځاي پرځاي کړي وه.

د چارواکو په وينا، يادو عملياتو پرمهال افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته هيڅ زيان ندي رسيدلي.

خو طالبانو تر دا مهاله په دې هکله څه نه دي ويلي.