سندره

د لراوبر اداره | اگست 16th, 2008


ښه راغلاست خداي مومل شه ترکوره
شپه په خير درته غواړمه نوره
په راتلو مو خوشحاله کړو موږ ډېر
مخ ته ښه که څوک ځي په هر لوره … شپه په خير در
موږ تر وسه عزت ستاسو وه کړ
هيله دا چي وا نه ورم پيغوره … شپه په خيردر
پلار او مور کړي مننه له تاسو
تلاښ هم مخ ته ښه وايي وروره … شپه په خير در ته غواړم نوره




اړينه مي وګڼل چي يوقلم اوکاغذراواخلم اويوه سندره وليکم اوبيانوموړي سندره دانټرنيت دويبپاړي له لوري دخپل هيوادوتکړه سندرغاړوته وړاندي کړم ترڅو ودي سندري ته يوپه زړه پوري کمپوز جوړکړل شي. اړينه پدي ماناچي ماتراوسه له کوم چا او کوم محفل کي په پښتو ژبه داسي سندره نه ده اوريدلي چي دپرګرام يامحفلونو په پاي کي دي وراغلوميلمنوته وارول شي اوخپلوميلمنوته دي دي وپښتوسندري په ويلو خبر ورکړل شي چي نورددوي روان پروګرام يامحفل پاي ته ورسيد,اوبس


يادونه….. ددي هيڅ ممانعت موجود نه دئ که کوم سندرغاړی دپروګرام په پاي کي ټوله پوره سندره خپلو اوريدنکو ته اوروي اويا دا چي فقط پردوه لومړنيوبيتونو باندي اکتفاکوي.

لراوبر - د لوی افغانستان نښلوونکی

Copyright Larawbar 2007-2024