کور / راپور / د بشري حقونو کمېسون: پاکستاني استخباراتو په زرګونه کسان په پټو زندانونو کي اچولي دي

د بشري حقونو کمېسون: پاکستاني استخباراتو په زرګونه کسان په پټو زندانونو کي اچولي دي

 

د نشنل پارټۍ يو مشر ادريس خټک د نومبر پر ۱۳ نېټه  هغه وخت وتښتول سو چي له اکوړه خټکه صوابۍ ته پر لار وو.

د ښاغلي خټک موټرچلونکی وايي، چي د صوابۍ پر انټرچينج باندي ورته څلور وسلوال کسان ولاړ وه، کله دچي ددوی موټر هلته ورسېدی هغوی ورباندي حمله وکړه او ادريس خټک يې د ځان سره يووړی.

بل خوا د بشري حقونو خپلواک کمېسون وايي، چي پاکستاني استخباراتو په زرګونه کسان په پټو زندانونو کي اچولي دي او د عدالت حق نه ورکوي.

د پاکستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسون مشر مهدي حسن وايي: “قانون عملي کوونکي ادارې حق لري چي يو څوک د شک په بنياد ونیسي خو قانون وايي چي د نيول سوي کس د نيولو وجه او ځای بايد معلوم سي. په يوه هفته کي بايد عدالت ته وړاندې سي. خو امنيتي ادارې د دې کار د کولو پر ځای ځيني نيول سوي خلک په داسې ځايونو کي ساتي چيرته چي دوی شخصي بندېخانې جوړې کړې دي”.

د مهدي حسن په وېنا د ادريس خټک په شان له زرو ډېر کسان د پاکستاني امنيتي ادارو سره په قېد کي دي چي عدالت ته یې نه وړاندې کوي. د پاکستان پوځ په دې اړه په تېرو وختونو کي ويلي چي په دې اړه يو حکومتي کمېشن کار کوي او د غېب کړل سوو مسله تر ډېره حل سوې ده. خو مهدي حسن وايي چي دې کمېشن يوازې د لادرکه کړل سوو کسانو ليست خپور کړی او د نورو څه اقداماتو کولو ډاډ يې نه دی ورکړی.

پښتون ژغورني غورځنګ هم د خپلو غوښتنو په لړ کي تل ويلي،  چي د زرګونو لادرکه کسانو پته دي مالومه سي او پوځ دي د بې ګناه وژل سويو کسانو په هکله وپوښتل سي.