کور / تازه خبرونه / د ښاري خدماتو لومړنۍ شورا جوړه شوه

د ښاري خدماتو لومړنۍ شورا جوړه شوه

د کابل ښار د ښاري خدمتونو د نوي دري کلني سټراټيژۍ پر اساس په کابل ښارکي د ښاري خدمتونو لومړنۍ شورا جوړه شوه.

د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو مر ستيال وهاب الدين سادات وايي، چي ددغي شورا په اړه يي له وړاندي دڅلورمي ناحيي له خلکو سره يوه غونډه کړي او له هغوى څخه  يي غوښتي، چي په خپل منځ کي د شورا لپاره وړ غړي وټاکي.

هغه وايي، چي  په کابل ښار کي نظم راوستل يواځي د ښاروالۍ په وس پوره ندي او د ولس مرستي ته ډېره اړتيا لري!

هغه يادونه وکړه، چي دوى په هغي سټراټيژۍ کي چي د ښاري خدمتونو لپاره يي جوړه کړي د ښاري خدمتونو شوراجوړولو ته  لومړيتوب ورکړيدى.

ښاغلى سادات وايي، چي دغه شورا به په سيمه کي د ولس ستونزي  داړوندي ناحيوي ښاروالۍ په مرسته حل کوي،دناحيو په کړو وړو به نظر ساتي او د مربوطي ناحيي دبهبود لپاره به کابل ښاروالۍ ته مشوري ورکوي.

ښاغلى سادات زياتوي چي دوى له نړيوال بانک سره خبري کړي، چي شوراو ته به  يو مقدار پيسي هم ورکوي، چي په سيمه کي وړي ستونزي هواري کړاى شي.

د يوي پوښتني په ځواب کښي، چي ايا ددغو شوراوو برياليتوب تر کومه بريده د ډاډ وړ دى، ښاغلى سادات وايي:(( په دي اړه موږ فکر کړى  غواړو چي غړي يي دومره پياوړي کړو، چي  سيمي ته  په ښه ډول خدمت وکړاى شي او همداشان په شورا کي لايق اشخاص و ګومارو چي  شوراوي کاميابي کړاى شي)).
ښاغلى سادات وايي، چي د کابل ښار له دوه ويشتو ناحيو نه يي په  څلورمه ناحيه کي په نمونوي ډول کار پيل کړى، چي وروسته به دا لړۍ  د کابل ښار نورو ناحيو ته هم غځوي.