کور / راپور / لکي مروت: پښتون شاعر افګار بخاري په خپل کور کي په ډزو وژل سوی دی

لکي مروت: پښتون شاعر افګار بخاري په خپل کور کي په ډزو وژل سوی دی

د پښتونخوا د لکي مروت اوسېدونکی پښتون شاعر افګار بخاري تېره شپه نامالومه وسلوالو په خپل کور کي په ډزو وژلی دی.

د راپورنو له مخي افکار بخاري د چهارشنبې په ماښام په خپل کور کي په ډزو وژل سوی، خو لا تراوسه د هغه د مرګ انګېزه مالومه نه ده.

افکار بخاري چي اصلي نوم يې سيد ظهور عباس وو په پښتو ژبه يې ډېر شعرونه ويلي چي د پښتنو د مشهورو سندرغاړو لخوا په سندرو کي ويل سوي دي.

راپورونه وايي، چي کېدای سي د هغه وژنه مذهبي رنګ ولري، ځکه افګاربخاري شيعه مذهبه وو او په دې وروستيو کي يې دم او تعويذونه هم کول.