کور / تازه خبرونه / په فابريكه كي د اور لګېدو له امله ۱۰۷ تنه زخميان سول

په فابريكه كي د اور لګېدو له امله ۱۰۷ تنه زخميان سول


د المان په فرانكفورت ښار كي د رنګ جوړولو په يوه فابريكه كي د اور لګېدو له امله ۱۰۷ تنه ټپيان سول.
د خبرونو له مخي په كارخانه كي اور ناڅاپه ولګېدئ او ډېر ژر شاوخوا سيمو ته په داسي شدت خپور سو چي د اور ضد ګازي ډبو نسواى راقابو كولاى.
د پوليسو په وينا په زخميانو كي د كارخانې كاركوونكي او د اور وژني كاركوونكي او عام ښاريان شامل دي.
پوليس وايي كه څه هم د اور وژني ټيم په بېړه سيمي ته ورسېد او له هوا څخه الوتكو هم اوبه ورباندي پاشلې خو بيا هم د اور په مړه كېدو كي پاتي راغلل او له امله يې د فابريكې زياته برخه وسوځېده او فابريكې ته نيژدې د ريل ګاډۍ او موټرونو د تګ راتګ لاره د ټرافيك پر مخ بنده ده.