کور / خبرتیا او پيغامونه / د دانش خپرندويې ټولني ويبپاڼه پر ليکه شوه

د دانش خپرندويې ټولني ويبپاڼه پر ليکه شوه

د ملي ادب او فرهنګ مينه وال به خبر وي، چي دانش خپرندويه ټولنه له تېرو دوو لسيزو راپدېخوا له خپل هېواده لېري د خپلي ژبي او فرهنګ په چوپړ کي بوخته ده. په دي مزل کي که څه هم له ډېرو لوړو ژورو سره مخ شوي ده او ډېرو فرهنګ دښمنو يي لاره له خنډونو ډکه کړي ده؛ خو موږ د خپلي ژبي او فرهنګ ميني بيا هم له دي مزله نه يو ستړي کړي او هغه د خان بابا خبره مو مخي ته درولي ده، چي :

  بـــــــــــــــــــدرګه که محبت راسره نه واى

  يکتنها به په خونخوارو لارو تلل څوک

  تېر کال د افغاني فرهنګيانو په ټينګار او مينه زموږ يوه څانګه د “دانش مطبعې” په نامه په کابل کي هم پرانستل شوه، چي ان شاء الله زموږ د پېښور د څانګي په څېر به خپله مادي او معنوي انرژي د خپلي ژبي او فرهنګ له چوپړه نه درېغوي.

  دادى دانش خپرندويه ټولنه د خپل کمپيوټري او انټرنيټي پښت د چوپړ پر لاره يو بل ګام هم اخلي او هغوى ته د  www.DanishPress.Com ويبپاڼي په جامه کي د انټرنيټ نړيوالي کلي ته راځي.

  موږ به هڅه وکړو، چي د خپلي ويبپاڼي له لاري د خپلو کړيو کارونو او نويو چارو يو انځور تر خپلو مينه والو ورسوو، په ځانګړي ډول هغو مينه والو ته، چي له هېواده لېري دي او يواځي د انټرنيټ په هېنداره کي د خپل هېواد د فرهنګي چارو ننداري ته ناست دي.

   www.DanishPress.Com به هڅه وکړي، چي ستاسو د زړونو رښتيني اواز ته انعکاس ورکړي؛ ځکه خو له تاسو هيله کوو، چي خپله مينه له موږ ونه سپموئ!

  درنښت

  دانش خپرندويه ټولنه

  برېښليک: danish2k2000@yahoo.com

  ټليفون: ٢٥٦٤٥١٤ ٩١ ٩٣+