کور / د ډيورنډ کرښه / پاکستان يو نړيوال ناسور

پاکستان يو نړيوال ناسور

دا اوس پر نړي د روښانه کېدلو په حال کي ده چی د نړي امن له ېو داسی هېواده ګواښل کېږی چی د ترهګري قتل غارت او هذهبی جنونېت او انتهاپسندي پر اساس منځ ته راغلي دي او همدا څېزونه ددي هېواد غزا ده .
په پاکستان کښي پر مېشتو مېلتونو او ګاونډېو باندي دا ملک دمذهب پر غولونکي نعرو او شعار تپل شوي دي .
د همدي جواز پر بنسټ چی وښی پاکستان ډېر اړېن وو او دي ، ددي ملک فوجی او استخباراتي کړي تل لومړني خپل رقېب هېوادونه او ترېوه برېد غېر مسلم هېوادونه دجهاد په ټکي ګواښی خپل لاسپوڅی ور استوي او داور لمبي په کښي تازه کوي .
په سافټ مشن کښي ېي د تبلېغ او دعوت په نامه شبکي په کار اچولي دي چی دېوي اندازی تر مخه دا وخت دنړي په هر هېواد کښي شتون لري لدي لاري دوی د پاکستان وفاداره په نورو هېوادونو کښي زېږوي او هم جاسوسی معلومات لاس ته راوړي .


اوس اصل مسله داده چی علاج ېي څه دي . افغانستان ددي حق او اولېت لري چی په نړېواله کچه دا ضمېنه برابره کړي چی دا هېواد بېرته پر خپلو اصلي او قدرتي قدرونو تقسېم کړي او نوي پاکستان که بېا چا غوښتو پر غېر مذهبي او غېر تبقاتي بنسټ دي تشکېل کړي که نه دلته مېشت قومونه خپل تارېخ شناخت او سرنوشت لري هغوي چی کله له دي فوجی جبر نه نجات پېدا کړي حتما خپل اصل او اصلېت ته رجوع کوي .


چی پښتانه به بېرته خپل اصلي او تارېخی هېواد افغانستان ته شاملېږی .
د پاکستان نظرېاتی وجود له نظرېاتي تقسېم سره مخامخ کېدۍ شي چی که دنړي اوسني ستر قدرتونه وغواړي او ددي ناسور ګاونډېان هند او افغانستان په اعتماد کښي واخلي .


دلته ېواځی دطالب او القاعده شتون خطر ندي بلکه دا خو د اي اېس آي له ډېرو نورو جاسوسي او عسکري سازمانونو نه دوه سازمانه دي اصل مسله او ناسور پخپله اي اېس آي او د پاکستان فوج دي . او دا ناممکنه ده چي د اوسني نړېوال سېاست او فشار ندي په دي ادارو کښی د نړېوالو په غوښتنه اصلاحات راشي .
نو دوخت له ضېاع پرته باېد دا اېداري په نښه شي او دنړي امنېت تامېن شي . لدي سره به ددي ځاي ملېتونو ته دا چانس په لاس ورشي چی خپله ازادي او خود ارادېت د کوم فوجي او مذهبي جبر نه پرته ترلاسه کړي .