کور / تازه خبرونه / خوست : د ځانمرګي بريد مرګ ژوبله ۳۶ تنو ته ورسيده

خوست : د ځانمرګي بريد مرګ ژوبله ۳۶ تنو ته ورسيده

په خوست كې د ايساف ځواكونو پر نظامي اډه ځانمرګي بريد كې لږ تر لږه ۳۶ كسانو ته مرګ ژوبله واوښته


دغه ځانمرګى بريد چې د موټر پواسطه تر شو بهرنيو ځواكونو ته يې مرګ ژوبله نه ده اوړلې.


په جنوب ختيز زون كې د ايساف ځواكونو د رسنيو دفتر وايي چې په دې بريد كې لس تنه وژل شوي او درويشت تنه نور ژوبل دي چې ټول ملكي وكړي دي، خو د خوست ولايت ملكي روغتون ته د دريارلس تنو جسدونه د كورنۍ غړو ته د سپارنې په موخه راوړل شوي ول.


په دې بريد كې ډيره مرګ ژوبله هغه كارګرانو ته اوښتي چې د نظامي مركز په دننه كې عادي دندې لرلې.


دغه ځانمرګى بريد نن سهار د اوو بجو په شاوخوا كې د خوست ښار په جنوب ختيځه سيمه كې د ايساف ځواكونو پر نظامي اډه تر سره شو.


بريد كوونكى چې په يوه سراچه موټر كې ناست وو موټر ته يې د نظامي مركز په لومړۍ دروازه كې انفجار وركړ چې په ترڅ كې يې لږترلږه ۱۳ تنه ووژل ۲۳ تنه نور يې ټپيان كړل چې ټول ملكي وګړي دي. 


كه څه هم ايساف ځواكونه وايي چې په پيښه كې لس تنه وژل شوي خو د خوست ملكي روغتون ته د ديارلس تنو جسدونه راوړل شوي ول چې د كورنۍ غړو ته يې وسپارل شول.


د پيښه په سيمه كې يو بل موټر چې له چاديدونكو توكو ډك وو له پيژندنې وروسته د خارجي ځواكونو د ډزو له امله و چاوديده خو چاته پكې مرګ ژوبله وانه وړيده، د عيني شاهدان په وينا په موټر كې ناست كس په تيښته بريالى شو دى. 


د سيلرنو په نوم دغه نظامي اډه  كې لسګونه افغان ملكي وګړي د عادي كارګرانو په توګه په دنده بوخت دي چې هره ورځ له همدې دروازې څخه د كار ځاى ته داخليږي


د طالبانو يو تن وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته د بريد پړه په غاړه اخيستي او ادعا يې كړه چې ۱۵ بهرنيو سرتيرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.


څو مياشتې وړاندې د همدې دروازې په خوله كې ځانمرګي بريد ګڼ شميرافغان ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې وه