video " />   video " />   video " />   video " /> مشرف له جمهوري ماڼۍ سره خداى پاماني وكړه    – لراوبر ویب پاڼه
کور / تازه خبرونه / مشرف له جمهوري ماڼۍ سره خداى پاماني وكړه  Fotos  video

مشرف له جمهوري ماڼۍ سره خداى پاماني وكړه  Fotos  video

د پاكستان جمهور رئيس پروېز مشرف د
استعفا تر اعلان وروسته د جمهوري رياست له ماڼۍ سره خداى پاماني وكړه.
له ماڼۍ
څخه تر وتلو مخكي نوموړي د وسله وال پوځ له اعلى قومندان جنرال اشفاق پروېز كياني،
د هوايي ځواك له قومندان تنويرمحمود احمد او ګڼ شمېر نورو مهمو پوځي او ملكي
افسرانو سره وروستۍ ليدنه وكړه.
تر جمهور رئيس پروېز مشرف وروسته د پاكستان د
سنا مجلس مشر محمدمياه سومرو د موقت جمهور رئيس په توګه كار پيل كړ.
جنرال مشرف
د ۱۹۹۹ كال د اكټوبر پر ۱۲ –مه نېټه د هغه وخت د صدراعظم محمدنواز شريف حكومت د يوې
كودتا په ترڅ كي له منځه يووړ او ځان يې د پاكستان د جمهور رئيس په توګه اعلان كړ،
چي نن د ۲۰۰۸ كال د اګست پر ۱۸ – مه يې استعفا وكړه.
ښاغلي مشرف په پاكستان كي د
جنوري د اتلسمي نېټې تر پارلماني انتخاباتو وروسته له سياسي صحنې څخه تر ډېره حده
ګوښه سوى و.
جمهور رئيس پروېز مشرف يوه اونۍ مخكي وروسته له هغه
د ميډيا خولې ته ولوېد چي د پاكستان د پارلماني حكومت د حاكمو ګوندنو ايتلاف يې د
رياست سرنوشت له پارلمان سره وتاړه.
د حاكمو ګوندنو مشرانو په يوه خوله پرېكړه
وكړه چي ښاغلى مشرف دي د استيضاح دپاره پارلمان ته وغوښتل سي. د دغي پرېكړي په
لومړيو ورځو كي كه څه هم مشرف هڅه وكړه، په يوه او بله بانه ځان له استيضاح څخه
خلاص كړي خو ونه توانېدئ.
داسي ويل كېږي چي د پاكستان حاكم ګوندونه د سعودي د
حكومت په منځګړتوب د مشرف له استيضاح څخه تېر سول او نوموړي ته يې سعودي عربستان د
غوښتني له مخي د استعفا لاره پرېښودله.
سره له دې چي جنرال مشرف تر نن سهار پوري
لا د استعفا آوازې په كلكه ردولې خو بالآخره يې نن د پاكستان ملت ته په خپله وروستۍ
ټلوېزوني وينا كي استعفا اعلان كړه او د خپل حكومت پر وخت د ځينو برياليتوبونو
يادونه وكړه.
ښاغلي مشرف وويل چي په اته كلن حكومت كي يې د هيواد په سياسي او
ټولنيزه برخه كي داسي استحكام راوستلى چي له امله يې پاكستان په نړۍ كي د يوه
پرمختللي او عزتمن هيواد په توګه وپېژندل سو. نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ كي وويل چي
نن ورځ ډېر خوشحاله دئ چي د خپل ځان په باب دونه مهمه پرېكړه كوي، هغه زياته كړه چي
ده په داسي يوه بحراني حالت كي واك ترلاسه كړى و، چي پاكستان په نړۍ كي د يوه ناكام
هيواد په توګه پېژندل كېدئ، خو دى يوازي په دې فكر كي و چي څنګه خپل هيواد ته نجات
وركړي.
جنرال مشرف وويل دى په دې باور و چي كه حركت وكړي خداى قوت وركوي او په
دې اتو سرو كلونو كي يې خپل هيواد له بېلابېلو چلينجونو څخه روغ ايستلى دئ.

جنرال مشرف د ۲۰۰۱ كال په پيل كي له هند سره احتمالي جګړه، د سپټمبر تر يوولسمي
وروسته د ټروريزم ضد جنګ ته ورداخلېدل او په هيواد كي يې د ۲۰۰۵ كال سخته زلزله د
هغو ملا ماتوونكو چلينجونو په توګه ياده كړل، چي په وينا يې په برياليتوب سره يې
پاكستان ځني و ايستئ.
جنرال مشرف په پاى كي د خداى شكر ادا كړ چي خپله دنده يې
په برياليتوب او سرلوړي ترسره كړې او په دې ټولو چارو كي يې خاص د پاكستان ملي ګټي
په نظر كي نيولي دي، نوموړي زياته كړه چي دى خپل سرنوشت د پاكستان ملت ته سپاري چي
هغوى يې په اړه څه فيصله كوي .