د خواخوږۍ نه مو مننه

د لراوبر اداره | اگست 18th, 2008



څـومره لـږ دی، څـومـره خـوږ دی، څـومـره ګـران


لــکـه سـتـــوری د ســـحـــر، ژونــد د انـــســـان



د جولايي په مياشت کې مې د مساپر ورور له مړينې خبره شوم. د يوه داسې بد او غمجن خبر اورېدل او زغمل ډېر ګران کار دی. خو د خپلوانو او دوستانو خواخوږي مې د زړه غم راته لږ سپک کړ. زه د ټولو خپلوانو، دوستانو، قلمي همکارانو، شاعرانو، ليکوالانو او هنرپالو نه په ډېر درنښت مننه کوم چې زما سره يې غمشريکې وکړه او خپله خواخوږي يې د برېښليکونو، ټيليفونونو او وېبپاڼو له لارې تر ما راورسول.



يو ځل بيا دې د ټولو کور ودان وي



په درناوی

Copyright Larawbar 2007-2024