کور / راپور / خيبرپښتونخوا: ترافيکي پېښه کي ۱۰ کسان مړه سوي او ګڼ نور ژوبل دي

خيبرپښتونخوا: ترافيکي پېښه کي ۱۰ کسان مړه سوي او ګڼ نور ژوبل دي

د خيبر پښتونخوا په ملکنډ سيمه کي دوې ترافيکي پېښي سوي، چي په کي اوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او درې پنځوس نور ژوبل دی.

راپورونه وايي، چي د ملکنډ په پلۍ سيمه کي يو سوزوکی موټر د تېز رفتار له امله يوې کندي ته لوېدلی چي پکي د يوې کورنۍ اووه کسان مړه سوي او ديارلس نور ژوبل دي.

بل خوا په همدې سيمه کي شل دقېقې وروسته يو بل ګاډی هم کندي ته لوېدلی ، چي درې کسان پکي مړه سوي او دوه ويشت نور ژوبل سوي دي.

ژوبل کسان نژدې روغتون ته لېږل سوي، چي ځيني يې خطرناک ټپونه هم لري.

مسؤولين وايي، چي دواړي پېښي د موټر چلونکو د بې احتياطۍ له کبله رامنځ ته سوي دي.