کور / راپور / د بشري حقونو فعاله جليله حيدر پاکستاني رياست نيولې ده

د بشري حقونو فعاله جليله حيدر پاکستاني رياست نيولې ده

د بشري حقونو فعاله او سياسي مبارزه جليله حيدر په لاهور کي د پاکستاني استخباراتو لخوا نيول سوې ده.

جليله حیدر د کوټي اوسېدونکې ده او دا مهال په سياسي فعاليتونو او د بشري حقونو په مبارزه بوخته ده.

آغلې حيدر وايي، په يو کنفرانس کي د ګډون لپاره لندن ته روانه وه، چي په لاهور کي چارواکو راوګرځول او ددې د سفر مخه يې ونيول.

دا وايي، چي چارواکو راته وويل: “نوم دې د ریاست ضد فعالیتونو له کبله د سفري بندیزونو په نوملړ (اې سي ایل) کې اچول سوی دی او ته نه سې کولای چي د ملک بهر ولاړه سې”.

پاکستاني رياست په دې وروستيو کي د بشري حقونو ګڼ فعالان نيولي دي او نړيوالي ټولني د پاکستان پر حکومت ږغ کړی چي د بشري حقونو پرضد دي له سرغړونو لاس واخلي.