کور / سياسي / پاکستان د ستونزو یوه اوږده سلسله لري

پاکستان د ستونزو یوه اوږده سلسله لري

ليکنه: سید عبیدالله نادر

پاکستان د ستونزو یوه اوږده سلسله لري :احمد رشید

د پاکستان تکړه ژور نالیست احمد رشید په خپل کتاب کې پاکستان د ګړنک تر غاړه چې د نوم نه یې ډیری خبری واضح کیږي ،او د پاکستان ملکي حکومت او اسخباراتی یا پوځي حکومت ته هم ټکان ورکوي ،په دوهم څپرکی پاکستان په بحران کې په ۳۸ پاڼه کې لیکي :پاکستان د ستونزو يوه اوږده سلسله لري ،چې په ځینو کې یې مستقیمأ پوځ داخل دی ،دوی له افغانی طالبانو سره ځپلي پټي مرستي یا کاملا نه مني ،یا یې پټي ساتي او په دي ډول نه غواړي له طالبانو سره خپلي مرستي بندي کړي ،

دوي نه غواړي په سیمه کې ، له هنوستان سره یو جوړ جاړي ته ورسیږي ، د پاکستان حکومت ضد طالبانو شمیر او ګواښونه ورځ تر بلي زیاتیږي ، پوځ نه غواړي د سیاسي حل له لارې ،د جلاغوښتونکو غوښتنو ته ځواب ووايي ،او د ملکي حکومت د هغي د تګ لارې مخالفت کوي ،چې غواړي د بلوچستان د مخالیفینو سره ،پرې یوې حل لارې ته ورسیږي ،د پوځ په لوړ پورو چارواکو کې ، افراطیت او د پاکستان د هستوي وسلو سالمیت او ساتني په اړه ،ورځ تر بلي د نړۍ والو اندیښنې مخ پر زیاتیدو دي .

د پاکستان د پوځ مشر تابه ویریږي ،چې په پوځ کې د آمریکا ضد روحیه ورځ تر بلي لوړیږي ،بل خوا د مذهبی افراطیت روحیه هم ورځ تر بلي مخ پرغښتلي کیدو ده ،

بل لور ته ملکي حکومت او سیاسي ګوندونه ،د لږه کیو ډلو په وړاندی د نه زغم او درېدأ فعالیتونه ردوی ، په داسي حال کې چې د دغو لږه کیو ډلو پر وړاندی اقدام دواړه ډلي کولای شي ،هم مسلمانان او هم غیر مسلمانان ،دا ټول څه داسي مهال کیږي ،چې پوځ خلکو ته په خدمت کولو هیڅ ځان مسوول نه بولي ،خو په لویو اداري فسادونو ،او کړکیچونو کې همدوي لاس لري ،پوځ سر تمبه کار کوي .او دا کار یې په هیواد کې اقتصادي نا انډولتیا ته لاره هواروي ،همدا ډول پوځ یوه بله تیر وتنه هم لري ، او هغه دا چې د اداري اصلاحاتو په برخه کې ، د نړۍ والو سپارښتونو ، نیوکو او مشورو ته غوږ نه ږدي ، د بریښنا بحران چې د تولید مخه ډب کوي ،تر دي حده رسیدلی دی ،چې په څلورویشتو ساعتونو کې ۱۸ ساعته بریښنا نه وي ،پوځ تر اوسه هم د کراچۍ د هغو خونړیو بریدونو پای ته رسیدو تابیا نده کړې ، چې د ژبنیو او قومی تاو تریخوالیو له امله په کې هره میاشت لسګونه کسان وژل کیږي .

پاکستان په یوه دپلوماتیکه انزوا اخته شوی ، له چین څخه پرته د نړۍ نورو ټولو هیوادونو سره د پاکستان دپلوماتیکي اړیکي ،ورځ تر بلي خرابیږي ،په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱کلنو کې په پنجاب کې ویجاړونکو سیلابونو او ډینګي ناروغي سخت زیانونه واړول او چایی هم مخنیوی ونه کولای شوای ،اَن لا په دي برخه کې ،د حکومت نه هڅي د پاکستان د حکومت په ناکامۍ هم توجیه کیدای شي ،

پاکستانیان په خپلو زړونو کې د دي بد تر ویره هم لري ، نړۍ واله انزوا ،انارشي ، خپل مینځي جګړې ، او د اسلام پالو په واسطه کودتا ، لکه څنګه چې ما په خپل تیر کتاب کې ترې یادونه کړې ، د آمریکا او پاکستان اړیکي د سپتمبر د یولسمی څخه راپدې خوا کړکیچنې شوي دي ، په پاکستان کې د طالبانو یووژونکي ډلکۍ رابرسیره شوه ، سره له دي چې کار پوهانو یې د مخنیوي له پاره ،پوځ ته ډیري سپارښتنې وکړي ،خو پوځ پرې له سره غوږ هم ونه ګراوه ، اوس په دي هم پوهیدل په کار دي ،چې ولې پاکستان سیاسي او پوځي مشرانو په خپله اوسنۍ تګ لارې ډیر ټینګار وکړ ،دلته د پاکستان په ځینو کمزوریو او غښتلتیا پوهیدل په کار دي