کور / علمي / څنګه د نورو ذهنونه په اسانۍ سره ولولو؟

څنګه د نورو ذهنونه په اسانۍ سره ولولو؟

ژباړه: عزت الله ذکي

د خلکو د آذهانو لوستلو لپاره بېلابېلي لاري چاري او لارښووني شتون لري، چي په همدې موخه کارول کېدای شي؛ دا لارښووني به ددې لپاره ډېري ګټوري وي، ترڅو تاسو د نورو د آذهانو لوستلو ترشا په پټ حقیقت وپوهېږئ.

روغتيايي څېړونکي وايي، ښايي زياتره وخت ددې سره مخامخ شوي ياست، چي نور کسان ستاسو ذهن نه شي لوستلای، نو له همدې امله له تاسو غوښتنه کوي، چي موضوع بيا ورته تکرار کړئ.

هغه خلک چي دا ډول غوښتنه کوي، په دې نه پوهېږي، چي دوی ستاسو ذهن لوستلای شي؛ خو دوی دا په متناسب ډول ترسره کوي، لکه څنګه چي واقعيت دادی، چي ډېری خلک کولای شي د ځانګړي ذهنیت، وخت، تمرکز، او ځانګړو مهارتونو سره د خلکو د ذهنونو لوستل زده کړي.

ذهن لوستل هغه څه نه دي، چي یوازي آرواپوهان یې کولای شي؛ که څه هم آرواپوهان ددې کار ماهرين بلل کيږي، خو عام خلک هم کولای شي دا کار زده کړي.

مخکي تر دې، چي تاسو ته څرګنده کړو، چي څنګه په آسانۍ سره د نورو خلکو ذهنونه ولولو؟ آړتیا لرئ، پوه شئ، چي د نورو کسانو د آذهانو لوستلو لپاره د شالید معلومات مهم او آړین دي.

کله چي تاسو په دې برخه کي شامله ساینسي او ​​رواني پوهه درک کړئ، وبه مومئ، چي ددې کار زده کړه به د هغه چا لپاره خورا آسانه وي؛ څوک چي دغه ټاکل شوي نوي لاري_چاري زده کړي.

په طبیعي ډول د خلکو ذهنونه ولولئ:

ممکن له ځانه وپوښتئ، چي ولي څوک د نورو خلکو د آذهانو لوستل زده کول غواړي؟ ددې پوښتني ځواب خورا ساده دی او معمولاً هرڅوک ددې کار ترسره کولو وړتیا لري؛ که څه هم په دې آړه زموږ زياتره آنګېرني غلطي دي، خو دا په دې معنی نه دي، چي زموږ د ذهن لوستني پروسه ناکامه ده.

کولای شو په ډېر ساده او آسانه ډول د نورو کسانو آفکار او احساسات آنځور کړو، هغه چي موږ ورسره آړیکه لرو؛ زياتره وختونه د نورو په مقابل کي زموږ عکس العملونه پرهغه څه باندي تمرکز کوي، چي فکر کوو دوی به یې پرځای د دوی پرهغه څه باندي تمرکز وکړي، چي دوی یې موږ ته وايي.

موږ ډېری وختونه ددې کسانو د مخ څرګندونو او ژبي ته ګورو، نو په سمه توګه دا آټکل کوو، چي دوی خپګان، ناروغه، خوښ او که ناهيلي دي؛ اوس فکر وکړئ، څوک ښه لوبغاړی دی او کولای شي خپل احساسات پټ کړي؟ سخته خو داده، چي څنګه کولای شو، د لید او احساساتي نښو پرته د یو شخص ذهن ولولو؟

د ذهن لوستلو لپاره آړین مهارتونه:

حقیقت دادی، آړتیا نه لرئ، د خلکو د آذهانو لوستلو لپاره زيات مهارتونه ولرئ؛ ټول هغه څه چي تاسو يې ددې لپاره آړتیا لرئ، د زده کړي لپاره هڅونه او د خلکو د شرایطو پوهېدو لپاره لېوالتیا او غوښتنه ده.

په ښکاره ډول مخکي تر دې، چې دا مهارت زده کړئ، آړتیا لرئ یو څه تمرین هم وکړئ. خو آړتیا نه لرئ، چي ځانګړي مهارتونه یا عجیبي جامې ولرئ. يوازي باید ښه وړتیا ولرئ، ترڅو خپل ذهن له ټولو خنډونو څخه پاک کړئ.

په ځینو خلکو کي ددې مهارت وده کول به ډېر وخت ونیسي، نو ددې مهارت ترلاسه کولو لپاره بايد دا کسان د خپل کاري تمرکز ترلاسه کولو لپاره په «یوګا» ورزش ټولګیو کي برخه واخلي. دا نه یوازي هغوی سره مرسته کوي، چي پرخپل ذهن او انرژۍ تمرکز وکړي؛ بلکي ښه انعطاف هم ورکوي.

د پیل کوونکو لپاره لارښووني:

که تاسو د نورو د آذهانو لوستل خوښوئ، نو ددې لپاره لاندينۍ بنسټيزي او مهي لارښووني وڅارئ، کومي چي د وتلو آرواپوهانو لخوا وړاندي شوي دي.

آرواپوهان وايي، که د پسرلي د ښکلاګانو، خوښيو، تفریح ​​او نندارې په مشتريانو کي زياتره وتلي بډایه آشخاص شامل وي، خو تاسو دا لارښووني د خپلي اقتصادي کورنۍ او ملګرو سره تمرین کړئ. ښايي ددغه ورزش وروسته ګړندۍ پایلي مثبتي وګورئ، ولي دا به وخت نیسي.

روح مو خلاصه کړئ:

له ټولو ګډوډو فکرونو او فشارونو څخه د خپل ذهن پر پاکولو سربېره آړتیا لرئ، خپله انرژي د شاوخوا خلکو او احتمالاتو په وړاندي پرانيزئ.

د هیڅ په آړه فکر مه کوئ او په حال زمانه کي واوسېږئ؛ ددې ترڅنګ ذهن او روح مو باید د شاوخوا کسانو څخه په ترلاسه شوي انرژي کي ډوب وي.

ددې لپاره «یوګا» تمرین عالي روزنیز میتود او ورزش وړاندیز شوی، چي په کور دننه يې هم تمرین کول خورا آسانه دي؛ په ځانګړي ډول هغه وخت چي ډاډ ترلاسه کړئ، هیڅوک مو په اطاق کي نه وي او کله چي وغواړئ، پر خپل فکر او انرژي باندي تمرکز وکړئ.

کتل يا نه کتل:

که نور څه نه وي، یو شېبه تاسو ته نږدې ناست کس ته وګورئ او د هغه له مخ، ورېښتانو، سترګو، اشارو، ژبي او نورو توضیحاتو یو آنځور واخلئ.

ددې لپاره آړتیا ده، بشپړه ذهني برابري ولرئ، څو د ټولني په آشخاصو کي هغه نښي_نښانې له نورو جلا کړي، چي ورسره تړاو نه لري.

وروسته هغه آشخاص، چي ستاسو په مقابل کي ناست وي او تکیه يې وهلې وي؛ غوره ده، دا ډول کسانو ته ځانګړي کاته وشي، چي په دې سره کولای شئ، د خپل شاوخوا کسانو انرژي احساس کړئ.

پر شخص تمرکز وکړئ:

د خبرو_آترو پرمهال يوازي د مقابل فرد پر حرکاتو او احساساتو تمرکز وکړئ او د ۸ ثانیو لپاره مخامخ د مقابل شخص سترګو ته ګورئ. هڅه وکړئ، د اوږدې مودې لپاره بلي خوا ته د سترګو نظر وانه ړوئ؛ که نه نو له مقابل لوري ترلاسه شوې انرژي به مو ګډوډه شي او نه به هم مقابل آړخ د هوسایني احساس وکړي.

د مذاکرې پرمهال تر ۱۵ ثانیو وروسته بل خوا وګورئ او خپل ذهن کي د مقابل طرف د څېرې او سترګو آنځور نقاشي کړئ.

اوس مو خپله خوښه ده، که د مقابل فرد په آفکارو او احساساتو خپل ذهن او روح ډکوئ، باید ترټولو لومړی د ذهن لوستلو پروسه په سمه توګه پیل کړئ.

خبري_آتري پیل کړئ:

آرواپوهان وايي، تاسو کولای شئ د یو شخص آفکار او احساسات تر ډېره بریده د خبرو کولو په وخت کي ومومئ او هغه سره د خپلي خوښي خبري موضوع غوره کړئ.

د بېلګي په ډول له دوی څخه د خپل کار يا ژوند په آړه وپوښتئ. ياهم هغه فکرونه، چي ستاسو ذهن ته راځي، ښايي دقیقاً هغه فکرونه وي، چي د بل چا ذهن ته هم راځي؛ يا راغلي وي او مقابل فرد ته هم عادي وي.

کولای شئ سمدلاسه هغه څه ووایاست، چي تاسو يې فکر کوئ؛ چي مقابل طرف یې په آړه فکر کوي. که ښه او دوامداره حافظه ولرئ، دا آفکار زېرمه کولای هم شئ، ترڅو وروسته د مقابل فرد د آفکارو آړوند خپل ټول احساسات راټول کړئ.

د هر هغه فکر درناوی او ښه راغلاست کلیدي دی، چي په دې مرحله کي ستاسو ذهن ته راځي. حتی که دا فکرونه تیاره او ځورونکي وي، بیاهم ذهن ته د ننوتلو اجازه ورکړئ.

ددې لپاره آړتیا لرئ، خپل ذهن هر ډول امکاناتو ته خلاص وساتئ او ښايي مخکي تر دې، چي مقابل فرد خوابدی شي او د هغه خبرو ته کومه مشوره او وړاندیز هم ونه لرئ؛ نو په ياد ولرئ، چي دا شېبه مو مقابل آړخ ته سخته ځورونکې ده؛ خو غوره ده، چي د یو لړ شرایطو په آړه پوه شئ؛ څو وکولای شئ، د مقابل فرد سره لازمه او آړینه مرسته وکړئ.

د ذهن لوستلو لارښووني او چلونه:

پر دې سربېره ځيني نور چلونه او تکتیکونه شتون لري، چي په خپله ګټه يې کارولای شئ؛ خو کله چي د نورو د آفکارو او احساساتو په تمرکز کولو کي خپله وړتیا لوړه کړئ، کولای شئ، موجوده تکتیکونه وکاروئ او د مقابل کس د ذهني آنګېزو روښانه آنځور ترلاسه کړئ، چي د مقابل شخص په ذهن کي څه تېرېږي او دا مو د بریاليتوب چانس هم ډېروي.

احساساتي استخبارات:

که هغه څوک پیژنئ، چي ورسره خبري کوئ، کولای شئ پوښتنه وکړئ، خو که هغوی ورته احساس وکړي؛ باید په دې لاره کي صبر وکړئ، ځکه ډېری کسان د خپلو احساساتو د وړاندي کولو او څرګندولو ښه وړتيا نه لري. دوی ممکن د قهر احساس وکړي، په ځانګړي ډول هغه مهال، چي کله دوی تر واقعي فشار لاندي او آندېښمن وي.

کله چي مقابل طرف چمتو وي، یوې بلي موضوع ته ولاړ شي، ښايي د اضطراب او خپګان احساس وکړي؛ خو که هغه څوک چي ورسره خبري کوئ موافقه وکړئ، نو له مقابل طرف څخه دا هم پوښتلای شئ، چي ولي؟

په نهایت کي کولای شئ ددغو احساساتو د زیاتوالي یا کموالي لپاره د راتلونکي کار په موخه وړاندیزونه وکړئ؛ چي دا د دماغ لوستلو په نسبت د انساني ذهن لوستلو په څېر ډېر څه دي او د طبیعي مهارتونو د پراختيا لپاره له حتمي کليدي لارو ګڼل کيږي.

د اورېدلو مهارتونو وده:

آیا پوهېږئ کوم مهارتونه د خلکو لپاره غوره دي؟ آيا څوک چي له نورو سره ښې آړیکي لري؟ هو! سم آټکل مو وکړ؛ دا خلک ښه اورېدونکي دي. ددې ترڅنګ کوم کسان چي په متوسط ډول خبري کوي، هغوی سره اوسئ؛ ولي یوازي د دوی ځوابونو ته هم غوږ مه نیسئ.

که مقابل لوری په ​​سمه توګه واورئ، نو د خبرو_آترو په جریان کي به وکولای شئ په هغه څه پوه شئ، چي په آساس يې باید هغو ټکو ته هم پاملرنه وکړئ، چي بل کس یې بیانول نه خوښوي.

که څوک ښه ورځ ونه لري، نو ددې لپاره به هغه سره دلیل وجود ولري؛ دغه راز يوازي د پام وړ آورېدل درسره ددې دلایلو په موندلو کي مرسته کوي. د بریا لپاره آړتیا لرئ، د هغه څه په آړه ډېر څه واورئ، چي مقابل فرد یې وايي او هڅه وکړئ، د خلکو احساساتو ته غوږ ونیسئ.

د مقابل آړخ احساسات نادیده مه نیسئ:

هغه استنباط، چي وايي: «نن ورځ خلک يوبل سره خواخوږي نه شي کولای.» دا ثابتوي، چي خلک خپله دا شرایط ځان ته غوره کوي.

موږ زیاتره آوقات خپل احساسات مطرح کوو او د بلي ډلي احساسات له پامه غورځوو، خو ددې پرځای، چي د خپل ملګري یاهم د شپې ډوډۍ خوړلو آړوند فکر وکړئ، خپلو احساساتو ته وخت ورکړئ او په اړه يې فکر وکړئ.

د رواني موندنو په آساس، که يو څوک هرڅومره خپلو احساساتو ته ځواب وایي، هغومره ددې قابل دی، چي د نورو احساساتو او افکارو ته ځواب ووایي.

پایله:

ذهن لوستل هغه څه دي، چي ځيني کسان یې کولای شي، خو د ځانګړي خلکو د ذهنونو لوستل نه. ښايي د مطلب په پیل کي مو بشپړ بریالیتوب نه وي ترلاسه کړئ، خو په تمرین او تکرار سره به تاسو هم ددې آهل او وړ شئ، چي پرمختګ وکړئ.

هیڅکله له خلکو څخه د ناوړي ګټي پورته کولو لپاره خپله وړتیا کار نه کړئ. که تاسو وړ یاست، چي د دوی احساسات ښه وپېژنئ، نو کولای شئ دا په مثبت ډول وکاروئ او يوازي د خلکو سره د مرستي لپاره خپله وړتیا وکاروئ؛ هغه خلک چي د نورو ذهن لوستلای شي؛ ښايي ښه دوستان هم واوسي.

درنښت

۱۳۹۸/عقرب/۹مه

پای