غزل

د لراوبر اداره | اگست 24th, 2008


ماباندي درانه دى اودرانه ښه دى
زړه كي مي پراته دى اوپراته ښه دي
ستانوي غمونه او زاړه   زاړه
ټول راسره شته دى داسي شته ښه دي
سم مي ليوني كړي سم مي وسيزي
ستاپه چپوچپو  راكاته    ښه دي
ته كه راسه نه يي غم دي شته  كنه
ماته ښكاري داسي لكه ته ښه دي
زه سيلاب  به بياګودركي كيمه
ستاپه مازيګركي راواته ښه دي

Copyright Larawbar 2007-2024