سراب

Aziz Rahman Hazim | مارچ 7th, 2020


ژباړه:  جماالدين ناصر

د اټريشن جنګ(War of attrition) يو داسي جنګ له ويل كېږي په کوم کي چې مخالف په ستړيا او ستومانه کولو مجبوريږي. بيا د هغه د حوصلے د ازموينې دپارہ هغه له د مذاکراتو پيشکش/ دعوت ورکول کيږي. په مذاکرتو کي په وړو وړو خبرو اوږدې اوږدې ناستې او غونډي کيږي. يوہ يوہ   مسله کله په مجموعو کي او کله بيا جلا جلا ورته کتل کيږي. د دغو د حل دپارہ د مختلفو لارو چارو اظهار کيږى. بيا د دغو لارو چارو استعمال بې ګټې بلل كېږي او لاس ځيني اخيستل کيږى، بيا دوبارہ غور باندي کيږي او ترميم پکښې کيږي.  کله چي په دغو د عمل کولو وخت راځي د يو بهانے د جوړولو سرہ سم مذاکرات معطل کيږي. بيا تر يو اوږدې مودې پوري ټول شيان هيريږي او په دې دوران کي مخالف مکمل نظرانداز کيږي او زياترہ ملنډې ورباندي وهل کيږي. خورا غورہ ګرومجن او سرګردان کيږي او بيا د مذاکراتو پيشکش ورته کيږي. بيا بيا د مذاکراتو په نويو بڼو غور کيږي او په مابين کي پريشول کيږي.
د مخالفانو د پلويانو، ملاتړو او سخت دريځو په پيسو اخيستل او يا وژل په دې دوران کي روان وي.
دا لاري چاري(طريقه کار) هميشه رياستونه/دولتونه کوي، ګوريلا ډلي تل په دې کي تاواني کيږي، د خاورو سرہ خمير کيږي، ملګري يې مړه کيږي، ځيني جلا کيږي او پلويان يې نااميده (مايوسه) کيږي. خلک د دوى څخه تنګيږي ځکه چي په خلکو قصداً او په غلطي کي بريدونه(حملې) کيږي.
دا کامياب ترينه تګلاري د 70 کالو څخه اسرائيل او هندوستان په خپلو نيول شوو سيمو کي او د مخالفانو دپاره خپلي کړي دي او اوس دغه تګلاري امريکا په افغانستان کي خپلوي.
د چين تر ګوادرہ لاسرسى (رسيدګي) درول، سي پېک (CPEC, China Pakistan Economic Corridor ) جعلي او يا مصنوعي کول، د منځنى اسيا تيل د خپلي خوشي سرہ سم استعمالول، پاکستان معذورول، په افغانستان کي د خپلو د ميلياردونو پيسو د پانګوني ژغورل او فايده ځيني حاصلول، ايران بې اثرہ يا بې طرفه کول، دا ځيني د امريكې څه مقاصد دي.
دا صلح نه د صلح د حاصلولو دپارہ ځيني بڼي ټاکل شوى دي، ټرمپ د بل وار دپاره انتخابات ګټل غواړي او د خپلو نامکملو اجنډو مخته بوتلل غواړي.
تاسو سوچ وکى، ايا د روس د ګوادر ته د رسيدو درول د امريکا د پلانونو او منصوبه بندى څخه نه وو ؟ جنګ يې نه وکو؟ ايا د دې ثمر امريكا ته ورسيدو؟
د جنيوا په تړون کي لس کاله په سيمه کي د مداخلت نه کولو مادہ شتون لري. د دې تړون سمدلاسه وروسته د يونيکال کمپنى په امريکايې پيسو باندي دا طالبان جوړ شو کوم چي اوس وايي دوى امريكا له شکست ورکړى دہ، ليکن ايا دا هغه طالبان دي څوک چي د امريكا سرہ د جنګ کولو دپاره ميدان ته راښکته شوى وو؟ ايا په دوى کي ملاعمر نه وو؟  ايا دوى اوس د اسامه بغير نه دي؟
په ټولو سختدريزو د ډرون بريدونه وشوو او يا په زندانونو کي د ذهني بدلون تر مرحلو تير کړل شو.
دا په دوحا کي د ميز په سر کشينستل خپله بريا او يا فتح بولي ليکن په حقيقت کي دوى له د پينځو ستورو هوټلونو، د برجونو د يخو لاونجونو، د ښو خوراکونو او د ګران بيه مېلمه پالني نشه ورکول کيږي. دوى له وړانديزونه(پيشکشونه) کيږي. دوى له د اسودګي، راحت، ارامش او امتيازونو وعدې ورکول کيږي. دوى د صلح د ښکلي ځلوب(سراب) په ورشکارولو سرہ ګډوډ (کنفيوز) کيږي، نو په دې لامل خو نيمه صلح او نيمه جنګ دى. په زندان کي بند خلکو له د ازادى د اميد څخه ډکو خوبونو په ورشکارولو سرہ نااميده او مايوسه کيږي، دوى له اظهار کيږي چي اختيار ستاسي له لويانو سرہ نه دى، زموږ سرہ دى ، موږ ستاسو په قابو کي نه يو، تاسي زموږ په قابو کي ياست، تاسو پريکړہ کوونکى قوت نه ياست بلکې  موږ پريکړہ کوو. وعدې او ځلوبې(سرابې) هيلې او په عين موقع غفلت، رواني خوځښتونه او جهټکې، ذهني بدلونونه، نااميدى، بې قدرى، د اټريشن جنګ، ستړي ستومانه کول، نااميده کول، او خپلې لار ته برابرول، ځلوب منزل او منزل ځلوب جوړول.
ياسر عرفات مو ياد نه دى؟
نو ملا عمر او اسامه خو به مو په ياد وي
نه جنازہ، نه قبر.
ځلوب، ځلوب، سراب، سراب.

Copyright Larawbar 2007-2024