کور / #PTM / “ دا د پښتونخوا د کلتور د څانګې په مخ توده څپېړه ده”

“ دا د پښتونخوا د کلتور د څانګې په مخ توده څپېړه ده”

“ دا د پښتونخوا د کلتور د څانګې په مخ توده څپېړه ده”
دا فقط بلن لیک نه دی
دا فقط بلن لیک نه دی
بلکې دا د پښتونخوا د کلتور د څانګې په مخ توده څپېړه ده چې زه یې د موسیقۍ په ډګر کې د خپلو حقوقو نه بې برخې ساتلی یم.
دا د هغو ادارو په مخ توده څپېړه ده چې چرته سټوډنټان کلتوري شپې د پاره ما پروګرام ته وغواړي هغه پروګرام ورکړی اجازت کنسل کړي.
دا د کوزې پښتونخوا د ټي وي او راډیوګانو په مخ توده څپېړه ده چې زما د خولې زموږ فوک سندره هم نه شي اورېدی.
او کوزه پښتونخوا کې د هغه هر هغه قامي مشر په مخ توده څپېړه ده چې سندره مې خوښوي او سندره ویلو وسایلو هډو پوښتنه نه کوي.
او د هر هغه حکومتي چارواکي په مخ توده څېړه ده چې ځان قامپرست بولي.
او دا کابل کې د هغو ټولې الیکټرانیک میډیا په مخ څپېړه ده چې زه زما ترانې پنجاب کې خلاصې تڼۍ وایم خو هغو کابل کې راته په خپلو سکرینونو د ترانو ویلو ست وه نه کړو.
او دا د هغو پښتنو هنرمندانو په مخ توده څپېړه ده چې زما د ساده باده لباس ناست ولاړ له وجې دوی زما فن ته هډو د فن په سترګه نه ګوري.
او دا مې د ……….. په مخ توده څپېړه ده چې زما په نه شتون کې زما هر څه دوی سره وویشل.

زه کله هم د دومره احترام قابل نه یم چې دومره لویو مراسمو ته کابل زه دعوت کړم.
کابل ماته احساس راکړو چې ستا څوک شته.
کابل ماته مینه راکوي چې ما د ورکېدو نه ژغوري.
کابل زما فن ته احترام لري.
کابل ماته دا احساس راکوي چې زه ستا لوی کور یم.
نو چې کابل ماته مینه راکوي باید زه ورته احترام ولرم.
د مینې په بنیاد مشوره هم ورکړم.
باید سیاسي غونډو ته سیاستمداران وبلل شي.
ادبي غونډو ته ادیبان وبلل شي.
تاریخي غونډو ته تاریخي پوهان وبلل شي.
څیړنیزو سمینارونو ته څیړنکاران وبلل شي.
سندریزو ماښامونو ته هنرمندان وبلل شي.
انځوریز نندارتون ته انځورګران وبلل شي.
تل دې وي افغانستان.
کابل ته چې زه ځم سندرو یا شعرونو سره به ځم.
کابل ته د مینې په خاطر دا ځل د کابل تلګ نه پاتې شوم.
هغه دا چې زما په تلګ راتلګ هوټل وغیره به کمې زیاتې درې څلور لکهونه مصرف خو خامخا راځي نو زما داسې غونډو ته تلګ زیان زیات ګټه یې کمه. نو دغه پیسې زه غواړم کابل ته بچت شي. کوم بل کار کې مصرف شي ځکه چې زه دومره وړ نه یم چې زما په تلګ دومره مصرف راشي یو بې وسه بې کسه انسان یم.
زه سندره ته ژوند غواړم زما ژوند د سندرو سره تړلی.
او که په تاریخي حواله خبره وي نو دغه بلن لیک زما د پاره هر څه دي.
دغه لوی بلنک لیک به د تل د پاره زه په فریم کې خوندي کړم.

اوهو بله خبره. دلته پاکستان کې د کابل د سفارت لخوا وخت په وخت د موسیقۍ کنسرټونه جوړېږي خو تر اوسه پورې ماته چا بلنه نه ده راکړې. که هر څو زما کنسرټونه ډېر دي خو د ګیلې حق لرم. او ګیله د خپلو نه کېږي.

شوکت عزیز