کور / راپور / په افغانستان کي د امريکايي ځواکونو د کمېدو لړۍ پيل سوه

په افغانستان کي د امريکايي ځواکونو د کمېدو لړۍ پيل سوه

په افغانستان کي ميشت امريکايي ځواکونه وايي، چي د طالبانو سره د سوی توافق له مخي يې له دغه هيواده د خپلو سرتېرو د کمولو لړۍ پيل کړې ده.

په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو وياند سوني ليګيټ وايي چې د دغه تړون له مخې يې له افغانستان څخه د ځواکونو کمولو لړۍ پيل کړې ده.

ليګيټ زياته کړې چې د سرتېرو کمول مشروط دي چې په ترڅ کې به يې په ١٣٥ ورځو کې د دوى د سرتېرو شمېر ٨٦٠٠ ته راټيټ سي.

په افغانستان کي دا مهال ۱۳۰۰۰ امريکايي سرتېري مېشت دی، که د طالبانو سره د امريکا هوکړه په سمه توګه مخ ته ولاړه نو په ۱۸ مياشتي کي به ټول امريکايي ځواکونه له افغانستان څخه ووځي.