کور / تازه خبرونه / هلمند:دبيارغاوني کارونه په چټکي پرمخ روان دي

هلمند:دبيارغاوني کارونه په چټکي پرمخ روان دي

په هلمند ولايت كى دبيارغاونو كارونوپه داورستيوكى په چټكى سره روان دى  .


د راپور راليږونکی : عزيز احمد شفيع – هلمند


۲۶-۱۱-۲۰۰۷


 


دغه څرگندونى نن په دغه ولايت كى دپى ار ټى يا دولايتى بيارغاونى ټيم په ځاى كى ددوى په يو مطبعاتى دفتر كى ددغه ولايت دولتى اوازاد و خبريالانو ته  ديومطبعاتى كانفرانس  په ترځ كى وه كړى نوموړو خبريالانوته وښوده چى ددغه ولايت په مركز لښكرگاه اوولسواليوكى ښونځې روغتونونه سړكان اودعيدگاه دلمانځه ځايونه جوړكړى .دغه خبري ريچارډولډلا و  اوسكندرلي وه كړى نومووړو وويل چى په مركز لښكر گاه كى ئي يو روغتون يوه ښونځى يو سړك او دگريشك په ولسولى كى يوروغتون  يوه ښونځى د عيدگاه دلمانځه لپاره ځاى اوپه  سنگين ولسوالى كى هم يوه ښونځى او د ملى پوليسو لپاره ماموريت جوړكړى چى ددوى په وينا ددغه ټول مالى لگښت دونيم ميلونه امريكائي  ډالروته ورسيدل نومووړو داخبره هم خبريالانو ته وه كړه چى په پلان كى لروچى په داورستيوكى به ددغه ولايت دبولان په سيمه كى دمعتادينو لپاره يوځاى او په مركزلښكرگاه كى يو درالمعلمين هم جوړكړو .


ديادونى وړده چى د هلمندپه ولايت كى په داورستيوكى دبيارغاوانى كارونه په چټكى سره رواندى .اوددغه ولايت ډيرى خلك خوښى څرگندوى چى ددغه ولايت خلكوته كارونه هم پيداسوى اوزياته ئي كړه كه داډول كارونه په دغه ولايت كى روانوى نوبه ډيرژر ددغه ولايت څخه دجنگ جگړى كمبله ټوله سى