کور / خبرتیا او پيغامونه / له افغانستان سره د مرستو کموالی؛ هغه څه چې باید ویې کړو

له افغانستان سره د مرستو کموالی؛ هغه څه چې باید ویې کړو

د ودان افغانستان ګوند تحلیل
په دې روستیو کې د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ګواښ کړی، چې که په افغانستان کې ـ د دوی په ژبه ـ سیاسي جوړجاړی و نه شي، نو له افغانستان سره به سږکال یو میلیارد ډالره مرسته وځنډول شي. دا ګواښ افغانستان د پاڼ و پړانګ ترمنځ دروي، یا به کمزوری، د اساسي قانون خلاف، مصلحتي، دوه سری او له سیاسي مشروعیته تش حکومت رامنځته کیږي او یا به دغه مرستې دریږي.
ودان افغانستان ګوند له پیله په دې باور دی، چې دغه مرستې د افغانستان له خوږې ګوتې د نیولو او فشار راوړلو د وسیلې په توګه کارول کیږي، چې هرڅه د نړیوالو له سیاسي اجندا سره سمون و نه لري، نو دوی به د مرستو درولو ګواښ کوي.
د ګوند په باور زموږ ملي لومړیتوب، له اقتصادي پلوه پر خپلو پښو درېدل او له خپلو سرچینو بسیا کېدل دي، چې ورسره سم د ملي حاکمیت پیاوړتیا او سیاسي خپلواکي هم پیاوړې کېدای شي.
ګوند په دغو حساسو شېبو کې، په دې اړه لاندې یادونې اړینې ګڼي:
الف- د افغانستان ملت ته:
زموږ لویه تکیه پر خلکو ده، خلک باید په یوه شعوري خوځښت له خپل ملي حاکمیت سره ودریږي، هم د مالي سختیو د ګاللو زغم ته چمتو شي او هم په فرصت د کړکېچونو د بدلولو د اصل له مخې، په بېلابېلو سکتورونو کې د ځان بسیاینې تمرین پیل کړي. موږ باور لرو، چې زموږ حکومت به ګڼې ستونزې، نیمګړتیاوې او ښویېدنې ولرې، خو په دوو استقامتونو کې کار کول بویه، چې هم حکومت اصلاح او ځواب ویونکی شي او هم د ملي یووالي په مټ د هېواد ژوبله ګوته د نړیوالو له هرې شېبې مروړلو وژغورلای شو.
ب- د افغانستان ولسمشر او حکومت ته:
موږ باور لرو، چې تر هر بل چا زیات د دې هېواد د اقتصادي سرچینو کارولوپه اهمیت او ارزښت زموږ ولسمشر ښه ترا پوهیږي، د کړکېچ د مدیریت تجربه او د بدیلو مالي سرچینو په موندنه کې پیاوړی مټ لري؛ هیله ده، چې ولسمشر او د حکومت غړي د روښانه، موډرنیستو او پرمختیا غوښتونکیو نهضتونو، شخصیتونو او بنسټونو د یوې لویې جبهې په جوړولو د ځان بسیایېنې په ملي هڅه کې داسې پراخ بنسټه سیاسي ملاتړ ورخپل کړي، چې د دغې جبهې په مټ، له یوې خوا د شاتګپالو متحجرو ډلګیو زهر کمزوري کړي او له بلې خوا پر خپلو پښو د درېدلو یوه ملي خوځون ته لار پرانیزي.
له امریکې متحده ایالاتو او نورو مرستندویو هېوادونو سره د اغېزناک دیسکورس په جاري ساتلو سره یو ځواکمن پارتنرشیپ ته لار هواره کړي، چې په سیمه کې د نړیوالو سترو ځواکونو د ګټو له بهیر سره په موازي بڼه دافغانستان لویې ګټې هم خوندي شي.
ګوند باور لري، چې د سیاسي خِرد پر بنسټ، لاهم د دغسې پارتنرشیپ جوړولو ته امکانات شته.
ج- د افغانستان د حکومت سیاسي اوپوزیسیون (ثبات او همپالنې) ټیم ته:
ودان افغانستان ګوند باور لري، چې ثبات او همپالنې ټیم هم د سیاسي واقعیتونو درک لري او هيڅکله افغانستان د تباهۍ ګړنګ ته د ور غورځولو نیت نه شي کړای؛ په دې حساسو شېبو کې، تاسو له خپلو پلویانو سره د یوه خِردمند او معقول سیاسي اوپوزیسیون په توګه، هم د حکومت پر کړنو او قانونمنده اجرااتو ټینګ نظارت و څارنه کړای شئ او هم د راتلونکي سیاسي رول لپاره خپل دریځ پیاوړی کولای شئ، نو ښه به دا وي، چې تر دې زیات د افغانستان د کمزوري کولو پر دریځ ټینګار و نه کړئ او د ولس ګریوان پرېږدئ!

د- د امریکا متحده ایالاتو او نورو مرستندیو هېوادونو او سازمانو ته:
هرګام چې د افغانستان د منتخب حکومت د کمزوري کولو لپاره پورته کیږي، په حقیقت کې نړیوالې ترهګرې ډلې په افغانستان کې پیاوړې کولای شي. له بلې خوا هر څومره چې تاسو په افغانستان کې د ثبات، پرمختګ، سولې او سمون په برخو کې خپلې مرستې کمې کړئ، په حقیقت کې خپلو سیمه ییزو مخالفینو ته لار پرانیزئ، چې ستاسو پر خلاف افغانستان ته راننوځي او ژر به مو په سیمه کې داسې څنډې ته کړي، چې تاسو ته دلته په ستراتیژیکو سیاستونو کې د پښې ایښوولو ځای پرې نه ږدي. ودان افغانستان ګوند باور لري، چې په افغانستان کې د امریکا او ناټو رقیبو سیمه ییزو استخباراتو مزاحمت ته ډګر پرېښوول به د دغو ځواکونو تر ټولو لویه او ګواښمنه تېروتنه وي، چې بیا به یې هيڅکله جبران کړای نه شي.
موږ لا هم د ګڼو بېځایه لګښتونو د راکمولو او یا له منځه وړلو امکانات لرو:
• ټول فیشني او لوکس وسایل باید د خپل ژوند له ډګره څنډې ته کړو او یوازې پر لومړۍ درجه اړتیاوو فکر وکړو.
• د اداري پړسوب مخه باید ونیسو او د دولتي سکتور ترڅنګ د خصوصي سکتور، کار او تولید رامنځته کولو لپاره باید لاس سره ور کړو، چې د سرتاسري اقتصاد د منطق له مخې یې د ارزښت او مازاد ګټه ټولنې او مستهلیکینو ته ورسیږي.
• پر کورنیو تولیداتو او بهر ته د ځینو مهمو افغاني محصولاتو لېږد، همدا راز د دولتي عوایدو منصفانه راټولول (چې پر ټيټو اقتصادي پوړونو یې زور را نه شي) بدیلې لارې ګڼل کېدلای شي.
دې ټولو ته په پام سره، وارخطايي او وېره په کار نه ده، موږ هرکله کړای شو، کړکېچونه په فرصتونو بدل کړو او سر له همدې شېبې پر خپلو پښو د ودرېدلو تمرین پیاوړی کړو.
افغانستان به په خپلو بشري ظرفیتونو او سرچینو ودانوو!
درنښت

ودان افغانستان ګوند
مرکزي کومېټه
کابل- افغانستان
۵ وری ۱۳۹۹