کور / تازه خبرونه / امريكا: له زرداري سره د خليلزاد اړيكي د انتقاد وړ نه دي

امريكا: له زرداري سره د خليلزاد اړيكي د انتقاد وړ نه دي


د امريكا د بهرنيو چارو وزارت وايي په ملګرو ملتونو كي د امريكا د سفير او زلمي خليلزاد ترمنځ پټي اړيكي د انتقاد وړ خبره نه ده.
د بهرنيو چارو وزارت وياند وايي خليلزاد په جنوبي آسيا او منځني ختيځ كي د امريكا سفير پاته سوى دئ او دى دا حق لري چي د امريكا په استازيتوب له سياسي مشرانو سره اړيكي وساتي.
نوموړي وويل خليلزاد د جمهور رئيس بوش او خارجه وزيري كاندوليزا رايس استازى و، چي نه يې د امريكا په خارجه پاليسي كي لاس وهنه كړې او نه يې هم پاكستان ته كوم غلط پيغام وركړى دئ.
تېره ورځ په رسنيو كي داسي خبرونه خپاره سول چي امريكا پر زلمي خليلزاد باندي شكمنه ده، چي ولي يې د پاكستان د پيپلز ګوند له نائب مشر آصف علي زرداري سره پټي اړېكي ساتلي وې.
د خبرونو له مخي له خليلزاد څخه په دې اړه امريكايي مقاماتو ځيني تحقيقات هم كړي وه.