کور / سياسي / د واک پر سر مبارزه د سولې فرصت په خطر کې اچوي

د واک پر سر مبارزه د سولې فرصت په خطر کې اچوي

دکورونا وژونکې ویروس او ناروغۍ ترڅنګ ولسمشر غني او مخالف یې عبدالله چې ځان ته د «ټول شموله حکومت ولسمشر» وايي او په جوړولو یې ټینګار کوي ، د خپلو مخالفتونواوتربګنیو په له منځه وړولو نه دي توانيدلي او د واک پرسر لاهم د دو دواړو ترمنځ جدي مبارزه روانه ده چې ټول ولس اود امریکا په ګډون نړیواله ټولنه یې ادېښمن کړي دي.همدارنګه د کور دننه د پخواني ولسمشر حامد کرزي او جهادی مشر استاد سیاف هلې ځلې هم بې نتیجې پای شوې دي . متحده ایالات د خپل ملي لومړیتوب پر اساس غواړي چې د 40 کلنې ویجاړونکي جګړې پای ته رسولو کې د سیاسي جوړجاړي له لاري مرسته وکړي. همدارنګه متحده ایالات، نړیواله ټولنه او اکثریت افغانان باوري دی چې سیاسي جوړجاړی د شخړې یوازینۍ حل لاره ده.

تر ولسمشریزو ټاکنو وروسته چې د رای ورکوونکو د ګډون کچه پکې ډيره ټيټه وه او په اړه یې د درغليو تورونه هم ولګول شول، د ټاکنو خپلواک کميسيون ولسمشر غني د ۵۰،۶۴ رايو په ترلاسه کولو سره ګټونکی اعلان کړ. خو عبدالله د انتخاباتو پايلې ونه منلې او دواړو په يوه ورځ ارګ او سپیدارماڼیوکې د لوړي مراسم پر ځای کړل.د غني د لوړې په مراسمو کې د خلیلزاد په ګډون ګڼ شمیر بهرنيو میلمنو او دیپلوماتانو برخه اخېستې وه او د یو شمیر هیوادونو مشرانو او نړیوالو سازمانونو ورته مبارکي ورکړه .

دوې دواړو ډاګټرانو په ځپل منځ کې یو په یو لیدنه او خبرې هم کړې دي چې متاسفانه نتیحې ته نه دي رسیدلې او تراوسه يو اړخ هم جوړجاړي ته حاضر شوی نه دی .و لسمشرغني ویلې چې دعبدالله غوښتنې فراقانوني او په اساسي قانون کې بدلون راوستل دي چې په خبره یې دا ډول بدلون د ده واک نه دي. غني ټینګار وکړ چې عبدالله دا هرڅه په یوه شپه کې غوښتل.عبدالله بیا وايي چې د بحران غوښتونکی نه دی ،خبرو اوجوړجاړي ته تیار دی.ده لس ورځې نورې هم وخت ورکړ او هیله یې څرګنده کړه چې د نورو مصلیحینوپه هڅو خبرې نتیجه ورکړي.عبدالله ادعا لري او وایي په کتنه کې له غني سره یې د هغه نرمښت نه دی لیدلی.له دې نه معلومیږي چې غني په خپل دریځ کلک ولاړ دي او هیڅ ډول غیرقانوني جوړجاړي ته تیار نه دی او نه هم غواړي چې عبدالله دې د تیر په ځل په حکومت کې ونډه ولري.

اوس امريکا غواړي د مالي مرستو په کمولو د غني او عبدالله ترمنځ اختلافاتو کمولو له پاره خپله وروستۍ هڅه وکړي او په دې سره دواړه تر فشار لاندې راولي.تر دې وړاندې د ولسمشر غني او عبدالله ترمنځ د جوړجاړي په برخه کې د امريکا ټولې هڅې له ناکامۍ سره مخامخ شوي دي. واشنګټن په همدې دليل غواړي چې پر افغانستان مرستې کمې کړي چې دا به د افغانستان او د همدې جګړه ځپلي او فقیر هېواد د خلکو له پاره ناوړه پایلې ولري او ډیر زیان به یې عام ولس ته ورسیږي.

سپینې ماڼۍ تر هغه وروسته چې پر هڅو سربيره يې هم د ولسمشر غني او عبدالله ترمنځ جوړ جاړی ونه شو، نااميدي اوخفګان څرګنده کړه. له ولسمشر غني او عبدالله سره تر لیدنې او خبرو ورسته د بهرنيو چارو وزير مایک پمپيو په خپله يوه اعلاميه کې جدي خفګان ښودلی او ویلي دي چې دا ناکامي د دوو هيوادونو ترمنځ اړيکي زيانمنوي او په عين حال کې د هغو کسانو پر وړاندې بې احترامي ده چې د افغانستان د راتلونکي جوړولو له پاره یې خپل ځانونه قربان کړي دي.

په اعلامیه کې راغلي چې متحده ایالات په کلکه خواشینی دي چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني او پخواني اجرائیه رییس عبدالله عبدالله بهرنیو چارو وزیر پومپیو ته خبر ورکړ چې دوی په دې نه دي توانیدلي تر څو پر داسې یو ټول شموله حکومت باندي موافقه وکړي چې د حکومتدارۍ ، سولې او امنیت ننګونو سره مقابله وکړي او د افغانستان ولس د سوکالی او روغتیا لپاره کاروکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د دې اختلافاتو په نتیجه کې د سختو اقداماتو اعلان وکړ او ویې ويل چې د افغانستان د روان کال د پرمختيايي چارو د بودجې څخه به يو میليارد يورو مرسته کمه کړي.پمپيو وويل: «موږ چمتو يو چې په ۲۰۲۱م کال کې نورې يو ميليارد مرستې هم کمې کړو.» دا به د افغانستان له پاره د امريکا د مرستو کابو څلورمه برخه وي. نوموړي دې خبرې ته اشاره وکړه چې په دې اقداماتو په هغه صورت کې له سره غور کيدلی شي چې افغانان د يوه پايداره حکومت په جوړولو سره يو شي، چې مستقیما اشاره یې غني ، عبدالله او د افغانستان نورو سیاسیونو ته ده .

ولسمشر غني د امريکا د خبرداري تر تاثير لاندې نه راغی او په ځواب کې یې د ملي تلویزيون له لارې وويل: «کولی شم تاسې ته دا ډاډ در کړم چې د مالي مرستو کمول به زموږ پر مهمو او اساسي سکتورونو هیڅ اغیز ونه لري. هر هېواد په دې ډول مواردو کې يوه بديله برنامه لري.ولسمشر غني زیاته کړه چې د افغانستان بودجه به له سر وارزوله شي او پردې بنست به پلان شي.

خواکثریت افغانان په هېواد کې د کمزوري اقتصاد، فقراوبیکاری له امله د امریکا د مرستو د کمیدو د ګواښ په اړه اندیښمن دي. افغانان ويره لري چې هېواد یې چې بې وزله دی او په پراخه فساد کې هم ښکیل دی، خپل ځان نور پسې محروموي. د «نړۍ د لوږې سره د مرستې» سازمان د رپوټ په حواله د افغانستان ۸۰ سلنه وګړي د فقر تر کرښې لاندې په غربت کې ژوند کوي. د دې سازمان د اټکلونو پر اساس د دې هېواد د ۳۶ ميليونه نفوس څخه یې ۹،۸ سلنه بيړنيو مرسته ته اړتيا لري. د همدې او نورو ستونزو سره ولس د کورونا ویروس سخت هیرولې،ځکه د هیواد روغتیایی بنسټونه او خدمات ډیر کمزوري دی او حکومت نه شي کولای اوسنۍ حالت کنترول او مدیریت کړي.د هېواد دننه ټول روغتیايي امکانات په نیشت کې حسابیږي.

د دې ټولو سیاسي ګډوډیو ګټه طالبانو ته رسیږي او طالبان په راتلونکو خبرو کې د یو قوي دریځ سره د خبرو میز ته د حکومتي پلاوي پروړاندې راواړندې کېدای شي.همدارنګه طالبان کولی شي د افغانستان حکومت دا مالي تاوان په سیاسي ډګر کې خپله لویه بريا وګڼي ځکه د امريکا دا اعلان د افغانستان اوسنۍ کمزوری حکومت نور هم زيانمن کوي او په هيڅ ډول حکومت د دې توان نلري چې د يو ميليارد ډالرو مرسته جبران او مدیریت کړي اویا دې بدیله برنامه ولري.

په حقیقت کې طالبانو په دې وروستيو شلو کلونو کې په نظام کې د ننه د حکومتي چارواکو له سياسي اختلافاتو او ناسم مدیریت څخه ډيره ګټه ترلاسه کړې ده.طالبان کال په کال په دې بریالي شوي چې خپلې ليکې لا پسې قوي او پراخه کړي.د افغانستان په اوسنیو بحراني شرایطو کې چې په ټول افغانستان کې د کورونا ویروس سیوری غوړولی دی او دهرکور دروازه کې دی د امريکا د یو میلیارد ډالرو مرستو د درولو پريکړه د طالبانو له پاره د پروپاګنډ او سیاسي برلاسي په برخه کې يوه قوي او ستره تبليغاتي بریا ده.

که په اوسني ترېنګلي وضعیت کې د حکومت په يووالي د دواړو ډاکټرنو او نورو سیاسي جریانونو ترمنځ توافق رامنځ ته نه شي، ډیر امکان د دې شته چې امریکا د پردې ترشا دطالبانو او نورو سیاسي جریانونو او ډلوسره په پټه یو بل جوړجاړی رامنځ ته کړي او له بین الافغاني خبرو او جوړجاړي څخه تیر شي .د همدې ټولو روانو بحرانونو او بدبختیو اصلي بایلونکي افغان ولس دی چې له هرپلوه زیانمن کیږي.امریکا او ټولو لورو ته په کارده چې ولس د خپلو ناروا سیاسي لوبو او غوښتنو قرباني و نه ګرزوي او هر هغه ډلې چې د افغانستان ملي ګټو ته زیان رسوي او د امریکا د مرستو د بندېدو سبب کیږي نور د دې باعث نه شي چې د خپلو فراقانوني غوښتنو له کبله افغانستان او خلک یې د امریکا او نړیوالې ټولنې له مرستو څخه بې برخې او محروم کړي.

له بلې خوا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې دواړو ډاګټرانو ته د انتقاد او ګواښ ګوته نیول شوې او ویل شوي چې افغان مشرانو ته مو څرګنده کړه چې موږ به د هغو امنیتي عملیاتو ملاتړ نه کوو چې سیاسي اهداف لري، او نه به د هغو سیاسي مشرانو ملاتړ وکړو څوک چې د ورته عملیاتو امر کوي یا هغه څوک چې د موازي حکومت ملاتړ کوي. د حکومت د ننه په سیاسي شخړو او لانجو کې د امنیتي او دفاغي ځواکونو بېطرف پاتې کېدل د ملي حاکمیت او ملي ګټو په ګټه دي ، په دې هیله چې دواړه لوري دې موضوع ته ژمن پاتې شي، چې هېڅکله باور او اعتماد نه شي يرې کېدای.

دا چې افغان ولسمشر غني د بین الافغانی خبرو لپاره مذاکراتي ټیم معرفي او ترڅنګ یې د بندیانو د خوشي کولو حکم صادرکړی دی او د حکومت له دې اقدام څخه امریکا اونورو سازمانونو او جهتونو هرکلی کړی . په کار ده چې ټول کورني او بهرني لوري په خپلو تګ لارو کې نرمښت راولي او دسولې د خبرو له بهیر څخه پوره ملاتړ وکړي او پرې نږدي چې د سولې رامنځ ته شوي فرصت او بهیر زیانمن کړي.امریکا ته په کار ده چې په خپلو اجراتو او پریکړو کې د سره بیا کتنه او غور وکړي او د خپلو پخوانیو مرستو په بیا ورکولو او ملاتړ سره د افغانستان خلک د کرونا سره په مبارزه او نورو اقتصادي ناخوالو کې یوازې پرې نږدی او دسولې او روغې دا ماته بیړۍ تر خپل وروستي منزل او هدف چې دایمي اوربند او سراسري سوله ده ورسوي. انشاالله
حقمل