کور / خبرتیا او پيغامونه / د «بریالیتوب پیل» کتاب چاپ شو

د «بریالیتوب پیل» کتاب چاپ شو

شېخ زاید بهار
زموږ د تکړه ملګري ګلاب بهار چې څه موده مخکې یې د وخت مدیریت، کاروبارپېژندنې، ملغلرې خبرې…. کتابونه چاپ کړې وو، دا دې د کرونایي چاپېریال او سختو ډېرو ستونزو ور اېخوا بې «د بریالیتوب پیل» نومي کتاب هم چاپ شو.
د بریالیتوب پیل نومي کتاب د مشهورې او بریالۍ څېرې روبېن شرما هندي الاصله کاناډايی لیکوال، د ژوند لارښود، هڅوونکي او الهامي ویناوال او د رهبرۍ بخش غوره متخصص اثر دی، چې په دې ټکي را څرخي چې څنګه د بریالیتوب په کلیدي او اساسي فکټورونو کار وکړو او هغه پلي کړو. همدارنګه په ژوند، کاروبار او دنده کې د لا ځلولو پیاوړي لارې چارې ښیي، کومې چې په خپل ذات کې ډېر لنډې؛ خو د مؤثروالي له لحاظه خورا ارزښتمنې او مؤثرې تمامېدای شي.
کتاب علمي خپرندویه ټولنې په خپل مالي لګښت پر ۱۷۵ پاڼو کې چاپ کړی، چې مینه وال یې کولای شي د ښار له نږدې کتابپلورنځیو څخه یې په مناسبه بیه ترلاسه کړي.
باید یادونه یې وکړم چې د کتاب د چاپونې په پار دروند بهار صیب، د ده فامیل او ملګرو ته زیاته مبارکي وایم او پر راتلونکي کې ورته د نورو پرمختګونو هیله کوم.