کور / خبرتیا او پيغامونه / د غازیانو او اتلانو یاد کتاب چاپ شو

د غازیانو او اتلانو یاد کتاب چاپ شو

د افغانستان د خپلواکۍ د بیا تر لاسه کولو د سلم تلین په ویاړ

د کتاب پېژندنه :
د کتاب نوم : د غازیانو او اتلانو یاد
لیکوال : څېړنپوه محمد عارف غروال
د اسنادو مدارکو عمده تهیه کوونکی قضاوتپوه قاضي محمد عمر ببرک زی ځدراڼ
د چاپ نېټه : دویم چاپ کال ۱۳۹۸ هجري شمسي د زمری (اسد)
د چاپ لګښت د ببرک زي کورنۍ
د چاپ شمېر ۳۰۰۰ ټوکه

مېړونه مرې، خو نومونه یې پاتې کېږي
د غازیانو او اتلانو یاد تاریخي کتاب ښاغلی څېړنپوه محمد غروال صیب زموږ د ګران هیواد هغو غازیانو او اتلانو ته ډالۍ کړي دی، کومو چې خپله ټوله هستي او نیستي، ارزښتناکه وینه او مېنه د خپل سپیڅلي دین او خپل ګران وطن د ساتلو او ژغورلو په لاره کې نذرانه کړي ده. دا میړونه زموږ د ګران افغانستان هغه مېړنې، پتمن سر ښندونکې ملي مبارزېن او ملي اتلان دي، چې دوی خپلې اسلامي او ملي ګټې تر هر څه لوړې بللي دي او په دې لار کې سترې نه هېردونکي قربان ور کړي دي. نن ټول ملي فکره افغانان پرې ویاړي.
که موږ د لوی افغانستان محاصر تاریخ پاڼې واړو راواړوي، له ستر نېکه میرویس خان هوتک څخه رانیولې بیا تر نن ورځې پورې ډېر ملي اتلان او غازیان تر سترګو کیږي، چې دوی د افغان ولس د ژغورنې لپاره سترې نه هېریدونکي ملي کارنامې د افغان د تاریخ پاڼو ته سپارلې دي. نننی افغانستان د همدغو ملي مېړنیو اتلانو کور او د سرو وینو یادګار دی، چې له پېړیو راهیسې د افغاني غیرت او د افغاني ورورګلوۍ په دود هربهرنې یرغلګر ته خپل ټټر ډال کړي دی. له دې امله زموږ ویاړلي تاریخ د نورو ملتونو په سرو وینو لړلی دی. زموږ ویاړلې تاریخ د بهرنیو ښکېلاګرو او یرغلګرو په وړاندې د جنګ جګړو تاریخ دی.
زموږ د ستر ویاړلې افغان ملت د ملي اتلانو او غازیانو په سر لښکر کې شهید غازی ببرک خان ځدراڼ او د هغه زوی شهید سید اکبر خان ببرک زی ځدراڼ شامل دي. غازي ببرک خان ځدراڼ انګرېزانو ته په لویه پکتیا او په لوی وزیرستان کې د سر په کاسه کې اوبه وکړي دي او دا جازه یې چا ته ورنه کړه، څو زموږ د پلرونو او نېکو سپیځلې خاورې ته شین سترګې او تور مخي یرغلګر پرته له مقاومته را دننه شي. د افغانستان محاصر تاریخ شاهد دی چې غازي ببرک خان ځدراڼ د افغانستان د استقلال په غزا کې یو ډیر مهم رول لوبولي دی. غازی ببرک ځدراڼ د امانې دولت په پلاوي د هیواد جاهلو دښمنانو لخوا په شهادت رسول شوي دی.
همدارنګه د هغه زوی شهید سید اکبر خان ببرک زی ځدراڼ کله چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورڼد استعماري کرښې له امله په سياسي او ډیپلوماتیکو برخو کې حالات ‌ډیر سخت ترینګلي شوي وه.دا مهال په ١٩٤٧ کال دسپتمبر په مياشت کې افغانستان رسمأ د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د نړۍ يوازينی هيواد و چی د پاکستان شموليت يا غړیتوب په ضد دریځ غوره کړي و او به نړیوال کچ خپله مخالفه رايه يې د پاکستان په رسمیت نه پيژندلو کې کارولي وه.
که څه هم د هغمهال د افغان شاهي دولت واکمنو سیدا کبر ببرک زی ځدراڼ او د هغې هیواد پاله کورنۍ په ډیره ناځوانه او بې رحمه ټوګه برتانوي هند ته جلاوطنې ته مجبوره کړي وه، خو کله چې د پاکستان یو پنجابې وزېر اعظم لیاقت علي زموږ ګران هیواد افغانستان ته او ویاړلي افغان ولس ته سپکې سپورې ویلو پیل وکړ او د ډیورنډ کرښې کړکیچ له امله د افغانانو ناموس ته توهین او سپکاوي وکړو.
کله سید اکبر خان ببرک زی د یو پنجابې لوړ پوړي چارواکی له خولې داسي له توهین او سپکاوي ډکې خبرې وارېدې، اتل سید اکبر خان ببرک زی ته د خپل ولس او خپل وطن سره مېنې دا اجازه ور نه کړه، چې به کډوالي د یو داسي سپین سترګې منافق پنجابې مشر سپکاوي ته خپلې سترګې تېټې کړي. د کمپني باغ غوندې ته رابلل شوې سید اکبر خان ببرک زی په غونډه کې د یوسلو شلو زرو کسانو په شاوخوا کې خپله تومانچه راویستله او لومړنۍ وزیر لیاقت علي د افغان ولس ته سپګاوي خبرو ویلو پر مهال په ستیج کې وويشتلو او ښکته یې راغورځولو.
ځکه داسي سپکې سپوې او له توهینه ډکې خبرې د یو مېړنې ننګیالی او توریالی افغان لپاره د منلو وړ نه وې. سید اکبر خان ببرک زی هم په خپله همالته د پېښې په ځای کې په ډیر بې رحمه سر د پرلپسې ځوابې ډزو کې ووژل شو.
هو دا کتاب د افغانستان محاصر تاریخ د نور مهمو تاریخې پیښو سربیره د همدې دووه نومیالیو ملي اتلانو په اړه لیکل شوي دی.
پر کتاب باندې وتلې لیکوال او څېړنوال استاد حبیب الله رفیع سرېزه لیکې ده. هغه لیکې؛ دا رساله نه یوازې دا چې د ارواښاد ببرک خان ځدراڼ د غزا او مجاهده څېره روښانوي، بلکې موږ ته د ده د شخصیت ډیر اړخونه هم روښانه کوي. موږ چې پر بیوسو او بیوزلیو خلکو د ده زړه سوی، لورینه او د خپل مال ښندنه وینو دی د هغو تاریخې ځوانمردانو او اعیارانو په ډله کې دروي چې خپل ټول ژوند به یې د غریبانو او بیوزلو خدمت ته وقف کړی ؤ او خپل او د نورو هر څه به یې پرې ښندل، کله چې د ده ساده ژوند او د خلکو خدمتګاري وینو د پښتو د تاریخي لویو مشرانو څېرې رامخ ته کوي، چې د ولس مشري به یې د ولس په خدمت کې لټوله او د دوی د صف په ورستۍ برخه کې به ناست ؤ، کله چې د ده زهدي تقوی ته ګورو د هیواد د څله نشینو صوفیانو یاد را تازه کوي او کله چې د ده درنې مشورې او د هیواد له پاچاهانو سره د ده منطقي او پخې خبرې نغوږو، نو هغه د میرویس نېکه وینا را یادوي چې ویل: زموږ په غرونو کې هم فیلسوفان او هوښیاران شته.
د غازیانو او تلانو یاد کتاب لومړۍ تقريظ استاد محمد اصف صمیم لیکې دی. هغه لېکې؛ د قلم ژبه ده چې توره ستایې
استاد د خپل تقريظ یوه برخه کې داسي لیکې؛ ‘’ بنده کسه، کمیس پرې نیسه ‘’ پښتانه لکه چې خدای ج د علم او هنر په ډګر کې د مېرانې پر ځای یوازې د تورې د ډګر مېړانې ته شته کړي دي، ځکه خو یې له امیر کړوړه نیولې زموږ د ملي خپلواکۍ د ډ ګر تر سرښندوی ببرک ځدراڼ غازي پورې له حماسو ډک دی.
د ګران افغانستان د ملي خپلواکۍ د لارې دا لاروی خوبه د خپلې فطري مېړانې له مخې هم د نماځنې اوستاینې وړوي، خو چې کوم ویاړ او نمانځنه یې د ملي خپلواکې د دې کاروان د مخکښ او شاه ځلمې شاه امان الله خان د همسګرۍ له امله په برخه دی، په هغې د لا نمانځنې وړدی او همدا هغه ویاړ دی چې د تاریخ او ملي خپلواکۍ او اتلوالې به تر قیامته ونه وځي. زموږ د ادب د ډګر ځوان او ریښتېنی خدمتګار دروند غروال بابا د ډیر ویاړ وړ دی، چې د خپل ملي تاریخ د ډګر د اتلانو د ځلونې ویاړو ور په برخه دی. که څه هم پخپله خو دا انکسار کوي چې … ‘’ زه تاریخ لیکونکی نه یم ‘’ خو بیا هم زموږ د څوارلس کلن جهادي پیر د تاریخي پيښو له ثبته نیولې د بابړې ملا صیب او دا دی د سپېڅلې پښتانه او ملي اتل ببرک خان ځدراڼ د ژوند او کارنامو د ځلونې په دا ټول ویاړ کې ګډون پرهمده لوریدلی دی. ما د غروال بابا ګاللې خواري ټکې پر ټکې تر سترګو تېره کړه او خدای شته دومره یې اغېزمن کړم چې په دې سپېنه ږېره او ما ته ګوډه روغتیا د دومره زهره چاودي او ستومانوونکي تحقیق په ګاللو راته ورسره رخه پیدا شوه، او زغم ته یې و پخسیږم، ځکه خبره د ماخذونو، سرچینو او وزګار وخت وي، نو بیا خو دا زما ژمنه او پر ما حق ؤ، چې خپل مېړني او ملي اتلان مې ځلولې واې، خو د خپلې رخې تاو په دې پوښتنو سوړ کړم چې
که داسي کار او څېړنه زه وهم کړم، نو ایا په همدومره مینه به یې وکړای شم، لکه د غروال بابا په زړه کې چې ده ؟ او ایا زما قلم ژبه د تاریخي پیښو او ملي اتلانو دا انځورونې لپاره همدومره خواږه لري، لکه د ده هغه ؟
بس ډاډه او ګروهمن (مومن) شم، چې ېره ! رښتیا چې خدای ج د بنده خواري په اوبو نه وړي، که یې د ملي برخلیک په ټاکنه کې د يوه زېږه او شډل سپېڅلې پښتانه هڅو ته پریکنده او اغېزمن ځای ورکړی! نو همداسي یې هم د پکتیا د دنګو نښتیرېرو غرونو یوه شینکې توتي په نوکر او د قلم په خوږه او پسته ژبه کې دومره زور او خوږلي ایښې ده، چې د ببرک ځدراڼ غازي په څېر ملي اتل د کارنامو په ګلبن په چغار سر دی.
د غروال بابا فکر او قلم د ډېرې نمانځنې وړ دی، چې خپل ځوان او سباني کول ته د خپل ملي تاریخ او ملي خپلواکۍ د ډګر د اتلانو په څارنې پسې یې د قلم ډیوه را اخیستي او ان د تاریخ له تیارو ګوټونو یې هم د ځدراڼ غازي د ویاړلي ژوندانه شیبه شیبه راوایسته او د یوې تاریخي ګلغوچې په څېر یې په مخکې ورته کیښوده.
د دې اثر او د ځدراڼ غازي د ویاړلي ژوند په کیسه کې که ښاغلي لوستونکي ځای نیم ځای د تاریخ لیکنې پرارونو ( ادابو) د ادب خوږه زیات وویني، نو دا دې له دې نه، نه انګیري، چې ګنې غروال بابا د تاریخي لیکنې دودونه او لوری هیر کړی دی، نه ! داسي نه ده، ښاغلي لوستونکي دې دا ومني چې د لیکوال په سینه کې د مورخ پر ځای لکه پخپله چې وایې: ‘’ زه تاریخ لیکونکی نه یم ‘’ د یوه شاعر او قلموال زره پروت دی او د شاعر په زړه کې دې ښاغلي لوستونکي یوازې د تاریخ د وچ او سپور بهېر یادونه، نه لټوي، له ده نه د ژوند په ګلبن کې د خوږو وږمو د چلونې تمه کیږي. د شاعر د زړه ستوونه او کږلیچونه ټول له مینې او عاطفې رغیدلي دي. نوکه یې ځای نیم دا د بیت رنګ پر تاریخیت تېزوي، څوک دې یې ګرموي نه. زه د خپل ملي تاریخ د یوه مینه وال په توګه لکه د ارواښاد ځدراڼ غازي پر اتلواله چې ویاړم، دغسې هم د ښاغلی غروال بابا ژبه، قلم او پولادي هوډ هم نمانځم، چې د نومیالي غازي د خورو ورو ژوند نیو کارنامو دا یوه یوه مشکڼه یې په ډېره خوارۍ پخپلو زهېرو ګوتو راغونډه کړي او په دې ځونډي یې د خپل ملي تاریخ د ناوې ښایست یو په دوه کړو. د ځدراڼ غازي کورنۍ هم د ستاینې وړ ده، چې د خپلو نیکونو او پلرنیو ویاړونو، ځلونې ته یې پام په ښو شو پر پښتنو او د ملي تاریخ پرمینانو هم د دغو ټولو نمانځنه او مننه پور بولم
دویم تقريظ ښاغلی ارواښاد توریالی ځاځی لیکلې دی.
هغه لیکې؛ یو څو زړې خبرې، زه لا دېر کشروم او په کابل کې د حمن بابا لیسې په اووم ټولګې کې مې درس لوستلو، خو کله به چې ښار ته راغلم نو خامخا به د کابل سیند پر غاړه د تېمورشاهي پارک تر څنګ عکاسخنې ته یو ځل ورتللم او د هغې په وترین کې به مې د نورو تاریخي عکسونو ننداره کوله او له دې نندارې څخه به مې خوند اخیست، زما د ځوانۍ د عمر د ملي احساساتو مېنه پرې ماتېده او تسل به مې پرې کیده چې د هیواد د معاصر تاریخ له مطالعې سره زما علاقه هم له همدې ځایه پیل شوه.
بیا وروسته چې له ښونځي او پوهنځي فارغ شوم د خپلو لیکنو او څېړنو په بهېر کې مې یوه ارزو همداه وه، چې د ببرک خان ځدراڼ د ژوند او ملي مبارزې په هکله معلومات راټول او څه پرې ولیکم چې په دې کې را مهاجر شوو او دلته د مهاجرت ستونځو دا هر څه را څخه هېر کړل. اوس په دې ډېر خوشحاله یم او ویاړم چې زما یوه پخوانی ارزو د هیواد پیاوړي لیکوال او زما نږدې ملګري غروال صاحب تر سره کړه او د غازي ببرک خان ځدراڼ په هکله یې ډیر په زړه پورې معلومات راټول او د يو ارزښتمن کتاب په بڼه یې چاپ ته چمتو کړي دي.
ښاغلی ځاځي صیب لیکې؛ څرنګه چې د کتاب له مطالعې څخه څرګندیږې، چې غازي ببرک خان د هیواد د یو اتل سپاهي په حیث د وطن د دفاع او نجات په لاره کې تر ورستۍ سلګۍ پورې مجاهده وکړه او خپل خوږ ژوند یې له خپل وطن او وطنوالو څخه قربان کړ، نو په دې اساس دی یوازې د پکتیا نه بلکې د ټول هیواد او ټولو هیوادوالو یو رښتېنی خدمتګار و او غازی امان الله خان هم ځکه نوموړي ته د ده د خد متونو، صداقت، تقوا او وطندوستۍ په بدل کې د لمر اعلی درجه نښان ورکړی و چې دا په هغه وخت کې تر ټولو لوړ اعزاز ګڼل کیده.
زه د دې متن لیکونکې (سراج الحق ببرک زی) نه غواړم، چې د غازیانو او اتلانو یاد کتاب باندې نقد ولیکم یا د ارزونې په اړه یې تفصیلي خبرې وکړم، دا چار به درنو لوستونکو او تاریخ پوهانو ته ورپرېږدم. ما هم د څېړنپوه ښاعلی غروال صیب ګاللې خواري ټکې پر ټکې تر سترګو تېره کړه او ټول کتاب مې په ډیره تلوسه او لیوالتیا سره ولوست. خدای شته د غازیانو اتلانو کتاب دومره اغېزمن کړم، چې د ورځنۍ ژوند چارې او ستونزو سره سره مې په دوه ورځو کې ولوست.
د کتاب د منځپانکې په اړه دومره ویل غواړم، چې کومي تاریخي، حماسي د اتلوالي پیښې، خبرې اترې، لاسوندونه او تاریخې واقعیتونه پیښ شوي دي، ښاغلی لیکوال غروال صیب په پوره ایماندارۍ سره په دغه کتاب کې وړاندې کړي دي، هغه په ډېره حوصله، دقت، موثق حقایق زموږ د ویاړلي تاریخ پاڼو ته سپارلي دي او په ټولېزه توګه د افغانانو په دې وزستیو سلو کلونو کې افغان مېرانه او غمېزه کې د ببرک خان ځدراڼ کورنې رول په ډیره ښه توګه د تاریخ پاڼو ته سپارلي دی.
په پای کې غواړم په پښتنه مېنه د ببرک خان ځدراڼ کورنۍ په استازیتوب د هغو دوستانو او ملګرو څخه د زړه له تله مننه وکړم او کور ودانۍ وایم، کومو چې د دې کتاب چاپولو او خپرولو په برخه کې زموږ سره مرسته او همکاري کړي ده.

په ډېر درنښت

سراج الحق ببرک زی ځدراڼ