کور / هراړخیز / ولې بايد تاريخ ولولو؟

ولې بايد تاريخ ولولو؟

هلمند یاد

ماته به هر وخت دا پوښتنه پېدا کېدله چې انسانان ولې ټول وخت د تاريخ په اړه خبرې کوي او ولې ددې پر ځای خپله انرژي د ښه راتلونکي په اړه نه کاروي؟ مونږ افغانان ولې هر وخت د بابا پر توره غورې او پرشې کوو ولې خپله توره نشو کولای؟ ددې پوښتو د ځواب پېدا کولو لپاره مې د يو څه هڅو وروسته دغه لاندې ځوابونه پېدا کړل. شايد تاسې ته هم کله دا پوښته پېدا وي او يا شي.
د تاريخ لوستل مونږ او تاسې هوښيار او پیاوړي کوي. تاريخ زمونږ د پر مختگ جوگه کېدلای شي. تاريخ مونږ له بې وزلۍ ژغورلای شي او زمونږ څخه يو پياوړی او پرمختللی ملت جوړولای شي چې بيا به زمونږ راتلونکي نسلونه پرې وياړ کوي او ددغه تکراري بدبختيو سره به مخ نه وي.

1. له تاريخه يې بايد زده کړو تر څو ښه راتلونکی جوړ کړو. مطلب هغه تېروتنې بايد ونکړو کومې چې پخوانيو نسلونو کړي. بېلگه: سردار داود، نور محمد ترکي او نورو څه تېروتنې وکړې چې ددومره قدرت سره سره يې په کې خپل سرونه هم بايلل؟
2. تاريخ مونږ ته هغه څه روښانه کوي او رازده کوي کوم چې اوس پر مونږ تېرېږي. مطلب دا اوس چې مونږ له کوم حالت سره مخ يو ددې سرچينه د پخوانيو انسانانو د کړنو ثمره ده. بېلگه: د ډيورنډ کرښه چا او ولې کش کړه، چې اوس ترې ټولې جغرافيې اور اخيستی؟

3. د تاريخ په مرسته مونږ د پخوانيو انسانانو له علميت څخه گټه پورته کولای شو. بېلگه: باچا خان ولې د تورې پر ځای د عدم تشدد لاره غوره کړه؟

4. تاریخ مونږ ته هغه څه راپېژني چې مونږ او تاسې يې وينو او پخوانيو انسانانو جوړ کړي. بېلگه: د دارلامان قصر چا جوړ کړ او ولې دومره مهم شو چې اوسني حکومت بېرته ودان کړ؟ د بودا بوت چا او ولې ونړاوه؟

5. تاريخ مونږ ته زمونږ مسؤليت را په گوته کوي، ځکه دا موږ او تاسې يو چې تاريخ جوړوو. بېلگه: مونږ څنگه او ولې بايد د خپل نظام، ملي ارزښتونو، جغرافيي، ژبې، کلتور او داسې نورو څخه ساتنه وکړو تر څو ددې د بقا لپاره بيا او بيا په ميلونونو افغانان ونه وژل شي.

6. که مونږ له تاريخه خبر نه يو نو خلک به د خپلو شومو اهدافو لپاره پر مونږ د دروغو تاريخونو څخه گټه پورته کړي.

7. تاريخ مونږ ته زمونږ مليت او پېژندگلوي راپه گوته کوي، داچې مونږ څوک يو او ولې په دا ډول يو او يا په دې جغرافيه کې اوسېږو. بېلگه: مونږ ته ولې افغانان ويل کېږي؟ اريايان څوک وه؟ زمونږ هېواد ولې خپله جغرافيه او نومونه وخت په وخت بدل کړي؟

او داسې نور…
هلمند ياد
مالمو – سويډن