کور / سياسي / د افغانستان ملي انسجام حرکت خپل شتون اعلان کړ

د افغانستان ملي انسجام حرکت خپل شتون اعلان کړ

انسجام ملی افغانستان

د افغانستان ملي انسجام حرکت په نوم يوسياسي تحريک په کابل کي راڅرګند سو.
ددې تحريک مشري په هلمند او زابل ولايتونو کي د ملي امنيت پخوانی ریس جنرال حمدالله نازک کوي.
جنرال نازک چي د محمداشرف غني د ګډ حکومت په تېره دوره کي په ملي امنیت په لوی ریاست کي له خپلي دندي استعفا وکړه ، لراوبر ته د غورځنګ جوړيدلو په اړه وايي چي داحرکت د مدني ټولنو، صنفي اتحاديو، برحاله او متقاعد سلګونوجنرالانو، د عدلي او قضايي ادارو قاضيانو، څارنوالانو حقوقپوهانو، د ټولنې مخورو شخصيتونو، سياستوالو او عام ولس څخه تشکیل سوی دی .
نوموړی وايي: موږ نه یوازې دا چې د ملت د بېلابېلو اقشارو په استازيتوب پر افغان دولت او نړيوالې ټولنې باندې اعتراض لرو، بلکې د دې ستونزې د حل لپاره يوه جامع سياسي طرحه هم لرو چې مهمه برخه یې د بين الافغاني مذاکراتو ملاتړ دی خو بايد په دې مذاکراتو کې د افغانانو ملي ګټې د بحث اصلي موضوع وي.
د ملي انسجام حرکت په اعلاميه کي راغلي دي چي طالبانو د قطر په تړون کې امريکايانو ته ډاډ ورکړی چې د افغانستان خاوره به د امريکايانو پر ضد نه استعمالېږي، خو موږ له نړيوالې ټولنې، په تېره بيا له امريکا متحده ايالتونو او بريتانيا څخه دا ضمانت غواړو چې د ګاونډيو هېوادونو خاوره به هم د افغانستان پر ضد نه استعمالېږي.
د روانو سياسي هلو ځلو په اړه د ملي انسجام حرکت په اعلاميه کي راغلي دي چي د بنديانو د تبادلې ملاتړ کوي خو که د طالبانو هغه زندانيان ازادېږي چې د ترهګرۍ تر څنګ د نشه یي موادو په قاچاقو کې هم مجرم پېژندل شوي، نو بايد هغه زندانيان هم ازاد شي چې یوازې د نشه یي موادو په جرم زنداني شوي دي.

د افغانستان د ملي انسجام تحريکجنرال نازک له لراوبر سره په خبرو کي وويل د طالب زندانيانو په نيولو کې د افغانستان نظامي افسرانو، څارنوالانو، قاضيانو، بايد د دې ،حقوقپوهانو او ملکي .مامورينو لاس درلود، نن چې دا زندانيان ازادېږي نو د ملکي او دولتي مامورينو او ولسي خلکو د ژوند ضمانت هم پکار ده چي وشي
د افغانستان د ملي انسجام حرکت په داسي حال کي خپل شتون اعلان کړ چي د کابل په ګډون په ټول هيواد او نړۍ کي د کورونا ويروس د مخنيوي په خاطر ګرځبنديز او له کورونو د نه وتلو سپارښتني کيږي، په دې اړه د ياد حرکت مشر جنرال نازک وايي چي د افغانستان د روغتيا وزارت سره يې مشوره کړې او وزارت ورته يو ډاکټر ليږلی وو چي په کنفرانس کي تر برخي اخيستني مخکي د ټولو ګډونوالو د احتمالي ناروغۍ چيک وکړي.
د سياسي چارو څارونکو له نظره د افغانستان د ملي انسجام حرکت ټول شموله حرکت دی چي جوړښت له يوې سيمي يا ټبر او يا سياسي بهير سره تړاو نلري او ددوی غوښتني هم د اکثريت افغانانو له غوښنو سره ورته والی لري ځکه هيله څرګندوي چي د افغانستان دولت او د افغانستان سياسي خارجي ملګرو هيوادونو ته پکار دي چي په افغانستان په ثبات او بيا جوړونه کي ترې کار واخلي.