کور / #PTM / د عارف وزیر پر وژل کېدو په اروپا کي د پښتون ژغورني غورځنګ د اوروپايي هېوادونو د کواورډينېشن کمېټۍ اعلاميه

د عارف وزیر پر وژل کېدو په اروپا کي د پښتون ژغورني غورځنګ د اوروپايي هېوادونو د کواورډينېشن کمېټۍ اعلاميه

د عارف وزیر پر وژل کېدو په اروپا کي د پښتون ژغورني غورځنګ د اوروپايي هېوادونو د کواورډينېشن کمېټۍ اعلاميه

هالنډ ۲ مئ ۲۰۲۰

د مئ په لومړۍ نېټه ماځيګر د خيبر پښتونخوا په واڼه کي نامعلومه وسله والو د پښتون ژغورني غورځنګ پر مخکښ غړي عارف وزير په داسي حال کي بريد وکړ چي دغه ټوله سيمه او دلته تګ راتګ د پاکستان د پوځ او استخباراتو په بشپړه کنټرول کي دي.نوموړی پر سر او اوږه وويشتل سو چي وروسته يې د ژورو ټپونو له امله په روغتون کي ساه ورکړه.

د دې غمجني پېښې په غبرګون کي د پښتون ژغورني غورځنګ د اوروپايي هېوادونو د کواورډينېشن کمېټۍ ددې غورځنګ د بهرنیو اړیکو د مسؤل ښاغلي نظیف الله اشنغر په ګډون يوه بېړنۍ غونډه وکړه چي پکي د ټولو اوروپايي هېوادونو ټاکل سوو مسوولو استازو ګډون درلود.

د کمېټۍ مسوولينو پر دې پېښې د زړه له کومي خپله خواشيني څرګنده کړه او په سختو ټکو د غندني تر څنګ د پاکستان د عدليې ارګانونو او له نړیوالو بشري حقونو د سازمانونو غوښتنه کوي چي ددې ترهرګري پېښي، چي د پاکستان د پوځي استخباراتو بې ملاتړه ناشوني ده، رڼې پلټني ممکنه کړي، پلان جوړوونکي دي يې په ګوته کړي او عاملينو ته دي يې د قانون سره سمه سزا ته لاره اواره کړي.

د يادوني وړ ده چي د عارف وزیر کورنۍ په منځنۍ پښتونخوا ( پخوانۍ فاټا) کي د ترهګرۍ د مخنيوي او مظلومو پښتنو ته د دوی د بشري حقونو په لاره کي نه ستړي کيدونکې مبارزه کړې ده او په دې لاره کي يې د پلار او ورور په ګډون د کورنۍ ۱۷ کسان په سيمه کي د دولت لخوا د تمويليدونکو ترهګرو لخوا په بېرحمۍ وژل سوي وو، نوموړي د تېرو دوو کلونو ډیره موده د پښتون ژغورني غورځنګ په صف کي دریدلو او د ظلم خلاف احتجاجونو له امله په زندانونو کي د ظلم تشدد او کړاو شپې ورځي وزغملې چي وروستی ځل فقط یوه اوونۍ مخکي راخلاص سو خو بدبختانه نن د خپلو مظلومو ولسونو د ژوند او امن له روا مبارزې د تل لپاره بېل کړل سو.

په اروپا کي د پښتون ژغورني غورځنګ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې او د اروپايي اتحاديې د اسيا د چارو مسولينو څخه غواړي چي په پاکستان کي د دولت لخوا پر لږکيو په ځانګړې توګه پر پښتنو د روانو بشري جنايتونو قضیې او د دوی نسل وژني ته جدي پاملرنه وکړي او پر پاکستان له دغه جنايتونو څخه د لاس اخيستني په موخه سياسي او اقتصادي بنديزونه ولګوي.

غونډې د ډيورنډ کرښي پر دواړو خواوو مېشتو افغانانو او په نړۍ کي د پښتون ژغورني غورځنګ پر ملاتړو ږغ وکړ چي تر بل هر وخت ډير په اتحاد و اتفاق د خپلو مظلومو خلکو دپاره د ژوند او امن ږغ پورته کړي.

د عارف وزير روح دي ښاد وي او د انساني حقونو سولي او امن لاره پښتون ژغورني غورځنګ دي روښانه وي!

په درناوي

په اروپا کي د پښتون ژغورني غورڅنګ
د اروپايي هېوادونو کؤاورډنېشن کميټۍ