کور / #PTM / محسن داوړ ګيله کړې ده: کابله ستا په تور مي وژني

محسن داوړ ګيله کړې ده: کابله ستا په تور مي وژني

نیټه: ثور / ۱۴ / ۱۳۹۹ ه ش کابل

ځواب:  داوړه وروره!

ګیله دې په سر سترګو منو، د عارف وزیر شهادت دې ټولو ته مبارک وي، کله کله حالات داسې وي چې سړی ډېر څه نشي کولای د PTM مبارزه د لومړۍ ورځې څخه مونږ تعریف کړې وه، چې دا د بې عدالتۍ پر وړاندې مبارزه  ده او دا د تاریخ مبارزه ده او په دې مبارزه کې د باچا خان د عدم تشدد فلسفه نغښتې ده،  ستاسو پر هرې بدې ورځې موږ ژړلې دي په ورورۍ دې نه یم پښیمانه لکه تا چې ګیله کړیده، چې موږ ستاسو پر سر وژل کېږو، زموږ سره هم عین کار شوی دی پنجابي موږ په دغه ګناه نیولې یو چې تاسې تر اټکه پورې ولې د خاورې خبره کوئ او څلویښت کاله کیږې چې په دې عنوان وژل کیږو د پولې دواړو غاړېو ته د یو مشخص قوم د ځپلو لپاره لویه توطئه روانه ده ډېر درته د ځان سپیناوی نه کوو ستاسې د مبارزې په اړه مې څلور مقالې نشر ته سپارلې دي ، موږ خو ډېر واضح وایو چې د PTM مبارزه د قومیت په منظور نه بلکې د اسلامي او بشري قوانینو په رڼا کې یې هم ملاتړ اخلاقي او انساني کار دی بلکه دا کار د نړۍ د ټولو بشر دوستو هېوادونو کار دی موږ خو پنجاب ته واضح وایو چې ستاسو غلطو سیاستونو نن یو لوی قوم را پارولی دی.

اول خبره داده جغرافیه کې چې کوم قومونه اوسیږي دا د حکومتونو مسئولیت دی چې ټولو ته به مساوي حق او حقوق ورکوي. دلته موږ هم په ډیر بد حالت کې یو نه پوهیږو چې دنیا وال او زورور موږ سره څه کوي؟ ډېری سیاسون مو ملي ګټې نه پېژني سوله هم په یو ناڅرګند حالت کې ده طالبان هم کله کله د غرور خبره کوي، حکومت بیا د سولې لپاره میکانیزم نه لري خو ددې ټولو سره سره د دایمي سولې لپاره یو چانس وینو، خو دا با تدبیره مشران غواړي موږ خو د نا امنۍ، جنګ، جګړې، بې کورۍ دا بدې ورځې ډیرې لیدلي دي، په سوات او وزیرستان کې مو د پنجابي پوځ له لوري د نازولو پیغلو ډیر فریادونه اورېدلي دي، حالات داسې دي چې د پولو دواړو غاړو ته نوره جګړه خلک په هیڅ عنوان نه غواړي، ځکه چې وطن مو ټول له کونډو او یتیمانو ډک دی دلته هم ولس را ویښ شوی دی او د تغیر خبره کوي نو په دې تاریخي حالاتو کې باید موږ او تاسې نفسي غریزې پرېږدو، او په دغه حق لاره کې ثابت قدمي واوسېږو باید له خپلو علماوو، قومي مشرانو او خپل ولس سره د مسجدونو تر کچې مشورې وکړو او خپل دا ناولی تقدیر بدل کړو او همدا یې وخت دی.

وروسته له هر چا سره چې زموږ د وژلو پروژې عملي کوي د هغوی سره باید همداسې د عدم تشدد مدني مبارزه وکړو.

موږ باورې یو چې د شهیدانو وینې به حتماْ رنګ راوړي، پر سختیو صبر او حوصلې باندې خدای تعالی د روڼ سباوون خبره هم کړېده.

نقیب مسعود، ارمان لوڼې، عارف وزیر او PTM نورو شهید شویو غړو مظلومه وینه به حتماْ رنګ راوړي د خویندو مبارزه هم لویه کار نامه ده وړانګه او ټولې مبارزې خویندې د دوی حوصلې او کارنامې د خویندو په تاریخ کې بې مثاله دي، منظور پشتون ملګرتیا ټینګه وساتئ په خاص ډول ته او علي وزیر، زه چې کله د منظور پشتون د ملنګۍ سیاست ووینم ماته ډیر امیدونه پیداکیږي، په تاسو کې هم د پشتانه په نامه ځینو سیاسونو د دې پر ځای چې د پشتانه د درد دوا شوي وای او یواځې یې شعاري او د خپلو شخصي ګټو سیاست کړی دی.

اوس ددې وخت دی چې ټول یو او بل په غېږ کې سره و نیسو، پیغورونه پریږدو په لویه حوصله دحق او باطل مبارزه وکړو، محمود خان او اسپندیار ولي خان ته په کار ده چې د پاچا خان او خان شهید د PTM مبارزه جاري وساتي تر څو خپل مشروع حقوقو ته ورسیږي یو ځل بیا پر پنجاب غږ کوو چې دا د بې عدالتۍ او د خلکو د کورونو د خرابیدلو د پولې دواړوو غاړو ته د هر ډول مداخلې څخه ډډه وکړي که دا کار ونه کړي بیا به دا سیمه دومره اور واخلي چې پنجاب او دنیا به هم پکې وسوځیږي. په پای کې په دغه بیت خپله مقاله را نغاړم.

په جهان د ننګیالو دې دا دوه کاره                                  یا به وخوري ککرۍ یا به کامران شي

 

په درنښت

سردارمحمد همدرد

دافغانستان سوله ییز بدلون بنسټ

د دارالانشاء رئیس