کور / #corona-crisis / انګلستان: د کورونا اقتصادي بحران تیرو ۳۰۰ کالو کي نه وو پېښ سوئ

انګلستان: د کورونا اقتصادي بحران تیرو ۳۰۰ کالو کي نه وو پېښ سوئ

اقتصادپوه مختار احمد احسان

د انګلستان مرکزي بانک (Bank of England) د پولي پالیسی په تازه خپور سوي راپور کي اټکل کړئ چي د کورونا وایرس له امله د انګلستان پر اقتصاد منفي اغېز تاریخي دئ او په تیرو ۳۰۰ کالو کي نه دئ پېښ سوئ. د مرکزي بانک د اټکل له مخي به ناخالص داخلي تولید (GDP) د ۲۰۲۰ زېږدیز کال په لومړي نیمايي کي د تقریبا ۳۰ سلني کمښت سره مخامخ سي. د انګلستان د ناخالص کورني تولید دغه کمښت د ۱۷۰۹ زېږدیز کال څخه بیا تر اوسه نه وو رامنځته سوئ.

دغه راز مرکزي بانک وړاندوینه کوي چي په انګلستان کي به د بېکارۍ کچه ۹ سلني ته پورته سي، حال دا چي حکومت بېلابېل د مالي پالیسي د مرستي پروګرامونه اعلان کړي او عملي کوي يې. د بېکارۍ د کچي دغه فیصدي د ۲۰۰۷ و ۲۰۰۸ اقتصادي بحران سره په پرتله زیاته ده. همداډول د انفلاسیون اټکل په ۲۰۲۱ کي صفر اعشاریه پنځه فیصده ښودل سوئ دئ چي په ۲۰۲۲ زېږدیز کال کي به بیرته ۲ فیصدو ته نږدې سي.

انګلستان یوازینی هیواد نه دئ چي د نړیوالي وبا کورونا وایرس سره لاس او ګرېوان دئ، خو دغه هیواد سږ کال د اروپايي اتحاديې څخه په رسمي ډول وځي، چي په دې سره يې هم اقتصادي وضعیت لا سخته ضربه خوري. د اروپايي اتحاديې څخه وتل او د کورونا وایرس نړیواله وبا یوځايي د انګلستان اقتصادي بحران د ځینو نورو هیوادونو هغه په پرتله زیات منفي کوي.