کور / خبرتیا او پيغامونه / انقلابي شاعر علي ګل پیوند مړ سو

انقلابي شاعر علي ګل پیوند مړ سو

لیکوال: نورمحمد غفوري
۲۴/۲/۱۳۹۹
په ډیره خواشینۍ سره د فیسبوک له پاڼو خبر شوم چې زما ګران، مهربان، انقلابي، شاعر او مبارز ملګري ښاغلی علی کل پیوند د آلمان د هامبورګ په ښار کې له دې نړۍ څخه د تل له پاره سترګې پټې کړې.

انا لله و انا الیه راجعون

د ټولنیز عدالت او پرمختیا د لارې نه ستړی کیدونکی مبارز، د مهربانه او دردمنو زړونو پیوند، د انقلابیونو د پیوستونونو پیوند، د خوځنده روح او نوښتګرو فکرونو پیوند او د استبداد پر ضد د سرښندونکو د مجلسونو او یادګارونو پیوند دې الله تعالی وبخښي. میرمنې، زامنو، لوڼو او د ده د درنې کورنۍ ټولو غړو او همدا راز د نوموړي د مبارزې د سختې لارې سرښندونکو ملګرو او د پیوند د شعر او شاعرۍ مینه والو ته ددې ستر غم د زغملو حوصله او د زړونو صبر غواړم.

زه د پیوند له شعر سره د تنکۍ ځوانۍ له وخته آشنا شوم او د غم ځپلو د غم د بیان او انقلابي شعرونو یې زما په ځوان او خوځنده روح او فکر ډیر اغیز ښیندلی او د ظلم او استبداد پر ضد طبقاتي مبارزې ته یې هڅولی یم. د علی ګل پیوند شعرونه به زموږ د مجلسونو، اعتصابونو او مظاهرو پسول و. دده د شعر په ژبه مو پر ځوانانو د طبقاتی مبارزې چیغه داسې جګوله:
خصوصی مالکیت کله چې پیدا دی
له هغه وخته تر ننه دا جګړه ده
دا ظالم له دې مظلوم سره جنګیږي
کله ګرمه شی او بیا کله سړه ده

د سپین تڼی د میرویس میاخیل په مرسته جوړه شوي لیکنه کې دده په اړه لیکل شوي معلومات کې (په کم تغیر) لولو چې شاعر علي گل پيوند دکونړ دولايت د پشد په کلي کې زېږيدلى دى. لومړنى ښوونځى يې د پشد په کلي کې ولوست . له څلورم ټولگي نه يې نظم وايه او مشر ورورته به يې کيسې لوستلې .
ورورو يې د شعرونو او بيا پخو او ښو شعرونو ليکل پيل کړل . کابل ته دابن سينا ليسې ته ولاړ. ددې ليسې نه ترفارغيدو وروسته ېې عالی دارالمعلمين ولوست اوبيا يي دکابل پوهنتون دادبيا تو پوهنځي . دښوونکوپه روزنيزه اکاډمي اودارلمعلين کې ښوونکى وو.
دثور تر انقلاب وروسته لومړى د پوست رئيس شو، بيا د ثور انقلاب دورځپاڼې د مسئول مدير او وروسته د اطلاعاتو او کلتور د وزير د مرستيا ل دنده ورله غاړې شوه.
جرمني ته دسفير په توگه دليږلو دنده ور وسپارله شوه ، خود هغه پرځاى زندان ته وليږل شو. اته کاله يې د څرخي پله په زندان کې تيرکړل . وروسته المان ته مها جر شو. ترنن پورې ددې هيواد په هامبورگ کې اوسيد چې دادي د آلمان په همدې ښار کې یې له فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړئ.

علی ګل پیوند د شعرونو څو چاپ شوي آثار لري لکه زړه ډمه ، دسينما ياران ، سياسي طنزونه، سيلي او باولي اونور. واده يې کړى اوماشومان لري.
علی ګل پیوند د افغانستان د خلکو دموکراتیک ګوند غړی او نومیالی انقلابي شاعر و چې د شاهي رژیم په زمانه کې به دده شعرونه د مظاهرو له ستیجونو لوستل کیدل او د ځوانانو او انقلابیانو په روزنه کې یې ښه رول لوباوه.

علی ګل پیوند خوږ ژبی انقلابی شاعر او ژورنالیست و چې وطنپال او سپيڅلی شخصیت یې لاره. شعرونه یې د هیواد د رنځپلو خلکو د اوږدو رنځونو انعکاس او هنداره ده. د علی ګل پیوند د شعر په لوستلو ما پخپله ډیر ژړلی او زه باور لرم چې ټول هغه د احساس څښتن کسان چې دده د شعر د زمانې همزولي دی، دده شعرونو به ډیر ژړولي وي. پخپله علی ګل پیوند هم لیکې چې:
ستا زولۍ به هم دتړمو اوښـکو ډنـــد کـــړي
که دی پرانیستـې سینـې زمــا دشـــــعـــر
دا زخمــي تــوري بــــــه وسپـــــړي ګلــــونــــه
پـــه څپــو څپـــو ګیلــې زمـــا دشـــــــعـــر

د علی ګل پیوند شعرونه هسې سړې کرښې نه دی چې زړونه او وینې په جوش نه شي راوستلای. پخپله علی ګل پیوند خپل خواږه دوست او ملګري، د هیواد نومیالی لیکوال، ژباړن، ژورنالیست، ادیب او خورا تکړه دیپلومات محترم لطیف بهاند ته په ۱۳۶۵ کال کې داسې لیکي:
داسړې کر ښې سیــزمــه دابــــې مینـــــې
چې نه ستا زړه تودوي او نــــه زمـــــا وینـــــې
درټلي ذ‌هن تـــاو کـــې یــې راتــاو کـــــړم
شي دشنه اسمان په غـــاړه سپینــې سپینــــې
ماویل تندر به دزړه په تل کـې پــــریــــــوزي
خوستا ستر ګو کې خبـــرې مینـې مینـــې
ماوې دابه دترخــو شپــو تــرانـــې شــــي
زما شعر کــې بــه ځـــي دزړګـــي وینـــــې
اور دې پورې شي په داسې ســاړه شـــــــعـــر
چې پې لوند نه شي ګریـــوان دچـا دمیـــنــې

علی ګل پیوند د هیواد د حوادثو په اړه سپینه خبره کوي او وایي چې:
پیل مــو پـــــه سندرو کړه ژړا شوله
ښــــه سپینـــــه خـــبــــره وه بلا شوله
ما ودانـــوله رانــــه ورانــــــه شـــــوه
ښکلې مدیـنـــه وه کـــــر بـــلا شوله
ړنګې شوی ماڼــــــې د باورونو کې
وسوه « غلغله » ( ۱ ) شوله تالا شوله
ټولو په رڼو سـترګـــو لیــــدلــــې دی
څه به وایم چا وکــــړه دچـــــا شـــوله
پیټی دګناه که یې پــه ســــر وړمـــــه
نورو نورو کــړی وه زمــــا شــــولـــــه

د درانه شاعر او د افغانستان د ادب د آسمان ځلیدلي ستوري په یوه څلوریزه کې داسې لیکلی چې:
زما مړي ته کفن درسره ورکړئ
ټپوسان راته پرينږدئ په ټټر
د وطن د مور لمنه کې مې خښ کړئ
د کابل خاوره مې وشیندئ په سر

خو د افسوس ځای دی چې نن له هیواده په زرګونو کیلومتره لرې مسافه کې د هجرت او کډوالۍ په داسې شرایطو کې له دې نړۍ سترګې پټوي چې د کرونا د وبا بحران ټوله نړۍ نیولې او ټولې ځمکنۍ او هوايي لارې د انسانانو پر مخ بندې دي.

الله تعالی د پرې ورحمیږي.
نور محمد غفوري
۲۴/۲/۱۳۹۶