کور / تازه خبرونه / سفما: د خبريالانو پر ستونزو پريس كنفرانس جوړ كړ

سفما: د خبريالانو پر ستونزو پريس كنفرانس جوړ كړ


د جنوبي آسيا د خبريالانو ټولني (سفما) دفتر په كندهار كي د خبريالانو د ستونزو په اړه يوه خبري غونډه جوړه كړه.
د غونډي موخه په سيمه كي د جنګي اړخونو له خوا خبريالانو ته د پېښو پر مهال د معلوماتو له نه وركولو څخه شكايت و.
د جنوب لوېديځي حوزې دپاره د سفما د سيمه ايز دفتر مشر فضل الرحمان په جنوب لوېديځه حوزه كي خبريالانو ته ورپېښي ستونزي د ډېري اندېښنې وړ وبللې او په جګړه كي پر ښكېلو اړخونو يې ږغ وكړ چي د پېښو پر وخت خبريالانو ته د معلوماتو په وركولو كي مرسته وكړي او په كارونو كي ستونزي ورته پېښي نكړي.
ښاغلي فضل الرحمان په ځانګړي ډول له دولتي چارواكو څخه ګيله وكړه، چي كله كوم ځاى كي پېښه سوي وي، دولتي چارواكي يې په اړه پټه خوله وي او د خبريالانو پوښتنو ته پر وخت ځواب نه وايي.