کور / اقتصادي / افغانستان باید د پیسؤ نړیوال صندوق ته ولاړ نه شي

افغانستان باید د پیسؤ نړیوال صندوق ته ولاړ نه شي

لیکوال: عبدالجليل ځدراڼ

ايا پوهيږۍ چې د پيسو نړيوال صندوق يا ای ايم ايف چې کوم هيوادته پور ورکوي نو اول دهغه هيواد ملي اقتصاد تحليل کوي او د هغېپه اساس ورته شرطونه برابروي تر څو دوی د خپل پور او سود بيرتهاخيستو ډاد تر لاسه کړي.

ايا پوهيږی چې د پيسو نړيوال صندوق يا ای ايم اېف سازمان په تاريخ کې ځينو هيوادونو ته د پور ورکړې دپاره په روغتون او ښونځيو فيس اخيستلو شرطونه هم ټاکلي کوم چې د ناروغيواو مرګونو زياتيدو او د بې سيوادی کچې لوړيدو لامل شوي.

مخکې له دې چې زه خپل نطر او دلايل شريک کړم چې ولې بايد افغان دولت د ای اېم ايف څخه پور وانخلي، راځۍ چې اول د ای اېم اېف دپيسو نړيوال صندوق سازمان ته يوه لنډه کتنه وکړو.

د پيسو نړيوال صندوق يا ای اېم اېف څه شی دی؟

د پیسو نړیوال صندوق (ای اېم اېف) يو نړیوال سازمان دی چې په کال۱۹۴۵ کې جوړ شوی. ټول ۱۸۹غړي هیوادونه لري او مرکزي دفتر یې په امريکا واشنګټن کې دی. د دغې سازمان موخې په نړیواله سطح مالي همکارۍ رامینځته کول، مالي ثبات خوندي کول، د نړیوالې سوداګرۍ اسانتيا، کاري فرصتونو زياتول او او په ټوله نړۍ کې د غربت کمولو لپاره کارکول دي.

د پیسو نړیوال صندوق (ای اېم اېف) وايي زموږ لمړی هدف اواساسی دنده د نړیوال پولي سیستم ثبات تامینول دي او دا کارموږ له دریو لارو ترسره کوو.

*. نړیوال او دغړو هیوادونو اقتصاد څارو. احتمالي خطرونه په ډاګه کوو او د پاليسيو سمون په اړه مشورې ورکوو.

*. هغو هیوادونو ته پور ورکوو چې د تادیاتو توازن يا د خپلو کلنی خرچو دپاره سرچينه نه لري.

*. د سازمان غړو هيوادونو سره د اقتصادي پالیسۍ او ادارې عصري کولو او د خلکو روزلو کې عملي مرسته کوو.

خو بدبختانه د ای اېم اېف دا ډراماټيک تعريفونه د حقيقت سره ډيرتوپير لري او دا ټول صرف د دوی د پلان د پېل کيدو يوه برخه ده. پهحقيقت کې ای اېم اېف يو داسې سازمان دی کوم چې اړمندههيوادونو ته د سود تر څنګ په شرط پور ورکوي او له همدې لارې ددوی اقتصادي کنترول په خپل لاس کې اخلي. او بيا پرې د خپلېخوښې اقتصادي پاليسۍ پلي کوي. په دا ډول د دولت تر څنګ پر عاماولس هم اقتصادي او روحي فشار راوړي. لکه د مالیاتو زیاتوالی ، د نوي مالیاتو پلي کول ، په نرخونو کې بدلون ، په اداري پالیسیو کېبدلون او داسې نور.

لنډه دا چې دا د نړی ځواکمنو هيوادونو دپاره د نورو هيوادونو اقتصاد کنترولو يو وسيله ده.ځکه چې په د سازمان کې چې څه پريکړه کيږي نو زياته رايه دنړی ځوکمنو هيوادونو وي.چې تر ټولو ډير رايه د امريکا ۱۶.۵٪سلنه او بيا ورپسې جاپان، چين او اروپايي هيوادونه دي.

که مو لوستلي وي نو تيره اونۍ ای اېم اېف له پاکستان څخه غوښتي وه چې د دولتي کارمندانو معاشونه ورنکړي او ورسره د هيواد په کچه بايد ۵.۵ مليارده ماليه هم راټوله کړي کوم چې د پاکستان اټکل شوي ماليې نه قابو يو ميليارد زياته ده.

پور اخيستل او خلاصول مشکل نه دی خو خبره يي ټوله په سود کې ده کوم چې کال په کال زياتيږي او دلته بايد د تير کال د سود په سر هم سود ورکړل شي. د مثال په ډول په داغه پاڼه کې تسو کتلی شی چې څنګۀ د پاکستان سود ثانيه په ثانيه زياتيږي. چې هره ثانيه قآبو ۶۸۵ ډالره دی.

https://commodity.com/debt-clock/pakistan/

 

د دغو ټولو سربيړه زما دا مطلب نه دی چې هيوادونه د ای اېم اېف دپور څخه استفاده نشي کولای. د نړی زياتره هيوادونه د ای اېم اېفڅخه پور اخلي او څپل ملي پروګرامونه پر مخ بيايي. دا پورونه دهيواد مالي پرمختګ دپاره ډير ګټور او اسانه مالي سرچينه ده خو دهغو هيوادونو دپاره چې له فساده پاک وي او يا هم د فساد کچه ييبيخي ټيټه وي. داسې هيوادونو مخکې د مخه هر څه پلان کړي وياو هم يي د پور بيرته ورکولو دپاره لارې سنجولي وي چې تر څو دبيځايه سود څخه خلاص شي. خو بدبختانه زموږ وطن چي د فسادځاله ده او دولت مو ټول غير مسلکي خلکو محاصره کړی نو په داسېحالاتو کې دا پورونه موږ ته د ذهرو پياله ده. ځکه چې دولتيچارواکې يي صرف اخيستو ته خوشحاله وي او د پور خلاصون دپارههيڅ کوم مهالويش او پلان نه لري.


افغان دولت بايد د ای اېم اېف څخه پور وانخلي:دليلونه:

زما په نظر ستونزه په پور اخيستو کې او يا بيرته ورکولو کې نه ده، بلکې دلته نور فکټورونه هم شته چې زما په شمول زياتره هيوادوال يي انيديښمن کړي دي. راځي چې يو يو يي په دليل سره ووايو.

۱. موږ ټول په د ښه پوهيږو چې دولت کې هیڅ ډول دوام شتون نلري. کچيرې اوسني دولت پور واخیست او د سولې پروسې موږ ته يو نوی دولت راکړ نو دوی به د اوسني حکومت ټولې پالیسۍ او پروژې وځنډوي اوله سر نه به په نوي پروژو کار پيل کړي. نو دلته زموږ د پور بیرته تادیه کولو چانس صفر کيږي. ځکه چې نوی دولت چې تر څو په خپو ودريږي نو زمونږ دا پور به د سود د پاسه سود سره ډیر زيات شي.

۲. دويم لوی لامل يي په اوسنې نظام کې د سم تفتیش او کنټرول نه شتون دی. که موږ دا ومنو چې دولت رېښتنيا نورو پيسو ته ضرورت لري خو بیا هم موږ ټول له۹۰٪ څخه زيات باوري یو چې دا د پور پيسې به یوازې او يوازې شخصي جيبونو ته ځي.

۳. زموږ د اوسنۍ بودیجې پراساس چې له له نيمايي زياته د بهرنيو مرستې څخه جوړيږي، موږ دا ويلی شو چې موږ د پور بیرته ورکولو دومره احتمال نلرو. نو دا روښانه ده چې په راتلونکې کې به موږ لکه د پاکستان د پور پيسو څخه څو چنده زيات د سود پيسې ورکوو

۴. افغانستان ۳۳ ميليونه نفوس لري اود کروونا ضد مبارزې لپاره نړيوالو موږ سره د مخه ۴۰۰ ميليونه ډالره مرسته کړي. کچيرې دولت دا فنډ په سمه توګه استعمال کړي نو زه باوري يم چې دا زموږ هيواد دپاره خورا ډير دی. ځکه چې زموږ زياتره وګړي د ناروغی په وخت کې روغتون ته نه ځي او چې څوک ځي نو تر نيمايي زيات يي د دولت بيکاره صحي خدمتونه لامله شخصي روغتونو ته ځي.

۵. بدبختانه په اداري فساد کې زمونږ هيواد د نړی په کچه په مخکښو هيوادونو کې راځي نو په داسې حالاتو کې د پور اخيستل د ملت سره جفا او د ملت په نوم فساديانو ته نوي سرچينې پيدا کول دي.

دولت بايد څه وکړي؟

دولت که ريښتيا غواړي چې د کروونا ضد مبارزې دپاره مالي سرچينې پيدا کړي نو له دغو لارو يي تر لاسه کولای شي.

۱. دولت بايد په هيواد د ننه دولتي اخراجات وسپموي او کروونا ضد مبارزې فنډ ته يي انتقال کړي. د مثال په ډول د اجراييه رياست بوديجه چې ۵۱۷ ميليونه افغانی ده او د اولسمشر د چارو ادارې دفتر بوديجه چې ۶.۶ ميليارده افغانی ده. همدا رانګه د نورو دولتي ادارو د بوديجو په کموالي د هم غور وکړي او غير ضروري اخراجات د بند کړل شي.

۲. دولت بايد د فساد ضد جدي مبارزه په لار واچوي. دا به هم موږ ته د کروونا ضد فنډ وسيله وګرځي او هم به د دې لامل شي چې په راتلونکي کې هيواد له اداري فساده وژغورل شي. کلني اخراجات به موهم کم شي او هم به دولت د ملي پروژو تطبيق دپاره هر کال زياتې پسې ولري.

۳. کچيرې د دولت کروونا ضد مبارزه رېښتيا وي نو د دريمې درجې او جنګ څپلي هيواد په خيث بايد اروپايي اتخاديي، يواېس اېډ او يا کوم بلې نړيوالې ادارې ته د پام وړ وړانديز وکړي او مرسته د ترې وغواړي. زه ډاډه يم چې دوی به موږ سره حتمن مرسته وکړي ځکه چې دوی دلته خپل هدفونه او ماموريتونه لري او په د باندې دوی موږ سره خپله اړيکه خرابول نه غواړي.

ستاسو وخت او زما د ليکنې لوستلو دپاره ډيره مننه.

که کومه پوښتنه، نيوکه اويا هم مشوره لری نو مهرباني وکړئ د بريښناليک او يا له فسبوک له لارې ماسره اړيکه ونيسئ.

Email: jalilkhanzadran@hotmail.com
Facebook: : https://www.facebook.com/afg.pakhtoon?ref=bookmarks