کور / تازه خبرونه / پر ډيورنډکرښه احتجاجي پرلت دريمي اوونۍ ته ورسيد

پر ډيورنډکرښه احتجاجي پرلت دريمي اوونۍ ته ورسيد

پر ډيورنډ کرښه پروت افغان تجارتي ښارګوټی چمن کي د سوداګرو او ځايي خلکو احتجاجي پرلت دريمي اوونۍ ته ورسيد خو اوس هم ددوی غوښتني د پنجاب واکداران نه مني او دوی خپل کارونو ، تجارتونو او روزګار ته د تللو راتللو اجازه نه ورکوي.

د مارچ دمياشتي راهيسي د پنجاب واکدارانو پر ډيورنډکرښه د اوښتلو را اوښتلو لويي لاري لکه سپين بولدک، انګور اډه، تورخم او غلام خان د مساپرو، ناروغانو، ځايي خلکو او سوداګرو پر مخ په ناقانونه توګه تړلي دي.

په دې سره د ډيورنډ کرښي دواړو خواوو ته کورنۍ، مېشت ولس او کاروباريان خلک د سختو ستونزو سره مخامخ دي او په دې اړه درې اوونيو راهيسي په چمن کي سوداګرو او ځايي خلکو د سياسي ګوندونو په ملاتړ احتجاجي پرلت ووهه او له پاکستاني ظالم دولت څخه يې درې غوښتني وکړې:

۱ پر ډيورنډ کرښه دي تګ راتګ د پخوا په شان له هر ډول خنډ څخه خوندي او ازاد سي

۲ پر ډيورنډ کرښي د چمن و خواته د کرنټين کيمپ چي د ځايي خلکو او مساپرو د ځورني په مرکز بدل سوی دی ، دا دي ختم کړل سي

۳ پر چيک پوسټونو دي د خلکو ځورول او کړول ختم کړل سي

د پرلت يو ګډونوال جمال خان لراوبر ته وويل: که څه هم پرون ۲۰ جون د ځينو سختو شرطونو لاندي لاره خلاصه سوه خو نور نو نه د پنجاب واکداران د پرلت غوښتنو ته پاملرنه کوي او نه کابل زموږ ږغ اوري.

د پرلت يو بل ګډونوال وايي اوس هم تمه لري چي کابل يې ږغ واوري او د قبايلو وزارت ددوی د ستونزو د حل دپاره لاس په کار سي. په پرلت کي د بېلابېلو سياسي ګوندونو او سوداګريز اتحاد استازو تر څنګ په سلګونو تنکي ځوانان هم ګډون لري، دا هغه ځوانان دي چي د خپلي کورنۍ ديوې ګولې ډوډۍ دپاره يې د مساپرو سره د سامان په وړلو راوړلو کي مرسته کوله اوس ټول بيکاره ناست دي چي ډيری يې د خوراک دپاره د وچي ډوډۍ اخستلو وس هم نلري.

عبدالرحيم وايي په کور يې په چمن کي دی خو کاروبار او دکانداري يې د سپين بولدک په ويش بازار کي ده ، نوموړی وايي د روژې د شروع څخه نه بيا خپل دکان ته تللای سي او نه نور ورسره د خوراک څښاک دپاره پيسې پاته دي، نوموړی وايي چي موږ به تل د لراوبر يو افغان نارې وهلې خو اوس چي پر موږ سخته ده پکار ده چي بر وطن زموږ سره د همږغۍ او همکارۍ ږغ پورته کړي.

د يادوني وړ ده چي افغانستان تر اوسه د چمن پرلت په اړه نه په ټيټه او منځنۍ کچه غبرګون ښوولی دی او نه هم په لوړه کچه.

د چمن پرلت کوونکي که څه هم ستړي ښکاري خو بيا هم وايي چي ددوی سره توپيرانه چلند کيږي او له د خپلو روا حقونو تر لاسه کولو پوري به احتجاجي پرلت ته به دوام ورکوي.