کور / تازه خبرونه / هلمند کي پر مېله دمرګوني برید ضد لاریون وسو

هلمند کي پر مېله دمرګوني برید ضد لاریون وسو

هلمند کې د سنګین او واشیر ولسوالیو په خونړیو پېښو لاریون وشو.

د هلمند مدني فعالانو او د قرباني شوو کسانو د کورنۍ غړو لار یون کې پر حکومت او وسله والو طالبانو غږ کړی چې د ولس د صبر کاسه ‌‌‌‌‌‌ډکه شوې، ژر تر ژره دې د ورستیو پېښو مجرمین پيدا او ولس ته په لاس ور کړي چې هغوی خپله جزا ورکړي.
دوی حکومت او طالبو ته وویل چې، پل تاسو ته ولاړ دی یا غل په لاس راکړئ یا پل له ځانه واوړئ
همدارنګه یې غږ کړی چې نور دې موږ په نکټایی او بګړۍ کې نه وژني او په دې ولس دې رحم وشي وکړي کنه ډير ژر به له دغه ولایت څخه داسې انقلابي او خود جوشه چیغه پورته شي چې حکومت او طالب دواړو ته به د سر په کاسه کې اوبه ورکړي.