کور / سياسي / د افغانستان شته والی – ګواښونه اوخطرونه

د افغانستان شته والی – ګواښونه اوخطرونه

یوسیاسي تحلیل

لیکوال : پروفیسور رشید نهرو پوهنتون

          په دې وروستیوکې افغانستان له جعلي اوتقلبي ټاکنو وروسته د یوه سخت اوکړکیچن حالت منګولو ته ورلویدلی دی، په کورنۍ کچه اشرف غني دومره وارخطا حیران دریان شوی چې بیګا یوه خبره اوپریکړه وکړې سبا به بیا پرې پښیمانه وي ، داځکه چې دی اودده ادارې په فساد اوخیانت کې دومره سره ښکیل ده چې مثال اوبیلګه یې دتیرې یوې نیمې پیړۍ دسیاست دتاریخ په اوږدو نه یوازې په افغانستان بل په ټوله آسیا کې څوک نه شي په ګوته کولای. اشرف غنی تیره اوونۍ دټولو مالی او اقتصادی مسوولین له هیواد ه په نه وتوب ( یا ممنوع الخروخ ) اعلان کړل خویوه ورځ وروسته دغو مسوولینومسوولو مقاماتوته ترغوږ ورسوله چې « موږ هرڅه چې کړي، هغه مود ولس مشرپه اشاره  په ټاکنوکې دهغه دبري په خاطر ترسره کړي دي …» ترڅوچې دغه فرمان زربابیزه شو اودمطبوعاتوله شرمه یې بله بڼه ورکړه … بل خوا دابله لویه،وایې هندو چرګ واخیست اوویې غوښتل چې په یوه ایمانداره مسلمان یې حلال کړي، انګریز ورته رامخته شو اوورته ویې ویل چې : راوړه زه یې درحلال کړم .هندو په ځیرځیرورته وکتل او په لنډوکې یې ورته وویل : ځه کاپره زما اوستا نوڅه فرق دی…

اشرف غنی هم خپل چرک په خلیلزاد اوپاکستان باندې حلالوي اودې ته سترګې په لاره دي اوفکرکوي چې بس هرپیغام  چې هغوی ورکړي هغه به دده په ګټه وي اودده مصنوعی سیاسي عمربه دیوې مودې له پاره نورهم اوږد کړي، په داسې حال کې چې دی اودده اداره ښه پوهیږي چې، پاکستان اوخلیلزاد خپله پروژه لري اودخپلوپاکستاني اوکله هم امریکایی ګټو په خاطردافغانستان په غمیزه کې له یوه اوبل سره لاس په کارشوي اودی افغانستان بدمرغۍ ته یې په ګډه ملا را تړلې ده. پاکستان لکه چې دجهاد په ډرامه کې یې دیوه بریالي اتل په رول کې خپله بریالۍ لوبغاړي ترسره کړه ، هم هغه ډرامه یې یوځل بیا له امریکایی استخباراتي سرچینو سره ترلاس لاندې نیولې ده. دجهاد په شپوکې افغانستان دیوه دولت اویوپیاوړي نظام خاوند و، هغوی که  په هرفکراوهرڅوک وو، وطن اوخلکو ته یې دخیانت اوغلامۍ نیت نه درلود، پنځه ملیونه افغانان که مهاجرشوي وو، شل پنځه ویشت ملیونه په همدغه وطن کې ول اودلته یې تراوسني حالت سم او په ډاډ سره ژوند کاوه… خوپه وطن اوخلکویې داسې بدمرغه معامله ونه شوه لکه چې اوس د افغانستان دلاسپوڅي نظام ترشاه په خورا بدې بڼې سره دخلیلزاد دپروژې په نامه روانه ده. داخبره څه عادي خبره نه ده لکه چې دامریکا دولسمشرپخواني سلاکارجان بولتون یې په کتاب کې لیکي چې :« مکارخلیلزاد له طالبانوسره داړیکو پټ کانال درلود او دوی ته یې لوی امتیازونه ورکړل … » ( دتاند نشریه  د ۲۰۲۰ کال دجون ۲۴ )

دغه نښې نښانې دم ګړۍ دا ښیي چې دری ګونی مثلث ( خلیلزاد ، طالب + آی اس آی او غني ) په ډیرماهرانه ډول هڅه کوي چې افغانستان خو لا څه چې  امریکا وغولوي اوله داسې وروستي ترسره شوي عمل سره یې مخامخ کړي، چې دهغه په ترڅ به افغانستان د ګاونډیو په تیره بیا پاکستان دترانزیتي اډې حیثیت غوړه کړي اوداشرف غنی هغه دلیونتوب تیزسونه چې شرقی آسیا به په غربی او جنوبی به پرمرکزي آسیا وتړي هغه به دنورو (پاکستان اوآی اس آی ) له پاره ترنورو زیات په درد دوا شي.

اشرف غني لومړنی افغان واکوال دی چې د آی اس آی په وړاندې ثابت دریځ نه لري، نه یې تاریخي داعیې ته پام وکړ، نه یې هغه ناخوالې اوبدمرغۍ چې په تیرو څلورو لسیزوکې زموږ ملت ته ددغه خاین ګاونډي له خوا وردغاړېشوې پام وکړ. دم ګړۍ افغانستان دآی اس آی او نورو استخباراتي شبکومرکزګرزیدلی دی، داسې چې دافغانستان هرڅه یې ترخپل ګروت لاندې نیولي دي. همداده چې اشرف غنی نه یوازې داچې په دغه اړه نه خپله اراده لري اونه هغه توطیې چې دافغانستان په وړاندې هلته اودلته روانې  دي له خلکو سره شریکوي، همداده چې دده اداره اوس یوازې په کابل پورې تړلې اود ډیرزربه په خورا تراژیک ډول سره د سقوط څکه کوي. چې لامل به یې په تمامه مانا داشرف غني هغه ګونګه اولاسپوڅې تګلاره وي لکه چې اوس یې د پاکستان په وړاندې ترلاس لاندې نیولې ده ، پاکستان دافغانستان ټاکونکي ځواک  طالبان بولي،همدا لامل دی چې دهغوپه خاطریې خپل فوق العاده استازي چې دسفارت اوسفیر په شته والي کې یې اړتیا نه وه وټاکه، امریکا هم له هغوی سره په معاملو کې ښکیل ده ، دیوه خپرونې لیکنه ده چې لیکي :« شرف غنی در کنار دو سفرر سمی اش در دوران ریاست جمهوری به پاکستان، پنج سفر غیر رسمی به آن کشور داشته که هیچ یک از آنها رسانه ای نشده است ( افغان پیپر شماره ۲۳ جون ۲۰۲۰ )، دغه خبره  په خپله له دغې معما څخه پرده پورته کوي چې، اشرف غني له پاکستان سره د دیورندنامنلي کرښې په اوږدو کې داغزن تارپه تاریخی تیروتنه کې یولاس اویوخوله دی، دده په شرمناکه دوره کې اغزن تارپردغه کرښه باندې وغزول شو، هغه څه چې دتاریخ په اوږدو کې یوه واکمن اویوه حکومت هم داسې شرمناکې معاملې ته غاړه نه وه ایښې …

همداسې له دغوشرمناکوکړو وړو سره اړوند بله ډرامه داده چې امریکا په مرموز ډول له پاکستان سره دجوړ جاړي نوې توطیه پیل کړې ده. امریکا چې څومره اهمیت پاکستان او آی اس آی ته ورکوي، دهغه نمایی کچه نه اشرف غني اونه دده ادارې ته ورکوي ، ددې لوی لامل بیاهم پرطالبانواواشرف غنی باندې د آی اس آی اثردی، امریکا دم ګړۍ له افغانستان څخه دتاریخي ماتېپه ترڅ کې تښتیدونکې ده، همدا اوس دخپلو وسلو زیرمې د پاکستان په واک کې ورکوي داځکه چې امریکا ته پاکستان داشرف غنی ترټوله اداره هم اود پام وړ دی، امریکا د پاکستان په استخباراتوباندې دزړه له کومي باورمنه ده،  دوی ته باورمنه ده. د معتبرو سرچینود دراپورونوله مخې تراوسه چې لا امریکا په افغانستان کې په پوځي اوسیاسي لحاظ پرته ده، بیاهم د وسلو سپارلولوی بهیریې دپاکستان پرخوا روان دی لکه چې وایی : « در اولین تحویلی پس از توافق، ۲۳۰ تانک هاموی نیروهای آمریکا که قبلاً به افغانستان آورده شده بود دیروز به دولت پاکستان تسلیم شده است. گزارش‌ها می‌رساند که در تحویلی دوم ۳۰ هزار تفنگ M4 Carbine و ۸۰۰هزار مرمی، ۱۲ هزار واسکت زره و کلا ضدمرمی و ۲۲۰۰ دروبین‌های ترمو یا شب‌بین در اختیار پاکستان قرار خواهد گرفت  ( افغان پیپر ۲۵ جون )

له دغه عمل سره سم اوس دهرافغان په وړاندې دکابل له ادارې اوپه ځانګړې توګه له اشرف غني څخه دا پوښتنه اړینه ده چې کله دامریکایی وسلودغه کاروان پاکستان ته سپارل کیږي، ستا سې ونډه اوستادهغه ستراتژیک تړون چې امریکا به دافغانستان دخاورې له تمامیت څخه په خپلوټولو امکاناتو دفاع کوي اوپه هره برخه کې به مرستندویه وي اوس چیرې دی ؟

طالبانو په کمین کې وژلیو امنیتي ځواکونو ته اور اچولی (عکس له ګوکله )

لنډه داچې : ای ملته، را ویښه شه، اوکه نه داځل به په داسې برخلیک ورواوړې چې نوربه یوازې دیواجیراومزدور ملت په نامه دنړې دتاریخ سرنامه وې ، دملګرو ملتو دامنیت شورا راپور دی چې وایې : « دم ګړۍ (۶۵۰۰ )پاکستاني تروریستان چې خارجی جګړه هم ورسره مل دي د افغانستان په جګړه کې ښکیل دي . پاکستاني تروریستان په دغه ډله کې ترټولو مهمم اودپاملرنې وړونډه او دنده ترسره کوي چې  دوی اوپه افغانستان کې د دوی شته والی دادافغانستان د امنیت له پاره جدی خطردی…»  (*)

ددغه راپورمانا داده چې پاکستان غواړي یوځل بیاد افغانستان ملی حاکمیت اوآزاد شته والی دامریکا په مرسته،د خلیلزاد د پروژې په ترڅ کې له لوی تروریستی ګواښ سره مخامخ کړې ، دغه ګواښ به نه یوازې دکورنیومزدوراواجیرو ډلوپګډون ترسره کیږي بل په دې کې به اشرف غنی جهالت اودرواغجنه تګلاره هم لویه ونډه لري ، بولتون ګرم نه دی چې په خپل کتاب کې یې دبارنت روبین له قوله لیکلي : « که زه افغان وای  نودغې پایلې ته به رسیدلی وم چې دغه (اشرف غنی ) د افغانستان له پاره دلوی خطررامنځ ته کونکی دی، په امریکاهم تړلی دی ، په داسې یوه هیواد چې داسې یو شهوانی، درواغجن اولیونی د ولس مشرپه توګه ټاکي … »

پای

———————————————————————

(*) 6,500 Pak terrorists among foreign fighters in Afghanistan; LeT, JeM play key role: UN report

The report, from the UN Security Council’s analytical support and sanctions monitoring team and issued late last month, indicated the Pakistani terrorists formed a significant part of the foreign fighters that pose a serious threat to Afghanistan’s security because of their activities and permanent presence in the country.

WORLD Updated: Jun 02, 2020 22:44 IST

.