کور / #PTM / حنیف پښتين په دروغجنه نقدمه یوکال زنداني دی

حنیف پښتين په دروغجنه نقدمه یوکال زنداني دی

#حنيف_پشتين
نن د حنیف پښتين په جيل کښې يو کال پوره شو.

د نن نه يو کال وړاندې هم دا وخت د شپې درې بجې د ISI څو کسانو په ګډون په بنوں کښې په يو کور بريد وکړو ، فايرنګ ئې وکړو او بيا ئې وروستو د قتل يو FIR د پوليسو په وساطت د حنيف او دوه ملګرو خلاف درج کړو. د درواغو په دغه مقدمه کښې هغوئ ګرفتار کړلې شول. وئيلی شي چې دغه مقدمې د جوړولو په خاطر يو مړی هم چيرته د بل ځائې نه بنوں ته راوړل شوې وو. د رياست هم دغسې ډرامه کيسونو په پښتنو زلمو کښې بې حده مايوسي خوره کړي ده. چونکه مقدمه بې بنياده ده او د مقدمې ګواهان دا توان نه لري چې په عدالت کښې بيان ته مخامخ شي نو ځکه ریاست د مقدمې ټرائل ځنډوي لګيا دې.
حنيف پشتين د هيريدلو نه دې. هيله لرم چې ملګري به په منظمه توګه د هغوئي د رهايئ د پاره سياسي او قانوني مبارزه وکړي.