کور / راپور / د ګلپاڼو اتڼ د کتاب دمخ کتنې پوره رپورټ

د ګلپاڼو اتڼ د کتاب دمخ کتنې پوره رپورټ


۱۳۸۷ د زمري په ۷ نیټه په کابل کې د میډیوټیک مرکزي دفتر په انګړ کې د کاروان ادبي ټولنې او د میډیو ټیک په ګډه هکاره د هیواد ځوان اونوښتګر شاعر سیدجیلاني جلان د ګلپاڼو اتڼ د کتاب د مخ کتنې غونډه جوړه شوه.
په غونډه کې دهیواد  ګڼ شمیر ادبي او فرهنګی شحصیتونو سره بیره قومو مشرانو او د ولسي جرګې غړیو هم ګډون کړي .غونډې د مازدیګر له ۵ بجو څخه دشپې تر۹:۳۰ بجو دوام وکړاو په ډيره سندریزه فضا کې پر مخ تله  . دسټیج چارې عنایت الله دیدار  پر مخ وړې. غونډه د قاري صیب حواجه الدین حق بیان لخوا د قران شریف د څو سپڅلو ایتونو په تلاوت پرانیستل شوه. او ورپسې د  میډیوټیک مشر ښاغلي عبدالله نجات د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل . او زیاته یې کړه چې د شعرا وشاعرۍ تر څنګ باید د تفکر او علم کولو روحیه پیاوړې شي .او ویې ویل چې هغه کسان مې ډیر خوښیږي چې د شعر ، هنر ،فلسفې ،ادبیا
 تو او د پوهې سره مینه لري . او هغه انسان تل بریالی وي چې پوهه ورسره وي . او دخبرو په اخر کې یې جلان ته دکتاب مبارکی وویله .
دده له خبرو وروسته جلان د سټیج سر ته وغوښتل شو چې د معمول سره سم د غونډې ګډون والو ته شعرونه ولولي .
جلان یوڅو څلوریزې ، غزل اونظمونه  د غونډې میناوالو ته وویل چې تود هرکلی یې وشو.
ورپسې استاد سعدالدین شپون  خپله لیکلې مقاله واوروله . چې یو څو خبرې یې په لنډه توګه راخلو . استاد شپون جلان ښه او تکړه شاعر وباله . او زیاته یې کړه چې د جلان د ځینو شعرونو په مانا ځینې وخت نه پوهیږم . خو مهمه داده چې لوستونکی باید پرې پوه شي . ځکه د جلان شاعري زما په نظر په  څو شالونو کې پټه ناوې ده . چې څومره پردې پرې  زیاتې پرتې وي . هومره  ښایسته ښکاري . خو دغه ښکلا باید لفظي نه وي بلکې په تخیل پورې تړلي وي . چې له یوې خوا یې یوه ښکلا او له بلې خوا یې بله ښکلا ښکاره شي .او د خبرو اوږدو کې یې دجلان دې بیت ته اشاره وکړه


                    ځان کرمه ځان ریبمه عجیبه غوندې جلان یم
                    اوس د خپلو جذبو فصل اوس د خپلو جذبو لور شوم.

استاد زیاته کړه چې دغه دبیت د لفظي ښکلا نه هاخوا د تخیل ازانګه هم لري.
او ویې ویل سید بهاوالدین مجروح دې خدای وبخښي د ځانځنۍ ښامار  همدا مطلب یې په یو لوی کتاب کې بیان کړی
خو جلان  دغې خبرې ته یا دغه خیال ته نوې جامې وراغوستې دي اود تخیل له نوې زاویې ورته ګوري . او زیاته یې کړه.زه وایم چې د جلان شیطان هم ساده دی نو ځکه چې جلان داسې وايي.
        ترکیب مې او خیال مې خپل غږیږو ټول په پښتو
        د چا پور نه منم او زه هم په چا پور نلرم .
همدا خبره دده تر مخه رحمان بابا هم کړې
خوشحال بابا هم کړې ده .
که څه هم چې جلان دا  دعوا نه کوی خو اوسني شاعران د زړوشاعرانو څخه  ضرور پوروړي دي . لوستی شپون او لوستی جلان د نالوستو میندو پوروړي دي . مونږ پښتانه  چې په دغه باره تراوسه راغلي یو ایله یو تیږه پرې ږدو . مونږ باید دغه ادعا ونکړو چې ټوله باره مونږ جوړه کړې ده . مونږ هغه زړې تیږې او زړې ټوټې رااخلو یو نوې شکل ورکوو  یو نوی ترکیب ورکوو. چې که پرې جوسر ولګیږي نو توره به مو کړي وي . او که جوسر ولګیږي نو د جلان کله کله جوسر لګیږي .
زه د جلان صفت  ته نه یم راغلی د جلا ن جاج اخلم .
که جوسر شي نوداسې شي
             په بنګالیو کوډو نشي دوزخ مخیه واوره.
             پیغله د غره کلیمه داره له ټټره تړي .

کلیمه داره عاجب توری دی کلیمه داره په ټټر ګرځول.
دغه یو ترکیب دی چې جلان جوړ کړی او دغه دوه تیږې چې باباګانو ایښي دي او ده سره یو کړي دی یانې داسې یې کوشیر کړي دي  چې هغوی نه دې کوشیر کړي . دغه نویوالی دی .هر څوک به چکچې کوي چې چکچکې کول شروع شي جوسر لګیږي پړک یې خیژي . دیوه نه خیژي داسې لکه د مړو لاسونه چې پریو اوبل وهې .
او زیاته یې کړه  ( ګیله ) د جلان یو بل نظم دی چې د د پښتون تورو اتڼ پکې غږیږي .
چې دا هر څه په پښتو ژبه د جلان بر لاسی ښي .
او استاد خپلو خبرو په اخر کې وویل چې ما د جلان کتاب خپل ورور ته ورکړو او هغه د کیمیا متحصیص دی . او کله یې چې ولوستو نو ماته یې وویل چې دغسې کتابونو د پښتو ژبه غنی کولای شي . او جلان داسې نوي ترکیبانو کارولی دي چې دپښتو لمن یې پراخه کړیده .او استاد زیاته کړه چې ځینې وخت جلان هم زاړه شیان تکراره وي لکه منصور یادوي . چې د منصور خبره ډیره زاړه ده . باید نوي شیان په شعر کې راوړل شي  خو زه به جلان ته دومره ووایم چې خپل شعر ته دې دوام ورکړي خیر که زه  یې د ځینو شعرونو په مانا نه پوهیږم خو په غوږ مې خواږه لګیږي او ماته همدا کفایت کوي .


                           ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ورپسې تکړه شاعر ،لیکوال او کارپوه  ډاکټر محمد اکبر اکبر خپله مقاله واوروله چې مونږ یې دلته په لنډ ډول راخلو .
د جلان کتاب ډیر ښایسته او په ښه بڼه چاپ شوی . هر شعر یې په دومخونو کې راغلی چې د کتاب ښکلا یې له زیاته کړیده . که څه هم چې دا چل اقتصادي نه دی خو ښکلا ارازنه نه وي نو ده هم ښکلا ګرانه کړې . ښه یې کړي ژوند د ښکلا غوندې قیمتی دی.
او  لویه ښیګړه یې داده چې  سریزه پرې نشته او بله دا چې ددې کتاب تړون د مور سره شوی دی. اکبر صیب د خپلوخبرو په اوږدو کې دجلان دشعر په اړه داسې وویل .
د کتاب د لومړني شعر یو بیت راخلم چې
              ځي ورپسې واړه ژوندي سري د امید په پښو
             سپور د کاینات د ښکلاګانو په بګۍ کې ژوند

 او زیاته یې کړه چې د کایناتو ټوله ښکلا  په ژوند کې ده او که له ژونده ښکلا واخیستل شي . امید ترې واخیستل شي نو ژوند هیڅ دی. نو جلان دغه خبره  په ډيره هنري او خوندواره بڼه په پاسني بیت کې کړیده .ډاکټر اکبر د جلان یو بل بیت ته په اشاره وکړه .

               منې اوبو هم ترې تصویر ستا دځوانې وغوښتو
               ما چې چینې ته ستا په نوم هېنداره سپینه ورکړه .

 په دې  بیت کې  ګڼ  تصویرونه راغلي دي. که څه هم ډیر تصویرونه شعر نه ښکلی کوي خو داسې تصویرونه د ښکلا تصور پیدا کوی  او شعر ښکلی کوي. او ښه شعر هغه شعر دی چې سړی ځان ته ودروي .  چې شاعر څه وايي.  چې د جلان شاعري دکمال لري چې ځان ته دې ودروي . چې البته د رحمان بابا شاعري یې نلري ځکه چې د رحمان بابا شاعري ساده ده او زیاتوي چې مونږ فلسفه ،ریاضي  ښکلا نه ګڼو  خو راځي  چې ښکلا یې وګڼو .او همدارنګه بل بیت ته یې نظر کوي
                       په بنګالیو کوډو نشي دوزخ مخیه واوره
                       پیغله د غره کلیمه داره له ټټره تړي.


په دې بیت کې نه یوازې دا چې نوې خبرې پکې دي بلکې استعاره هم لري.
چې ولس پرې پوهیږي .نو کله چې څوک کوډی کوي یا بنګالۍ کوډې کوي پښتانه هغه ته دوزخ مخی وايي او د کوډو داثر د ماتولو لپاره بیا سپیڅلې کلیمه ده چې د  کلیمه دارې په بڼه په ټټر راځوړند کیږي.
خو دغه بیت چې
                    ګرځمه جلان د ترنم په غرو
                    مړې سترګې د یار چې څلویزې کړم .
دلته ترنم د غره له دروندالي سره نه جوړیږي خو بیا هم دوهمه مصره یې
 (مړې سترګې دیار چې څلویزې کړم) ډیره خوندواره تشبې ده .
او هم دا بیت چې
                هلته سانسدان د لوړ تخنیک په تار ډبره  تړي
                 دلته ګل ژبې سمندر په یوه خبره تړي
وایي چې ګل باندې دومره خبرې کول په کار نه دي ځکه چې ګل خاموشه ښکلا ده په شعر کې لوړ تخینک او سانسدان راوستل په شعر پېټی کیږي. خو داخبرو په پای کې بیا هم جلان یو تکړه او نوښت ګر شاعر وباله . او جلان ته یې د کتاب مبارکي وویله .
                         ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ورپسې ښاغلي هنردوست د جلان یو شعر په ترنم کې  ووایه  چې په ګرمو چکچکو بدرګه شو.
اوبیا  استاد غفور لیوال سټیج ته راوغوښتل شو چې  دا خبرو یو څه برخه یې ستاسو  پر وړاندې ږدو .
جلان زمونږ دادبي غونډو ډیر ښه شاعر دی  او زیاتوي چې دجلان شعرونو له هر اړخه ښکلي او په زړه پوري دي . خو کله کله سړی د نوو تجربو شوق تسنع او تکلف ته بیایي.جلان هم په شعر کې نوې نوې تجربې کوي خو جلان داسې شاعر نه دی چې په یوه سطح کې پاتي شي .جلان غواړي نوې تجربې وکړي  او کله کله داسې تجربې ایجاد کړي چې سړی فکر کولو اړباسي لکه .
     خیر که غریبان یو یا کوو په سادګۍ کې ژوند
     ګله ! جنت بویه د ضمیر په ازادۍ کې ژوند
     ځي ورپسې واړه ژوندي سري د امید په پښو
     سپور دکاینات دښګلاګانوپه بګۍ کې ژوند


دلته امید ته پښې تصورول ذهن یو بیلې پردې ته بیايي. او ددغه امید په زور غواړي ژوند تیر کړي .
    ته زما د روح د غوټۍ شونډو کې خوږه موسکا
        ته لکه هنر زما ددرد په موسیقۍ کې ژوند
خو که سړی دې بیت ته ځیر شي او تصویر ترې غواړي نو باید چې د تصویرونو درې پروسۍ طی کړي لکه  روح ، غوټۍ او شونډې . او زیاتوي چې د ذهني تصویرونو راوستل ترهغه مجاز دي او ښه دي چې مخاطب ذهن یې هم په اسانۍ سره درک کړی شي .خو که ډیر مغلق وي نو شعر هنري خوند له لاسه ورکوي. جلان ډير نوې ترکیبانو ، خیالونو او هم ځینې داسې فلکوریک روایت لري چې که خدای مه کړه که دپښتنو هغه رواجونو او خبرې له  منځه ځي نو دجلان په شعرونو او کتاب کې به  خوندي وي لکه په دې غزل
                             لکه انار چې ناوې وار کړي په دیوال مات شي
                             داسې مې ستا د بڼو سیوري لاندې خیال مات شي
                             بیا د اوو چینو زرینې شګې څوک  پخې کړي ؟
                             که دیار سترګو نه د کوډو تور بنګال مات شي
                             پام کوه ډير ډیر د حیا په سپیڅلوب چیرې نه
                             پیغلې هېنداره نه تصور ستا د جمال مات شي
                              دسفیدو ستوري د ابجدو په زور خولې په خولې کړم
                              چې ستا د نوم تر کلي راشم رانه فال مات شي
                              لکه د غره په سر چې باد کې باراني څپې وي


                              کله دې داسې په درنو څڼو کې شال مات شي
                               جلان دې دا رنګې پیکه کړم پښتانه  ضمیرته
                               لکه نقاد نه چې منطقو کې مثال مات شي
داسې شعر ته هغه وخت شاعر رسیدلی شي چې د نوښت په لټه وي .که دغه بیت ته  لږ تم شو  چې
                             پام کوه ډير ډیر د حیا په سپیڅلوب چیرې نه
                             پیغلې هېنداره نه تصور ستا د جمال مات شي
په دې بیت کې د هېندارې پاکي او سپیڅلتوب عجیبه ده. خلک په دې نظر دي چې هېنداره جوټه شي ماتیږي . او زیاتوي چې ما  ته پیغله هېنداره هم داسې سپیڅلې ښکاري  او په دې شعر کې یو کمال دادی چې دودونوته پنا وړل دي .  نو زه جلان ته د لابریالیتوب هیله کوم او د ګلپاڼو اتڼ د کتاب مبارکي ورکوم .
                  ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
او ورپسې استاد اسدالله غضنفر خپله مقاله واروروله چې دلته یې په لنډ ډول راخلو.
غضنفر  صیب وویل . د جلان شاعرۍ تر ټولو لوی ښه والی  دترکیب جوړول دي . چې د ترکیب جوړول اسان کار نه دی .  او دترکیب جوړول په فارسي ژبه کې ډير دي چې دا دفارسي شاعرانو کمال دی . خو په پښتو شاعرۍ کې  د جلان شاعرۍ دا ثابته کړه . چې ترکیبونو په ژبه کې ایجادیدای شي .او د جلان په کتاب کې دومره ډير تر سترګو کیږي چې په ډيرو کتابونو کې یې ساری نشته .او زیاتوي چې د حمزه بابا یو شعر دی چې شرابي وریځي یې کارولي دي خو که سره بیلې شي . نو هیڅ مانا نه ورکوي .او ارتباط یې ماتیږي چې همدې ته ترکیب وايي .
او استاد غضنفر ترکیب څلورډوله بولي .
 تشبیه ترکیب، کلیشه ترکیب، اضافي ترکیب او استعاري ترکیب
تشبیه ترکیب  هغه ترکیب دی چې دتشبې په حساب دوه کلیمې سره وتړي .لکه د ازادۍ ناوې  .  کلیشه ترکیب  هغه ترکیب دی چې مشهور شوي یا عام شوي وي  چې تکړه شاعران له کلیشه ترکیبونو نه ډاډه کوي . چې د جلان شاعري یې نلري  لکه جلان وايي


           د مازدیګر په زیړ جبین  به ګل ګل وکرل شي
           د ځوان ګودر به اوس د نجونو په مذهب غږیږي .
           په دې بیت کې د نجونو مذهب نوی ترکیب دی او نوی مفهوم لري  او همدغه ترکیب اضافي ترکیب دی او همدا راز ځوان ګودر استعاري ترکیب بولي . چې ګودر یې دانسان غوندې کړی او دجلان په شاعرۍ کې زیاتره ترکیبونو استعاري ترکیبونه دي . او زیاتوي چې یو ډول بل ترکیب چې د جلان په شاعرۍ کې لیدل کیږی هغه وسعي ترکیب دی لکه په دې بیت کې
                دې ته سور غرور هم ګونډه ماتی شي سجدې کوي
               د ادپسرلي شړۍ د لمر په اوږو ښخه ده
او دلته سور غرور وسعي ترکیب دی. او همدارنګې استاد غضنفر زیاتوي چې په شعر کې د  تصویر په جوړولو کې مهم شی چې ډیر مشکل دی هغه دوه یا درې تشبې راوړل دي چې جلان په دې برخه کې هم پیاوړی دی اوهم دارنګې  د جلان  شاعري مرکبه تشبې ډیره لري .
لکه چې وايي
               چې پسې وژاړم ښه وژاړم دمه مې وشي
               لکه ناروغ نه چې په یخو اوبو تبه ووزي
اوزیاته وي چې د جلان په شاعرۍ کې مدعاالمثل چې تشبې ته ورته دی ډیر زیات راوړل شوی چې دا یې بل کمال دی.
 لکه چې وایي
                    وخت څومره ساده دی چې ټپې مو په رسۍ تړي
                    په شګو ریګو د دریاب نیولې مخه ده .
چې په دې بیت کې لومړۍ  مصرۍ کې ادعا شوې ده او دوهمه مصرې د ثبوت لپاره ورته رواړل شوی ده چې همدې ته مدعا المثل وايي او یا په دې بیت کې هم مدعاالمثل کارول شوی او دوهمه مصرۍ یې داول مصرې د منلو لپاره راوړې ده .
          وژني مې ګام په ګام خو بیا هم مینه ناک دی جانان
          د سندرې غاړي سل عیبونه یو هنر پټوي .
او زیاتوي چې مدعاالمثل په بیان کې نشته خو په شاعرۍ کې شته .او د جلان په شاعرۍ کې یو بل حصوصیت دادی چې هنري صفت پکې شته .لکه په دې بیت کې


              پرون یې تاپسې دنیا چڼ کړه خبر یې کنه ؟
              سپینچکه ! لمر درنه یو څو جلوې په پوراخلي .
دلته سپینچک یو هنري صفت دی که محبوب یو معشوق راغلی وای بیا مو هنري صفت نه شو ورته ویلی . خو زیاتوي چې د جلان د ځینو شعرونو په مانا زه پوره  نه پوهیږم.
او په افغانستان کې دا رواج دی چې یوڅوک د یو شي په مانا پوه نشي نو وايي چې ښې خبرې وي خو باید ووایو چې پوه نه شوو. دا جلان په دې بیت کې هم ورته مبهمه خبره ده .
               د شپې په توربخملو اننګو کې راته خاندي
               د ګورو غرو په منځ کې د ځنګل غوندې جانان.
خو بیا هم جلان داسې شعرونو لري چې نومړی بیت یې  د نورې شاعرۍ ښکلا ته تاوان نشي رسولی
              د خپل ارمان غوندې یم وړاندې ځمه شا ته راشم
              د جګ غره کاڼی شوم چې وخوزم بیدیا ته راشم.
او زیاتوي چې جلان د هغو ښو شاعرانو څخه دی چې تکراري تصویر، تکراري خبره او تکراري ترکیب یې په شاعرۍ کې نشته . او په دې کم عمر کې دومره ښه شاعري کوي چې سړی هیلمن کوي .
                   ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
او ورپسې د ولسي جرګې غړی حاجي بیدار ځاځي  د غونډې ګډون والوته د جلان او دجلان د کتاب په اړه خبرې وکړې  او هیله یې څرګنده کړه چې جلان خپلې شاعرۍ ته دوام ورکړي خپل نور شعرونه  ټولنې ته وړاندې کړي  او جلان ته یې دکتاب مبارکي وویله .
                   ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
وروسته د کاروان ادبي ټولنې لخوا د استاد حبیب الله رفیع په لاس  جلان  ته ډالۍ ورکړل شوه . او استاد رفیع صیب زیاته کړه چې د جلان په کتاب کې د کتاب نوم له ادب پیل شوی او دغه غونډه چې دجلان  په کتاب جوړه شوې په رښتیا چې د پام وړ ده او د جلان شاعري ځوانه ده .او ځوان فکر لري . او زیاتوي چې زمونږ په شاعرانو کې جلان داسې یو شاعر دی چې تاسو ډیرې خبرې پرې واورېدې . دجلان په شاعرۍ کې هیلې ، امیدونو، جلال او کمال نغښتی دی . ده  ته سترګې واوړي چې په راتلونکې کې له دې هم ښه شاعري وکړي.
                      ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د غونډې دوهم برخه مشاعرۍ ته بیله شوې چې زیات شمیر شاعرانو پکې خپل شعرونه واورول . او ورپسې یو مست ملي اتڼ وشو او غونډه ماسخوتن مهال پایه ته ورسیده .