کور / شعر / څلوريزه  او غزل

څلوريزه  او غزل


<P align=justify>وړه وي ډيره مسته وي بنګړي دي ماتول<BR>چي پيغله شوي ظالمه شوي
زړګي دي ماتول<BR>رنځوردي كړم زړګی دي راته مات كړه كبرجني<BR>پرون دسيند په غاړه
چي نيالګي دي ماتول
<HR>
</P>
غــــــزل


يو ديار خړې كوڅې پېژنم بس دى
بله لاردميخانې پېژنم بــــــــس دى


تجربه مي كړه حاصله مېكده كـــې
دشرابو پيمانې پېژنم بــــــــــس دى


مرور  يار دساقي سره آشـــــــنا كړم
په لاسونوكې پيالې پېژنم بس دى


په قطارد بلا ښكــــــــــلوكې جانانه
ستانازونه ستا لېمې پېژنم بــــس دى


په هربيت كې دې سيلاب نيمګړى ښكاري
ښه غزل او ښې ټپې پېژنم بــــــــــــس دى


اباسين سيلاب
كابل چيهلستون
نيټه 25 8 2008-08-25