کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / يوډالر عايد او ٢٥٠ ميليونه رشوت

يوډالر عايد او ٢٥٠ ميليونه رشوت


دافغانستان لپاره دملګروملتونو دسرمنشي ځانګړي  استازي  کاى ايډي   تېره ورځ  داسيا پاسفيک دهېوادونو چې افغانستان يې هم غړيتوب لري دبشري پرمختګ په اړه  ديو راپورد خپرولو په ترڅ کې اعلان وکړ چې په افغانستان کې هرکال  له ( ١٠٠ – ٢٥٠ ) ميليونه ډالر  رشوت ورکول کېږي .
کاى ايډي   وويل چې هره افغانه کورنۍ دېته اړوېستل کېږي چې هرکال   له خپلوعوايدوڅخه  ١٠٠ ډالره   بډې ورکړي  .
 ايډي  وويل چې داکورنۍ په داسې حال کې دسل ډالرو بډو ورکولو ته اړوېستل کېږي چې د افغانستان اويا په سلوکې خلک په ورځ کې يو ډالر عايد لري.
  دافغانستان لپاره دملګروملتونو دسرمنشي ځانګړې استازي  همدا راز په دې غونډه کې وويل چې  په دې هېوادکې  داداري فساد پر ضد دمبارزې  لپاره نوې اداره جوړېږي .
 ښاغلي ايډي   زياته کړه  چې افغانستان  له جګړو هم  ډېر اداري فساد له ګواښ او ستونزو سره مخ کړى دى .
دافغانستان دماليې وزير هم په هېواد کې  داداري فساد په ډېرېدو خواشيني وښوده  او ويې ويل چې  دولت هوډ کړى چې  د اداري فساد پرضد ځانګړي پوليس، ځانګړې څارنوالۍ او محکمه جوړه کړي.

 افغان ولس داداري فساد  ، بډو ، اختلاس ، بيروکراسۍ او کارماتۍله نوم سره نااشنا ندى او دا شومې پديدې  له هيلې څخه خلاف هم نه دي ځکه په هر وطن کې چې جګړې روانې وي نوحکومتونه يې کمزوري او ادارې يې له دې ډول  ستونزو سره لاس او ګرېوان وي.
 په افغانستان کې  هم د١٣٥٧ هجري لمريزکال راهېسې  کمزوري حکومتونه واکمن دي   ځکه دلته جګړې روانې وي او هرچېرې چې  جګړې روانې وي  هلته ياري په سوال او حکومت دشګې پر کمره  ولاړ وي او هره شېبه يې د لوېدو او دړې وړې کېدو امکانات شته دي خو څومره چې دښاغلي کرزي په اوه کلنه دوره کې  دې مکروب ګړندى سرايت وکړاو څومره  ژراو ډېرچې اداري او سياسي  ايډز پدې دوره کې خپور شونو رښتيا هم چې داسرعت د هيلوخلاف  ښکاري .


 اوس دې ساري ناروغۍ او  اداري تعفن ټول افغانستان ونيوه .اوس نه يواځې افغان حکومت ، بلکې افغان ولس  او ان  نړيواله ټولنه او ملګري ملتونه  هم  دې ناروغۍ وارخطاکړي دي او هره ورځ له دې درده کړېږي . دکاى ايډي  دادعوه  بلکل سمه ده چې اداري فساد او رشوت يې  دولت ته تر وسلوالومخالفينو هم ستر ګواښ بللى دى .
دلته  رشوت او اختلاس دومره ډېر شوى چې  ان په ولس کې په دې اړه  يوه په زړه پورې ټوکه هم جوړه شوې :(( څوتنه مشران او سپين ږيري ولسمشر کرزي ته دشکايت لپاره  ورغلل  او ورته يې وويل چې په اداراتو کې رشوت بيخي ډېر شوى ، هېڅ کار هم بې رشوته نه کېږي نو ته مهرباني وکړه مخه يې ونيسه ، هغه ورته وويل چې خير څو روپۍ راکوئ چې درشوت مخه ونيسم ))
  دلته په ټاکنوکې اهليت، تخصص ،او خلوص ته نه ، بلکې ډالرو اوواسطوته  اهميت ورکول کېږي، لوړې څوکۍ دبولي په څېر پلورل کېږي ، هرڅوک چې ډېرې  پيسې ورکړي هماغه پرې ګومارل کېږي  او کله چې څوک کومه څوکۍ وپېري نو  هرومرو هڅه کوي چې له هرې ممکنې  لارې   پيسې پيداکړي  که څه هم هغه دملت دوينو په زبيښلو او دبيت المال په چورولو وي .
له  رسنيو  اورو چې دبډو اوفساد پر ضد ددوولويو  ادارو مشران ،په کور کېنول شوى  لوى څارنوال    چې درشوت ، بيروکراسۍ او  اداري فساد پر ضد دجهاد دقيادت دعوه يې کوله  او د رشوت او اداري فساد پرضد دمبارزې دادارې لوى رئيس  پريوبل   ددرغلۍ او خيانت  کلک تورونه پورې کړل او هريوه هم  پارلمان او هم رسنيو ته پاخه ثبوتونه  وړاندې کړل .
که څه هم دوى دواړه يو بل پر دروغ ويلو تورنوي  او دعوې يې ردوي خو هغه برداشت چې داملت له دې  ادارې لري او څومره چې  ددې دولت  هنداره ويني نو ويلى شي چې درشوت ، اختلاس  اواداري  فساد پر ضد  دادارو دواړه   چارواکي کم ترکمه په دې  مورد کې رښتيا  وايي ، ددواړو دعوې پرځاى، د دواړو ثبوتونه پاخه او داداري فساد   پر ضد دجهاد  قائد او درشوت  اواداري فساد پر ضد دمبارزې دادارې لوى رئيس  دواړوترخپله وسه   ښه په اخلاص دملت وينه زبېښلې ، په لکونو ډالر او ګڼ کورونه يې موندلي دي او دمنتخب ولسمشر په څېر يې له  ملت سره خپلې  کړې ژمنې ښې ترسره کړې دي !!!  ښه نو کله چې دفساد پر ضد


 دمبارزې  دادارې چارواکي  پخپله په فساد کې دومره لتاړ وي  نو دنورو به يې څه حال وي؟. چې دعوه دې  له قاضي سره شي نو فيصله به په چاکوې؟
(( من ازاين بيش ندانم که کفن دزدى چند
بهر تقسيم قبور انجمن ساخته اند)))
 افغانان  حق لري چې چارواکي وپوښتي چې ولې رشوت دومره عام شو،  مرسته شوي لسګونه ميليارده ډالرڅه شول ، ولې اداره ورځ په ورځ شړېږي  ، ولې دچارواکيو په مرۍ  دبې باورۍد خپسې منګولې  هره ورځې ښخېږي ، ولې ملت له دولت  څخه کرکه او مخالفينو ته  پنا وړي ، ولې جګړې دکابل  دروازې ته راورسېدې، ولې دحکومت حاکميت ترښارونو محدودشو، ولې دولتي څوکۍ ميراثي شوې اويا دسرقلفي په ډول پلورل کېږي . ولې دهيچا سر او مال په امن کې ندى ؟ ځواب ښکاره دى هغه دا چې دموجودحکومت اناتومي له  داسې  عضلاتو جوړه شوې چې يوبل نه زغمي ، له يوبل سره فکري، سياسي او عقيدوي اختلاف لري، ديوبل پرضØ
 ¯ يې وسلوالې جګړې کړي او يو يې هم دادولت خپل کور او خپل ګور نه بولي .  دوى ددې ګډکور دجوړولو په غم کې نه ، بلکې دجيب ډکولو او دپرديو په بانکونو کې دذخيره اندوزۍ په غم کې دي :
 (( اين همه ارکان دولت خانه ويراني کند))
 دابيخې دحيرانتيا ځاى دى چې  دافغانستان په څېر نيستمن هېواد کې دې  چې دکاى ايډي  په وينا ،ديوې کورنۍ اوسط عايد يې د ورځې يو ډالر وي هر کال ٢٥٠ميليونه ډالر  بډې ورکړل شي .کوم ملت چې دورځې يو ډالر عايد و لري نو څنګه به يې تر ٢٥٠ ميليونه ډالره رشوت لاندې ملا نه ماتېږي ؟؟
 که څه هم ددې دولت دترميم  خيال او په دې دولت فکري او يامالي پانګونه  بې ځايه او هسې ځان غولول دي خو اوس يې چې دځاى ناستي موندل هم ساده خبر نه ده او   نهيلي هم  په کار نده  نو داړتيا له مخې بايد ورته مشوره ورکړو چې که  ددې وبا  مخنيوى غواړي نو  بېړني   ګامونه دې  واخلي ، ترهرڅه لومړى دې څو تنو رشوت خورو، اداري مفسدينو او له قانون څخه سرغړوونکيو ته دخلکو په وړاندې درنه سزا ورکړي
اوس چې دافغان دولت او افغان ولس ترڅنګ ملګري ملتونه هم له اداري فساد ، اختلاس او دبډو له هېښوونکي ګراف څخه سرټکوي  نو په کارده چې همدادرې واړه ځواکه يې په مخنيوي کې  هم جدي او ګړندۍ هڅې وکړي او دمخنيوي لپاره يې عملي ا وپرکتيکي ګامونه واخلي .ځکه چې  دملت دصبر کاسه نوره ډکه  او دزغم پانګه يې ختمه شوې ده   له بده مرغه دلته دفساد دله منځه وړلو لپاره  هېڅ سياسي او اداري اراده نه ليدل کېږي خوکه  په دې اړه رښتينى هوډ اوکلکه  اراده وموندل شي  نو باور دى چې له منځه وړل يې ناشونې نه دي اود له منځه وړلولار يې هم  دکميسيونونو او دنويو ادارو  جوړول ندي ، ځکه تجربووښو


 ده چې دلته څومره  کميسيونونه او دفساد ضد ادارې جوړې شوې دي نو پخپله په فساد کې اخته شوي  او دمالګې  په کان کې  مالګه ګرځېدلې دي .
که په کميسيونونو او د اداروپه جوړولو فساد او رشوت ورکېدلى نو ولې دې موجودو ادارو ورک نه کړ. اوس خو هم  له لويې څارنوالۍ ،محکمې،دکنترول او تفتيش له ادارو  پرته دبډو  اواداري فساد پر ضد بله لويه اداره  او داداري اصلاحاتوپه نوم ادارې جوړې  شوې  دي خو ددې پرځاى چې دبډو  او فساد مخه ونيسي  پخپله په فساد کې ښکېل شوې دي .
دنويو ادارو جوړول نه يواځې داچې  ګټه نلري ، بلکې لا هم مالي او تشکيلاتي زيانونه لري ، ددې بې ګټې ادارې دکارکوونکيو ډالري معاشات او بوديجه پر دولت بوج او تشکيلاتي تورم رامنځته کوي . او پايله يې داشي چې بيا پخپله همداد فساد ضد اداره دفساد پر ځاله واوړي.
 داداري فساد دمخنيوي  لار داده چې په دولت کې دمکافاتو او مجازاتو  کلتور ژوندى  او دوعد او وعيد  لړۍ پيل شي .
 همداراز له هرډول استثنى پرته پر هرچا دقانون تطبيق  داداري فساد  دمخنيوي بله لار ده . ترڅو چې بډې اخېستونکى او په اداره کې کارشکن او بيروکرات ته  سزا ورنکړل شي ، رسوا او خجالت نشي نو   ددې رنځ درملنه ناشونې ده ، همداراز ترڅو چې  په ټولو لوړو او ټيټو دولتي څوکيو دټاکنې معيار  تقوى ، تخصص، مسلکي وړتيا،او اخلاص نه وي او ترڅو چې روابط پر ضوابطوپياوړي شوي نه وي نود اداري فساد او رشوت  غويى به څورب وي .
اوس ددولتي مامورينو  په تنخواووکې هيښوونکى توپير موجود دى .  ځينې دولتي  مامورين  دځينو نورو په تناسب سل ان يو نيم سل چنده لوړ معاش اخلي  چې دتوازن  او عدالت دې نشتوالي او ديو بام او دوه هوا پاليسۍ  هم اداري فساد ته زمينه برابره کړې ده،  دځينو مامورينو تنخوا دومره کمه ده چې دکورنۍ ديوې اونۍ دلګښت لپاره يې هم نه بس کېږي  نو که حکومت داداري فساد  او رشوت بندېدل غواړي په کارده چې دټولو مامورينو  تنخوا ګانې لوړې،  له ورځنيو  نرخونو سره برابرې او متوازنې کړي
که دولت پورتنۍ  مشورې    عملي کړي نو داامکان  شته چې توپان اخستې بېړۍ به يې دخلاصون ساحل ومومي او که خداى مه کړه همداسې بې پروا او لاس ترزنې لاندې کېني نو لرې نه ده چې خداى مکړه  دا دردېدلى او کړېدلى ملت  هم له دولت سره  يوځاى  داداري فساد او بډو په سمندرکې  ډوب شي .